Homeخبرونهکابل ښاروالۍ پل سوخته سیمه له رغولو وروسته په څراغونو روښانه کړه

کابل ښاروالۍ پل سوخته سیمه له رغولو وروسته په څراغونو روښانه کړه

تاند: ( شنبه، د دلوې ۲۹مه )  د طالبانو چارواکو ویلي، چې د کابل پل سوخته سیمه یې له نیشه یي معتادینو څخه تر تصفیې وروسته رغولې او په څراغونو روښانه کړې ده.

 د کابل ښاروالۍ له لوري د رغول شوې دغې سیمې خپاره شوي عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپاره شوي او د طالبانو دا اقدام ستایل شوی.

د طالبانو پلویانو ویلي، چې دغې ډلې په خپله یو نیم کلنه واکمنۍ کې د کابل ښار دا تر ټولو بدرنګه سیمه ښکلې کړه، خو منتقدانو یې ویلي، چې طالبانو ټول هېواد تورتم کړی، د نجونو زده کړې او د ښځو کار کول یې منع کړي او میلیونونه خلک د فقر او افراطي قیوداتو له لاسه هېواد نه د تېښتې په حال کې دي.

کابل ښاروالۍ د پل سوخته سیمې د رغونې په اړه جزییات نه دي ورکړي.

د یادې ښاروالۍ له هڅو په وروستیو کې په ټوله کې کابل ښاریان خوښ ښکاري او وایي، چې د رغونې او ښاري نظم په برخه کې یې فعالیتونه د پام وړ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...