جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د ملا هبت الله « د بېړنیو خدماتو» کمېټه جوړه...

کندهار کې د ملا هبت الله « د بېړنیو خدماتو» کمېټه جوړه شوه

تاند: (شنبه، د دلوې ۲۹ مه) ‏د کندهار لپاره د طالبانو د ولایتي ادارې چارواکو ویلي، چې د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر یې د نوموړي« د بېړنیو خدماتو» کمېټه جوړه کړې ده.

په کندهار کې د طالبانو د رژیم د والي دفتر ویلي، چې د کندهار د والي په مشرۍ جوړه شوې دا کمېټه د «مشرتابه د بېړنیو خدماتو» کمېټه نومیږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادې کمېټې له جوړیدو سره سم، د کندهار د ظاهر شاهي کانال د پاک‌ کارۍ چارې د سربند له سیمي څخه پيل کړي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې د کندهار د ظاهر شاهي کانال د پاک کارۍ د پيل په اړه د ارغنداب رود د سندیزي حوزې د رئیس له قوله راغلي:(( ظاهر شاهي کانال چي ۷۹ کیلو متره اوږدوالی او ۴ متره ژوروالی لري، د تېرو سیلابونو له امله د رسوباتو، خاورو او جغلو څخه ډک شوی او پکې په سم ډول د اوبو د تېرېدو وړتیا نشته، چي پاک‌کارۍ ته یې ډېره اړتیا وه.))

طالبانو د دغې پاک کارۍ او په عین حال کې د ملا هبت الله د بېړنیو خدماتو کمېټې د امکاناتو، تشکیلاتو او نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

یو شمېر ځایي خبریالانو بیا خبر ورکړی، چې د دغې کمېټې بودیجه د ملا هبت الله دفتر څخه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله د دغې ډلې د یوه مرستیال او د دوی د رژیم د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له لوري په کنایوي ډول د واک په انحصار او پر ټول ملت د خپلو نظرونو په تحمیلولو تورن شوی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، د دوی چارواکو له جمهوري نظام څخه په ور پاتې دولتي تشکیلاتو کې ځینې ادارې له دې امله لغوه کړې، چې په وینا یې سره موازي وو او د امکاناتو د ضایع کیدو سبب کیدل.

طالب چارواکو اوس په اجرائیه چارو کې د خپل عمومي مشر د مداخلو او موازي تشکیلاتو د جوړیدو په اړه خلکو ته وضاحت نه دی ورکړی.

3 COMMENTS

  1. هلکه ایبتولا جانه تا خو د کندهار د شریف وولس شرافت لیلام ته وړاندی کړی او د نورو شریفو وولسونو ذهنیت او روحیه دی د بدو توپانونو سره مخامخ کړیده.

  2. ملا هیبت دی خپل دی ښځې له دوکان څخه یې ورکوی هغه په څلور پښو او بیسواده دفتر له کومه کړه او بودیجه یې له کومه کړه

  3. دا د لګان لکه سپي خپلې کونې ته خولې اچوي ، په مناسباتو او چوکاټ یې نه پوهیږي خو شې لګیادي د وزارتونو قدرت کموي او خدمات یې ترې اخلي ، لکه واړه ځناوران هرې شرنګا ته تاویږي ، تر څو چې قدرت پا شلی او دخنځیر الله په حلقه کې بند پاته شي !
    بېړني خدمات یانې څه ! بیړنی خدمات تر وزارتونو پورې تړاو لري چې هر وزارت د مربوطه خدماتو مسئولیت په غاړه لري ! اوکه چیرې بیړنی خدمت د مربوطه وزا رت په وس او قدرت کې نه وي ، نو بیا باید کمیسون او کمیټه ورته جوړه سي ! دا پرازیت د کم شي چې انسانیت یې شرمولی دی او لکه مردار چینجي یو وخت به یو بل سره وخوري !که څه هم دازآدې دیموکراتې نړۍ ، اقتصادي او تخنیکي کارونه ګوري او خوند ترې اخلي خو د خپلې جاهلې پرو پاګندې چې د ظالم دین لکۍ یې کلکه پکښې پکښې تړلې ده ، تر څو چې اولس په ډار کې کلک وساتي او خپله چړي بازي وکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب