یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنړیوالو موسسو په افغانستان کې د ورښتونو پر کموالي اندېښنه وښوده

نړیوالو موسسو په افغانستان کې د ورښتونو پر کموالي اندېښنه وښوده

تاند (سې شنبه، د دلوې ۱۷ مه) د وروستیو ورځو له ورښتونو سره سره پنځو نړیوالو موسسو اندېښنه ښکاره کړه چې افغانستان به سږ کال کې د لږې واورې د اورېدلو له کبله له وچکالۍ سره مخامخ شي.

د سیف دي چېلدرن او اسلامي ریلیف موسسو په ګډون دغو پنځو نړیوالو موسسو پرون (دوشنبې) په یوه ګډ بیان کې ویلي چې په سږني ژمي کې تر دې دمه ډېره لږه واوره اورېدلې او دا اندېښنې یې زیاتې کړي چې له درې کلنې پرله پسې وچکالۍ وروسته ښايي د اوبو کمښت دوام وکړي او په بشري او پرمختیايي برخو کې د افغانستان بشري بحران نور هم زیات شي.

تر وروستیو واورو او بارانونو مخکې د چاپیریال متخصصانو وویل چې سږنی کال د ورښت د کموالي له نظره په تېرو ۳۰ کلونو کې ساری نه لري.

که څه هم د وروستیو ورځو واورو او بارانونو یو څه هیلې غوړولي خو دې ته په کتو چې په جدې میاشت کې واورې ونه ورېدې، لا هم تشویش شته چې سږنی کال به د افغانستان د کرنې لپاره ناوړه کال وي.

د کندوز په شمول په ځینو ولایتونو کې للمي کښت په وخت د ورښت د نه کېدو له کبله وچ شوی دی.

د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم د ادارې- اوچا مشر په تېره لیندۍ میاشت کې ویلی و، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه د نړۍ په لسو ډېرو زیانګالو هېوادو کې شپږم دی خو د دې ستونزو پر وړاندې د مقابلې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.

د پنځو نړیوالو موسسو په بیان کې ویل شوي چې په افغانستان کې د اکتوبر د لومړۍ او د جنورۍ د ۱۵ ترمنځ د تېر کال د همدې مودې پرتله یوازې له ۴۵ څخه تر ۶۰ سلنې پورې ورښتونه شوي دي.

دغو موسسو د چاپیریال د متخصصانو په قول په خپل بیان کې خبرداری ورکړی چې د روانې فبرورۍ او راروانې اپریل میاشتو ترمنځ له معمول څخه د تودوخې د لوړې درجې اټکل کېږي.

اکثره کروندګر، په تیره بیا په جنوب لوېدیځه حوزه کې د ورښتونو کموالي اندېښمن کړي دي. دوی وايي چې تر مځکې لاندې اوبو سطحه نوره هم ټیټه شوې او په ګڼو سیمو کې ژور څاه ګان نور بیخي وچ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب