شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپه بلوچستان کې پر څو انتخاباتي مرکزونو او کمپاینونو بریدونه شوي

په بلوچستان کې پر څو انتخاباتي مرکزونو او کمپاینونو بریدونه شوي

تاند (سې شنبه، د دلوې ۱۷ مه) په داسې حال کې چې په پاکستان کې انتخاباتو ته دوې ورځې پاته دي، پر انتخاباتي کمپاینونو او احتمالي رای مرکزونو بریدونه زیات شوي دي.

پرون (دوشنبې) په بلوچستان ایالت کې د پاکستان د پیپلز ګوند د کمپاین پر دفترونو او درو احتمالي رای مرکزونو بریدونه وشول.

که څه هم امنیتي چارواکي د بریدونو له کبله امنیتي ځواکونو ته د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه له څه ویلو ډډه کوي خو وايي چې درې ماشومان ټپیان شوي دي.

تازه بریدونه د بلوچستان په مستونګ، خاران او حب سیمو کې شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي چې دا بریدونه، چې له لاسي بمونو پکې کار اخیستل شوی و، د رای ورکولو درې مرکزونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.

په تیره يوه اوونۍ کې د بلوچستان د مرکز کوټې په شمول په لسو ولسوالیو کې تر پنځه ویشتو زیات بمي بريدونه او چاودنې شوي، چې يه پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او تر شل ډېر نور ژوبل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب