د پښتونخوا د مشهور څېړونکي ډاکټر وقارعلي شاه نوی کتاب «پښتون مجله د تاریخ په رڼا کې» چاپ شو.
په دغه کتاب کې د ۱۹۲۸نه تر ۱۹۴۷پورې د پښتون مجلې د چاپ شویو ګڼو تاریخي ارزونه شوې ده.
په دغه کتاب کې، په شلمه پېړۍ کې د پښتنو د ویښتیا لپاره د پښتون مجلې د هڅو ارزونه شوې ده.
ډاکټر وقار علي شاه د پښتونخوا له مشهورو څېړونکو څخه دی، چې اثارو ته یې په مهمه سترګه کتل کیږي.