جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد بلغاریا پېښې ته غبرګون؛ ط: افغانان دې په ناقانونه خطرناکو لارو...

د بلغاریا پېښې ته غبرګون؛ ط: افغانان دې په ناقانونه خطرناکو لارو سفر ونه کړي

تاند: ( شنبه، د دلوې ۲۹مه )  د طالبانو د بهرنیو چار وزارت د بلغاریا په صوفیه ښار کې د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو ډله ییزې وژنې ته په غبرګون کې له ټولو افغانانو غوښتي، چې پر ناقانونه او قاچاقي لارو له سفرونو ډډه وکړي او خپل ژوند په خطر کې وانه چوي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې نن لیکلي:(( د ۲۰۲۳ کال د فبروري په ۱۷ نېټه؛ په بلغاریه هېواد کې یو سر تړلی موټړ(کانټینر) چې د نوموړي هېواد د پلازمېنې صوفیه پر حلقوي سرک له درې ورځو څخه بند پاتې وو چې متاسفانه د ولږې، تندې او اکسېجن د کمښت له امله په دغه موټر کې ۱۸ تنو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پاتې نور د مېزبان هېواد مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیا يې د ډاډ وړ ده.))

طالبانو همدارنګه له ټولو نړیوالو بنسټونو او په ځانګړي توګه، له کوربه هېواد څخه غوښتي چې د انسانانو قاچاق کوونکي، چې تل د بې ګناه انسانانو ځانونه اخلي، ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

بلغاریا ویلي، چې دغه افغان پناه غوښتونکي له ترکیې څخه دغه هېواد ته داخل شوي وو او د نورو اروپایي هېوادونو پر لور په ناقانونه توګه تلل.

د یاد شوي هېواد پولیسو د دغو افغانانو د مرګ په تور د ۴ تنو د نیولو خبر ورکړی.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته، چې اقتصادي او بشرين ناورین، د خلکو پر ورځیني ژوند محدودیتونه او نورې ستونزې زیاتې شوي، په لسګونه زره افغانان له هېواده د تېښتې په هڅه دي او یوه لویه برخه یې په ناقانونه او خطرناکو لارو لویدیز ته د تګ هڅه کوي.

طالب چارواکو په خپله نننۍ اعلامیه کې په دې اړه، چې د دغه وضعیت د مخنیوي لپاره څه پلان لري، څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب