Homeخبرونهمجاهد: کابل کې د الظواهري وژل کیدل لا ثابت شوي نه دي

مجاهد: کابل کې د الظواهري وژل کیدل لا ثابت شوي نه دي

تاند: (شنبه، د دلوې ۲۹ مه) ‏د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو موضوع تر اوسه پورې ثابته شوې نه ده.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې وویل، چې په دې اړه لا هم څېړنې روانې دي.

د طالبانو ویاند ونه ویل، چې د الظواهري د وژل کیدو په اړه به د دوی څېړنې کله بشپړې شي.

هغه دا هم روښانه نه کړه، چې د کابل په شېرپور سیمه کې د القاعدې د مشر د وژل کیدو په نوم د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په ترسره شوي برید کې څوک وژل شوي وو؟

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن شاوخوا شپږ میاشتې مخکې اعلان وکړ، چې بې پيلوټه الوتکې یې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې وژلی.

تېره اونۍ ملګرو ملتونو په یوه راپور کې وویل، چې القاعدې شبکې د خپل مشر ایمن الظواهري له وژل کیدو وروسته خپل یو بل مخکښ غړی سیف العدل، چې د مصر اوسیدونکی دی او په ایران کې ژوند کوي، خپل نوی مشر ټاکلی.

ځینو څارونکو د طالب ویاند تازه څرګندونو ته حیراني ښودلې، چې څنګه القاعده له دومره نړیوال نظارت سره د بل مشر په ټاکلو توانیدلی، خو د طالبانو رژیم لا نه ده معلومه کړې، چې الظواهري کابل کې وژل شوی که نه دی وژل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...