شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د قوشتیپې کانال په جوړولو کې له چا نه وېریږو

مجاهد: د قوشتیپې کانال په جوړولو کې له چا نه وېریږو

تاند: ( شنبه، د دلوې ۲۹مه )  د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې دوی د قوشتیپې کانال په جوړولو کې له چا نه وېریږي.

هغه په یوه ټلویزوني مرکه کې د یاد شوي کانال د جوړولو د چارو پيل د خپلې ادارې له لویو لاسته راوړنو وباله او زیاته یې کړه، چې مخکیني نظام د ځینو هېوادونو له ډاره د ډېرو امکاناتو د لرلو ترڅنګ د دغه کانال د جوړولو چارې نه پيلولې.

ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې په یوه تازه راپور کې د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د یاد شوي کانال د جوړیدو په سر د اړیکو د ترینګلتیا وړاندوینه شوې ده.

اکانو ميسټ خپرونې په یوه تازه راپور کې ويلي، چې د طالبانو د ادارې له لوري د قوشتيپې کانال افغان کروندګرو ته د ګټې ترڅنګ ازبکستان سره د طالبانو د ناندريو سبب ګرځي.

يادې مجلې لیکلي چې ازبکستان د پنبې د کروندو د خړوبولو لپاره په آمو سیند تکیه کوي، خو د قوش تپې کانال کيندل کولای شي د دغه سیند د اوبو اندازه کمه کړي.

د دې مجلې په اساس، د پنبې کښت په ازبکستان کې د کارموندنې او وارداتو اصلي سرچینه ده او د سیند د اوبو کمښت د دې هیواد پر ياد شوي صنعت منفي اغیزه کوي.

له دغه راپور خپریدو وروسته ، د عبدالرشید دوستم ویاند بشیر احمد ته ینج په یوه ټلویزوني مرکه کې د قوشتیپې کانال د جوړیدو مخالفت کړی، چې د خلکو توند غبرګون یې پارولی.

د دوستم منتقدانو نوموړی او ډله یې د افغانستان پر ځای د ازبکستان ګټو ته ژمن ګڼلی او د طالبانو اداره یې د دغه کانال د جوړولو په هڅو ستایلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب