جمعه, اپریل 26, 2024
Home+ټابلېټ «کې» یا د مرګ ټابلېټ

ټابلېټ «کې» یا د مرګ ټابلېټ

لیکنه: ډوکټور نفیع الله پیرزاد

تابلېت k څه دی او کوم زیانونه لري؟

د دې لیکنې په ترڅ کې مو د تابلېت k اړوند مالومات راټول کړي چې ډېری ناپوه او کم عمره ځوانان یې کاروي، آن پرې روږدي شوي دي.

دا یوه ډېره خطرناکه ګولي ده چې د آمفتامین له مشتقاتو څخه شمېرل کېږي. کیمیاوي نوم یې (میتایل دي اوکسي میتایل آمفتامین (MDMA) دی.

یوازې یو ځل کارول یې د ماغزو حجرې خرابوي، د تفکر او پرېکړې وړتیا له تلپاتې زیان سره مخ کوي. دا درمل د ناوړه تاوانونو او د ځينو نه جبرانېدونکو زیانونو له کبله په نامجازو درملو کې شمېرل شوي او کارونه یې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې منعه شوي دي.

د دې لپاره چې تابلېټ k په کیمیاوي ډول په ځينو ناقانوني آزمایښت‌خونو کې  جوړېږي او د امفتامین جوړښت وربدلوي، نو د خالص‌ او سوچه‌توب کچه یې له یوې ازمایښت‌خونې تر بلې هغې توپیر کوي. همدا ډول ځينې نور ترکیبات لکه میتادون (L.S.D) او کتامین د اکسیتیزي په ډول په مصنوعي بڼه په بازارونو کې شته چې ډېر خطرناکه دي.

دا درمل په همدې ډول (اُکستسي) په پاړسي وییپانګو کې (خوښي/ بېهوښي) مانا ورکوي، خو زموږ په ټولنه کې ډېر نور شفري نومونه لري چې یو یې هم تابلېټ K دی.

اُکسیتسي درمل د رنګه تابلېت/ ګولیو بڼه لري چې زړه، ستوري، لاتین توري، پتنګ… پرې چاپ وي. په کارتوني ډوله کوتیو کې ځای پر ځای کېږي چې شکل یې کارتون ته ورته وي، لکه میکي ماوس، پوکمان…

تزریقي/پیچکاري ډوله، کاغذي او د څښلو وړ ژېلونو په بڼه هم شته. ډېری وخت د ګډاوو او شپنیو محفلونو کې کارول کېږي چې دې ته بیا (اوکسي پارټي او ریو) وايي. په داسې غونډو کې د بې کچې هیجان او پر کړو وړو د نه کنټرول له امله نامشروع اړیکې په ډېرې ازادۍ سره ټینګېږي چې د هيپاټایټ او ايډز د خپرېدو یو لامل هم همدا دی.

ډېر خطرناک او ګواښوونکي زیانونه یې:

تابلېت که ۲۰ دقیقې تر کارولو وروسته ماغزو ته رسي. له ۴ تر ۶ ساعتونو پورې یې اغېز پاتې کېږي.

پر شناخت/ پېژندنه، تفکر او حافظه بد اغېز کوي.

اضطراب او وهمونه ډېروي.

ځينې وخت د  داسې اروايي ستونزو لامل کېږي چې هېڅ جبران نه لري. آن اووه کاله وروسته تر یو ځل کارولو څخه یې د ماغزو په سکن کې اغېزې تر سترګو شوي دي.

ځينې داسې راپورونه هم شته چې تر خوړولو وروسته یې کاروونکو د ځانوژنې او ځان ته د زیان رسولو هوډ هم کړی دی.

مصرفوونکی کس په بې‌اندازې هیجانونو اخته کېږي، ساعتونه ساعتونه کولی شي ونڅېږي او وګډېږي، خو تر یو څه وخت وروسته له تخریبوونکو تجربو او پایلو سره مخ کېږي، لکه ناقراري، پرېښانه افکار، د وجود د تودوخې د کچې لوړېدل، د زړه د ضربان ډېرېدل، د عضلاتو قُلنج، تنده او د خولې وچېدل.

تر دې ټولو بدو پایلو سربېره، د وجود د تودوخې د کچې لوړېدل یې د مړینې لامل کېږي، ځکه چې له یوې خوا یې د وینې فشار لوړېږي، د زړه دربی یې بېنظمه وي، د ځان مالګه او د وجود اوبه یې کمېږي، د بډوډو ستونزې ورته پیدا کوي؛ له بلې خوا د تودوخې د کچې لوړېدل یې ماغزو ته جدي خطر پېښوي چې د مرګ لامل یې کېدای شي.

تر ټولو پايېدونکی بد اغېز یې پر کاروونکي، د تفکر او پرېکړې د وړتیا بایلل دي.

د اوږدمهاله کارونې عمده ستونزې او عوارض یې دا دي:

۱- پوچ پالنه او موخې نه لرل؛

۲- توند خوی او بې پروايي؛

۳- د عضلاتو ستونزې/قُلنج؛

۴- غاښ‌چیچی؛

۵- یوه ټکي ته ځیر کېدل؛

۶- ورزش، ژوند او اړینو چارو ته نه لېوالتیا؛

۷- نوي ملګري لټول او د پخوانیو پرېښودل (یانې ژر ژر بدلول یې).

د تشخیص لاره یې

د تشخیص په‌پار یې (ادرار) او ويښتانو نمونه اخیستل کېږي.

درملنه

د دې لپاره چې د تابلېټ K کارول له انسانه د تفکر، تحلیل او سپړنې ځواک اخلي، نو ځکه خو هېڅ تدواي نه لري. یوازې اروايي ستونزې یې اوږدمهاله درملنه غواړي.

سپارښتنه

ژوند د خدای ج لوی نعمت دی. خوند یې پکې پیدا کړی، غم پکې شته، سرګرداني، راحتي هر څه پکې متعادل او غیر متعادل کېدی شي، خو الله متعال له بنده سره ظلم نه کوي او نه یې کړی دی، دا موږ خپله یو چې د بدبختیو لمنه نیسو. سبحانه تعالی د هیچا پر اوږو هومره بار نه ږدي چې وس یې ونه لري (لا یکلف الله نفسا الا وسعها).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب