جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرد ایراني شاعر احمد شاملو شعر/ ژباړه احمد جاوید صدیقي

د ایراني شاعر احمد شاملو شعر/ ژباړه احمد جاوید صدیقي

اوښکې راز دى

موسکا راز دی

عشق راز دی

د هغې شپې اوښکې مې د عشق موسکا وه

کیسه نه یم چې ویې وایې

نغمه نه یم چې ویې لولې

غږ نه یم چې وا یې ورې

یا داسې څه چې ویې وینې

  داسې څه چې پرې پوه شې

زه ګډ درک یم

 فریاد مې کړه

ونې له ځنګل سره خبرې کوي

واښه له صحرا سره

ستوري له کهکشان سره

او زه له تا سره خبرې کوم

نوم دې راته ووایه

لاس دې راکړه

خبره دې راته وکړه

زړه دې ماته راکړه

ښه مې پېژندلې یې

ستا په شونډو مې ټولو شونډو ته خبرې کړي

او لاسونه دې زما له لاسونو سره اشنا دي

په  یوزایتوب کې مې تا سره ژړلي

د ژوندیو لپاره

او په تیاره هدیره کې مې له تا سره ویلي

تر ټولو ښکلي سرودونه

ځکه چې د سږ کال مړي

تر ټولو مین ژوندي و

لاس دې ماته راکړه

لاسونه دې ماسره اشنا دي

له ډېرې مودې وروسته تاسره خبرې کوم

لکه توپان له وریځو سره

لکه واښه له صحرا سره

لکه باران له سیند سره

لکه الوتونکي له پسرلي سره

لکه د ونې او ځنګل خبرې

ځکه ما ته پيژندلې یې

ځکه چې زما

ستا له غږ سره اشنا دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب