پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د ژمي ساړه او د پیتاوي تاوده بحثونه

د ژمي ساړه او د پیتاوي تاوده بحثونه

لیکنه: نعمت الله پټانزی
ژمی د کال له څلورګونو موسمونو څخه یو دی چې هوا پکې سړه وي او خلک یې پر وړاندې د امکان تر بریده له مخکې تابیا نیسي، ژمی چې د کال تر ټولو اوږدې شپې (یلداء) سره پیل کیږي او دری میاشتې دوام مومي چې ورځې پکې لنډې او شپې پکې اوږدې وي، د مني وروستۍ میاشت لیندۍ (قوس) هم کله ناکله د سوړوالي له اړخه د ژمي تر میاشتو کمه نه وي چې ځینې خلک یې د ژمي میراثي میاشت هم بولي، په ژمي کې خلک کورونو کې خونې(تاو خونې) ګرموي ، تنرونه او بخارۍ ګرموي او عبادت ځایونه (جوماتونه)هم پکې ګرم وي، دا چې افغانستان یو کرنیز هیواد دی چې ۸۵% سلنه خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دی چې د ژمي په رارسیدو  او د هوا په سړیدو سره یې ګڼ شمیر خلک وزګار وي له همدې کبله د غونډیدلو پر ځایونو په ځانګړي توګه پر پیتاونو کې زیاتره وخت د نورو موضوعاتو تر څنګ د ژمي پر څرنګوالي (سوړوالي) تاوده بحثونه روان وي چې د ځینو  روایتونو غورچاڼ یې په لنډه توګه دلته بیانوم:
د ژمي لومړۍ ۴۰ورځې یعنې د مرغومې/جدې له لومړۍ نیټې څخه د سلواغې/دلو تر ۱۰مې نیټې پورې لویه څله(چله) بولي او د سلواغې/ دلو له ۱۱مې نیټې څخه د همدې میاشتې تر پایه ۲۰ ورځو ته کوچنۍ څله وایي چې دواړه څلې ۶۰ ورځې یا دوې میاشتې کیږي چې د کابل او شا او خوا اوسیدونکي یې د شصت و شکست (شپیته اوماتې) په نوم یادوي، د خلکو په باور وړه څله د کال تر ټولو سخته او شدیده یخني له ځان سره لري چې د ژمي د غصې (قهر زمستان) په نوم سره هم پیژندل کیږي، کله چې وړه څله تیره شي خپل وروستی زور وهي او ماتیږي چې همدا حالت یې په شصت وشکست (شپیته او ماتې) سره تعبیریږي، له دې وروسته د ماهي/حوت میاشت پیل کیږي چې د دې میاشتې په پیل سره د هوا سوړوالی نسبتاً کمیږي او واورې په ویلې کیدو راځي د شپې لخوا واورې کنګل کیږي چې خلک ورته سورجه وایي او د سهار لخوا سړی کولای شي پرهغه تګ راتګ وکړي، ماشومان زیاتره وخت پر سورجه لوبې کوي چې د هغې له ډلې په واوره ښویدل یې ډیر معمول دي، د ماهي/حوت د میاشتې ۱۵نیټې ته آتشي حوت هم وایي مطلب دا چې د هوا په ګرمیدو سره له لمدې ځمکې تاوونه پورته کیږي ، پولې او پټي وچیدو ته نږدې کیږي خو کله ناکله د ماهي/حوت په میاشت کې ډیر اورښتونه هم کیږي او هوا همداسې سړه ورسره پاتې کیږي چې خلک بیا دا خبره را غبرګوي چې:
حوت را که حوتي کند
موش را در قطي کند
په یوه بل روایت سره ځینې خلک بیا د څلې پیل د مرغومې/جدې له ۱۰مې نیټې څخه بولي او د نوروز تر نهه نیمو پورې یې انګیري چې ټولټال ۸۹ ورځې کیږي چې دا خبره د دري ژبې په یوه بیت کې هم راغلې ده چې وایي:
شمردم من ز چله تا به نوروز
نمانده هیچ؛ جز هشتاد و نه روز
د څلې اړوند یوه عامیانه کیسه شته چې وړه څله لویې څلې ته وایي چې:”تا هیڅ ونه کړل، ما په زانګو کې ماشومان، د میرمنو په لاسونو کې کوزې او د سړیو پښې پر مځکه ونښلولې؛ لویه څله بیا وړې څلې ته په ځواب کې وایي چې: عمر د لنډ او شاته د پسرلی دی(عمرت کوتاه وپشت سرت بهار است)”.
په کابل کې د سلواغې/دلو ۱۸مې ته هژده ګانه ویل کیږي چې د وړې څلې ملا ماتوي چې معمولا په دې ورځ لمر ښه ځلیږي، کله چې د ژمي موسم پای ته ورسیږي او نوی کال په نوروز سره پیل شي نهه نیمې ورځې نوره هم هوا سړه وي چې په دې ورځو کې د ورښت امکان هم ډیر وي چې دا موده د چړو بړو په نامه سره هم شهرت لري ، کله چې چړې بړې پای ته ورسیږي هوا ماتیږي او سوړوالی یې کمیږي چې بیا سړی کولای شي په آسانۍ سره له یوه ځای څخه بل ځای ته تګ راتګ وکړي نو له همدې امله دي چې خلک دا دري ژبې اصطلاح (بیت) زیات کاروي چې وایي:
نه روز بعد از نوروز
هم شب برو هم روز
(پای)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب