شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهنجیب کابلي صالح او احمد مسعود ایران ته په جاسوسۍ تورن کړل

نجیب کابلي صالح او احمد مسعود ایران ته په جاسوسۍ تورن کړل

تاند: ( شنبه، د دلوې ۲۹مه )  د افغانستان د ملي مشارکت په نوم د یوه ګوند مشر نجیب الله کابلی، چې د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني سلاکار او په افغانستان کې د ایران د مداخلو له سرسختو مخالفانو څخه و، د طالبانو د رژیم خلاف د ملي مقاومت جبهې په نوم جنګیدونکې ډله د ایران ګټو ته په کار کولو تورنه کړې ده.

نجیب کابلي د بهار په نوم له امریکا څخه یوه خپریدونکي افغان ټلویزون ته په مفصله مرکه کې وویل، چې د جمهوري نظام په وروستیو کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د ایران سپاه پاسداران سره د پخوانیو اړیکو له مخې، د ملي امنیت د هغه مهال سلاکار حمدالله محب ایران ته نیږدې او په افغانستان کې د ایران ښکېلولو ته وهڅاوه.

کابلی زیاتوي، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د امرالله صالح ترڅنګ د ملي مقاومت جبهې په نوم د وسله والې ډلې مشر احمد مسعود او د دې ډلې ځینې نور کسان په افغانستان کې د ایران ګټو ته کار کوي.

هغه په مشخص ډول د یادې ډلې د علماوو د برخې د مشر مولوي حبیب الله حسام یادونه وکړه او ادعا یې وکړه، چې له ډېرو کلونو ور باندې د ایران د جاسوسۍ اسناد لري.

نجیب کابلي په دې مفصله مرکه کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د هغه د واکمنۍ لومړی مرستیال قسیم فهیم او یو شمېر نور چارواکي هم ایران ته په کار کولو تورن کړل.

هغه د افغانستان د جمهوري نظام د پاشلتیا یو اصلي لامل، د جمعیت ګوند او نظار شورا له لوري د واک انحصار، خلکو سره ظلم او پراخ فساد بولي او وایي، چې دغه ګوند او پلویان یې تل د افغانستان په ضد کارول شوي او اوس هم د ګډوډۍ په هڅه کې دي.

نجیب کابلي د طالبانو پر رژیم توندې نیوکې وکړې، خو ویې ویل چې که طالبان اصلاح شي له جمیعت او نظار شورا څخه افغانستان ته په ګټه دي، خو که اصلاح نه شي، جمیعت او نظار شورا یې بدیلونه نه شي کیدای.

امرالله صالح او د کابلي له لوري نور ایران ته په کار کولو تورن شوي کسان د نوموړي د تورونو په اړه نه دي غږیدلي.

2 COMMENTS

  1. د نظار شورا یا د جمعیت تنظیم د جوړیدو څخه تر ننه پوری د ایران د استخباراتو لپاره د زړه نه کار کوی. د قاسم سلیمانی د وژلو وروسته هم څرګنده شوه چه هغه د دغی ډلګۍ سره مخفی ارتباطات لرل.
    لنډه دا چه د یو سرلوړی افغانستان او د افغانستان د نه ابادیدو او د دوامداره جګړو یو ستر عامل د نظار شورا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب