په میني بس کې نجلۍ د مور خواته ورنژدې شوه. مور یې ورو ورته وویل:
-لږ درها خوا شه اوس خو کوچینۍ نه یې
نجلۍ د مور په غاړه کې لاس واچاوه. د بس له تګ سره د نجلۍ سر د مور له اوږې ښکته شو، دی بیا هم خپل سر د مور له ولي سره کلک ونیو.
چې څرنګه بس د کوڅې له سره وګرځیده، د نجلۍ پلار له کړکۍ شاته په کوڅې پسې سترګې واړولې.
د موټر پر سر یې کډه بار کړې وه، د میني بس دننه یې هم پر چوکیو بسترې او بکسونه ایښي و. د موټروان شاته دی، څنګ ته یې ماشوم زوی ورها خوا یې میرمنه او بیا لور ناسته وه.
سړي سر د شیشې لور ته کوږ کړ. په تشو کوڅو کې یې هغو کورونو ته چې په تیرو نژدې شل کلونو کې یې لیدلي و، داسې کتل لکه دا یې چې لومړۍ ځل وي:
« بیا به کله ورته راشم؟»
« پخوا ولې په دې کوڅو کې ښه ډير نه ګرځيدې؟»
« جنګ به ورک شي؟»
« ولې به نه ورکیږي؟!»
ګړز شو. ټول موټر وخوځیده. شاوخوا نژدې توغندی ولګید. ښځې پرخپلو بچیانو په لوړ غږ کلیمه چوف کړه. موټروان له شیشې سره د وړې هندارې پر سر راځوړنده یا الله ښکل کړه، موټر یې ګیر ته کړ.
میني بس چې له ښاره ووت. جمپونه ډير شول. هلک کټ کټ په خندا شو، د سړي هم پترې نیولې شونډې ویړې شوې.
د موټر منځ ته د مات سړک دوړې راپورته شوې. په زرتارو لیکل شوی یاالله د شیشې له یو سر او بل سر سره لګیده. سړی په دوړو کې داسې پټ و لکه تازه چې له ژرندې راوتلی وي.
د میرمنې یې خوا وګرځیده. پلاستیکي کڅوړه یې له ځان سره اخیستی وه. هغه ډکه شوه. سړي موټروان ته وویل:
-موټر لږ ودروه
-تر زاړه بغلان پورې وسله وال غله شته که ودریږو خطر لري اوس هم د خدای په فضل تر دې ځایه رارسیدلي یوو
د غلو د لفظ له یادیدو سره ښځې پر خپلې لور چې چپ لور ته یې ناسته وه غېږ وګرځوله. هغې ټیله کړه:
-اوف مورې بوی دې ځي.
پای
08-03-2020