Homeخبرونهد ممتازولي افغان جناره خاورو ته وسپارل شوه

د ممتازولي افغان جناره خاورو ته وسپارل شوه

خبریال: داودجبارخیل

د سندرغاړي ممتاز ولي افغان جنازه د دوشنبې په سهار ١١ بجې د پېښور د اخون درويزه په هدیزه کې خاورته وسپارل شوه.

د ممتاز ړلي د جنازې په مراسمو کې د پښتونخوا دوه سندرغاړو ګدون کړي وو.

د وتلي هنرمند استاد شاه ولي افغان زوی استاد ممتاز ولي افغان د یکشنبی په ورځ په پېښور کې د تل لپاره د 45 کالو په عمر مخه ښه وګړه ارواښاد له يوې اوږدې مودې راهسې د سرطان یا کينسر په مرګونې ناروغۍ اخته و.

د جنازې په مراسمو کې د پښتونخوا دوو سندرغاړو راشد احمد خان يوسفزى او د خيال محمد استاد کشر زوی شهزاد خيال ګدون کړي وو.

ممتاز ولي افغان یو لوی موسیقار و او پښتو موسیقۍ ته یې ډیر خدمت کړی و.
ممتاز ولي افغان د خپل پلار غوندې په موسیقۍ کې ځان ته ښه نوم درلود، او د سندرو ویلو ترڅنګ یې د سندرو لپاره کمپوزونه هم جوږړول او د موسیقۍ استاد بلل کېده.

د ممتاز ولي افغان پلار استاد شاه ولي افغان په اتیایمه لسیزه کې له افغانستان څخه د خېبر جمرود سیمې ته ګډه شوی و، وروسته کاناډا ته ولاړ خو ممتاز ولي افغان په پېښور کې پاتې شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...