ځينې کسان به مو ليدلي وي چې غواړي فقط د حافظې تش لوښی يې ډک کړي او په کتاب کې بامفهومه او بې مفهومه جمله په وچ زور په ميخانيکي ډول زده کوي.
دوی ګومان کوي چې که کتاب ټکی په ټکی ياد کړم نو شايد په راتلونکي کې ډېر پوه او غټ سړی شي، خو دوی دا فکر نه دی کړی چې په ميخانيکي ډول زده کړی شی د وخت په تېرېدو سره هېرېږي او په زور او جبر ياد شوي شيان له منځه ځي.
راځم دې ته چې ولې په زور ميخانيک شوی څیز د وخت په تېرېدو سره هېرېږي؟ موږ بايد کتاب څه ډول مطالعه کړو؛ ترڅو مو په راتلونکي ژوند کې په درد ولګېږي او هېر مو نه شي؟ موږ بايد کوم کتابونه وګورو چې نه ترې خسته شو او نه راباندې بوج شي؟ موږ بايد کوم کتابونه مطالعه کړو چې په راتلونکي کې مو هم ملګري وي او هم د يوې خوږې خاطرې په څېر تل راسره وي؟ ولې د ادب د پوهنځۍ استادان شاګردان اړ باسي چې هغه څه بايد حتماً ميخانيک کړي چې په چپټر کې راغلي دي او په دې ښه پوهېږي چې د چپټر تعريفونه او لغتونه د محصل د راتلونکي درد دارو نه کېږي؟
لومړی راځم دې ته چې د انسان حافظه، ميموري کارډ نه دی چې ډک شي، د انسان حافظه، د کمپیوټر حافظه نه ده چې ډکه شي، د انسان حافظه، د تېلفون حافظه نه ده چې ډکه شي…د انسان حافظه له هغه جالبو او ښکلو طبيعي پيداوارو څخه ده چې الله تعالی په انسان لورولې ده.
د انسان حافظه يو داسې لوښی دی چې ډکېدل نه لري چې څومره معلومات ور اچوې دا لا پراخېږي.
موږ کولای شو چې حافظه پر دوه برخو ووېشو: لومړی، اوږد مهاله حافظه. دوهم، لنډ مهاله حافظه.
هغه څه چې موږ يې په زور ميخانيک کوو په راتلونکي کې هېرېږي چې دې ته موږ لنډ مهاله حافظه ويلی شو او يا هغه څه چې موږ يې بايد ميخانيک کړو لنډمهاله حافظې ته يې سپارو چې د وخت په تېرېدو يې ډېره برخه هېرېږي، خو هغه څه، يا هغه کتاب چې موږ يې د ذوق او شوق له مخې لولو او يا هغه کتاب چې موږ يې د دې لپاره لولو چې معلومات مو زيات شي، يا يې د دې لپاره لولو چې ادبي او علمي تنده مو خړوب کړي نو هغه معلومات چې موږ يې ترلاسه کوو، اوږدمهاله حافظې ته ځي چې کلونه کلونه هم شايد هېر نه شي.
ځينې شاګردان چې مجبور وي د کتاب هغه تعريفونه هم ياد ته وسپاري چې هم سخت وي او هم يې ياد بې ګټې وي، دوی له خپل مغز نه سر ټکوي او وايي چې: ولا په ميخانيک کې ډېر سست يم او پلانکی په ياد کې ترما ډېر تکړه دی.
هغه کسان چې د کتاب په ميخانيک کولو کې تکړه دي، شايد هغه تر ټولو سخت تعريف هم ياد کړی شي او د پارچې په حل کولو کې به تر نورو ښه ماهر وي، خو په راتلونکي کې ترې هرڅه هېرېږي چې له ګټې يې شايد تاوان ډېر وي.
که د کتاب هغه نقطې چې په ياد زده کړه يې سخته وي، ترې تېر شو او لمړی هغه نقطې ميخانيک کړو چې آسانه او سهل وي نو هم به مو ګټه کړې وي او هم به مو په ذهن بوج نه راځي.
که موږ د عمومي معلوماتو کتابونه يا هغه کتابونه چې عمومي معلومات پکې پراته وي مطالعه کړو نو هم به مو ګټه کړې وي، هم به مو په معلوماتو کې اضافه والی راغلی وي او هم به مو د کتاب ډېری نقطې په ياد پاتې شوې وي چې کلونه کلونه به مو له ياده نه وځي.
که موږ د خپل ذوق او علاقې سره سم کتابونه مطالعه کړو نو هم به مو له مطالعې سره رابطه نه شلېږي او هم به په راتلونکي کې دغه کتابونه د خوږو خاطرو په شان زموږ ملګري وي.
په دې اړه استاد اسدالله غضنفر فرمايي چې: (ما هغه کتابونه په سلو کې سل هېر کړي دي چې د نومرو په خاطر مې په سلو کې سل زده کړي وو، خو هغه کتابونه چې مې په شوق لوستلي وو له کلونو وروسته هم د خوږو خاطرو غوندې راسره دي او د ژوند په بې ادرسه مزل کې راته لار ښايي).
که موږ يو کتاب د انتقاد رڼا ته ولولو ځينې برخې يې ومنو؛ ځينې يې ونه منو او که يې منو هم نو بايد د منلو لپاره يې په دلايلو پسې وګرځو نو د دغه کتاب ډېری نقطې به مو په ذهن کې کيني او په راتلونکي کې به د ژوند لار راته ښايي.
د ادب د پوهنځۍ ډېر محصلين هم ميخانيکران دي، دوی دا فکر کوي چې ادبيات يوه ميخانيک پوهنځۍ ده او وايي چې د ادب د پوهنځۍ هغه محصل کامياب او پوره محصل دی چې سخت تعريفونه او پوچ لغتونه ښه ياد کړای شي.
داسې ځکه ده چې: د ادبياتو د پوهنځي ډېری استادان مطالعه نه لري او د دوی هم همدا ګومان وي چې زده کوونکي بايد د چپټر زاړه او پوچ لغتونه، سخت او بې فايدې تعريفونه په ياد زده کړي او شاګردانو ته هم د استادانو همدغه فکر او مرض په ارث لېږدېږي.
دغه رقم محصلين خپل راتلونکی شايد روښانه وويني، خو د وخت په تېرېدو سره پوهېږي چې ډېره غټه غلطي يې کړې ده او په راتلونکي کې خپلو استادانو ته ښېراوې کوي.
نو راځئ هغه کتابونه مطالعه کړو چې راتلونکی مو پرې روښانه شي، راځئ چې هر کتاب په انتقادي نظر ولولو، راځئ چې د هغه څه له ميخانيک کولو تېر شو چې بې فايدې او سخت دي، راځئ خپلو استادانو ته ووايو ماته داسې څه راوښيه چې په راتلونکي کې زما نه يو غټ ليکوال جوړ کړي، راځئ خپلو استادانو ته ووايو ماته داسې څه راوښيه چې راتلونکی مې رڼا کړي، راځئ خپلو استادانو ته ووايو ماته داسې څه راوښيه چې له مطالعې سره مې مينه پيدا کړي.