شنبه, مې 18, 2024
Home+د نالوستو او کم لوستو افکار، په متقابلو تحلیلونو ژوندي وي

د نالوستو او کم لوستو افکار، په متقابلو تحلیلونو ژوندي وي

عزت الله عابد
انسان یو داسې موجود دی چې د حالاتو  او پدیدو جاج اخېستلو ته اړمن دی. دغه چاره په ذهن ترسره کېږي او دا ذهنیت دی چې زموږ ټولې کړنې د هغه په میل سوق کېږي.
د ذهن د روزنې لپاره انسان اړ دی چې د یو چا له تحلیل او تفسیر څخه پوهه (علم) ترلاسه کړي. د لومړنیو زده کړو مرحله تر ټولو حساسه برخه ده چې د زده کوونکي اړوندان یې باید په روزنه او پالنه کې ډېر دقیق اوسي، ځکه د همدغې برخې روزل شوي/ اخېستل شوي افکار او ذهنیت جامد حالت خپلوي او د زده کړو وروستي مراحل د لومړنیو زده کړو تر سیوري لاندې ترلاسه او پیاوړي کېږي.
انسان که څه هم ازاد پیدا شوی، خو د روزنې په مرحله کې له دغه نعمت څخه تر ډېره بې برخې وي په دې اړوند خودمختاري هغه وخت ترلاسه کولای شي چې زیات نه زیات هر اړخیز علم ترلاسه کړي.
د وګړو د مختارۍ کچه د هغو د علمیت کچې پورې تړلې ده، ځکه خو د اسلام مبارک دین په راوایاتو کې د علم حاصلول یو ضروري او حتمي اړخ ګڼل کېږي، تر څو انسان وکولای شي د ښو او بدو تفکیک وکړي؛ ځانته یوه مستقله او منل شوې لاره انتخاب کړي چې په دنیا او اخرت کې کامیابه او سرفرازه اوسي.
له بده مرغه کم لوستي او نالوستي انسانان تل د لارورکو او نابیناوو په شان سرګردانه وي او تل د نورو په پل قدم اېښودو سره د لار موندولو هڅه کوي. ارواښاد محمد صدیق پسرلی په دې باب وايي:
نورو پسې تګ ســړی خړ مخی کړي
ګرد د لارې ګوره د شپونکي پر مخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب