شنبه, مې 18, 2024
Home+کره خبرې| متقاعدجنرال دولت وزیري

کره خبرې| متقاعدجنرال دولت وزیري

کره خبرو ته غوره خبرې، سپینې خبرې، سوچه خبرې، لنډې خبرې، د تاثر څخه ډکې خبرې، خالصې خبرې، صافی خبرې، سنجول شوې خبرې هم وايې.

په بل روایت کره خبرې هغه سوچه، سنجول شوو او ښه فکر ور باندې شوو خبرو ته ویل کیږي، چې هیڅ غلطي او یا تیروتنه پکې وجود ونه لري.

متلونه، لندۍ، معقولي، لنډې کیسې، لنډ شعرونه، د لویانو خبرې، طنزې خبرې، ځینې ټوکې او داسې نورې هم د کره خبرو په ډله کې کې شمیرلی شو.

که دغه متلونو ته « غل په غره کې نه ځايیږي»٫ «پوره ورک دې کړل دوه کوره»٫ او یا دا چې «که غر لوړ دی پر سر يې لار ده» وګورو، د متلونو تر څنګ کره خبرې هم ورته ویلی شو.

په همدې ترتیب ځینې ټوکې لکه:«هههههههه په کور کې يې د موږک لکۍ نه سپیره کیږي، خو خبرې يې فیل نه شي وړلای.» داسې ټوکې هم په کره خبرو کې راځي، ځکه وايې:« په هره ټوکه کې یو څه رښتیا پراته وي.» چې د رښتیا برخه يې کره خبرې دي.

ځینې طنزونه هم کره خبرې کیدلای شي لکه:«د ملا خیال دې زه حنان لکه ویښته کړه – یه غلت شوم کله موی هسې مئين شته».

که وګورو لنډۍ خو ټولې کره خبرې دي، په هره لنډۍ کې یوه نړۍ مطلب ځای شوی وي لکه:« زما جانان ګل د کدو دی – ادو بدو دی په بازار يې خرڅومه»

شعر هم د کره خبرو څخه جوړ وي لکه:« چې غوټې پسې وهي په لاس به درشي – چا ویل چې په درياب کې ګوهر نشته»

کره خبرې د پیړیو، پیړیو د زیار پایله ده. چې له یوه نسل څخه بل نسل ته او بیا تر موږ را رسیدلې دي.

لکه:
۱ – «ډیر واوره او لږې خبرې وکړه»
ځکه چې غوږونه دوه او ژبه یوه ده.
حضرت محمد ص فرمايې«ډیره ښه صدقه د ژبې ساتنه ده.»

۲ – «که غواړي چې والوزي نو ځانته د علم وزرونه وکړه،»
ځکه هغه مرغۍ چې وزرونه لري په لړزانده ښرانګه هم سندرې ویلی شي.
ځکه وايې:
خر چې څومره بې تمیز دی، چې بار وړي هومره عزیز دی.
پوهه ده چې انسان ته قوت ور کوي او په ټولنه کې يې د درناوي وړ ګرځوي.
حضرت علي رض فرمايې,« پوهه به دې بریالی کري او جهالت به دې تباه کړي.»

۳ – «که غواړي چې تل بریالی وي، پر خپل ځان متکي اوسه،»
ځکه په نړۍ کې هیڅ پیښه اتفاقي نه ده.
وايې:
په غښتلي هوډ هر ځای ته رسېدلای شو. هغه څه چې هدف ته رسول کوي، پر ځان باور او قوي اراده ده، نه هیله او ارزو.

۴ -,« که غواړي چې منزل ته ورسیږي مینه وکړه،»
ځکه چې بې مینې زړه د بوسو کندو او سترګې يې ړندې وي.
رحمان بابا وايې
څه حکمت د یار په مینه کې رب کیښود
چې عاشق لره هم درد او هم دوا شوه

۵ – «سپیڅلی پوهه په سپیڅلو زړونو کې ځای نیسي،»
ځکه چې د کامل ایمان خاوند په ژبه اقرار کوي، خو تصدیق يې د زړه کار دی.
وايې,:
اقرار باالسانی، تصدیق بالقلب

۶ – «که په جګړه کې د لويانو زامن ومري، جګړې به ډیر ژر پای ته ورسیږي،»
ځکه د لويانو له زامنو لویان جوړیږي او همدا بېوزلي دي چې د میږیانو په څیر د پښو لاندې مري.
فرانسوي خبره ده وايې:
یوه کس له بل څخه وپوښتل، چې آیا د جنرال زوی مارشال کیدلای شي؟ هغه وویل: نه ځکه چې مارشال هم زوی لري.

۷ -« هغه ډیر ښه او ښکلی سړی دی، خو چې د بوجۍ خوله يې خلاصه نه وي»
ځکه چی هر څوک خپل ارزښت په خپله ټاکي.
وايې:
هر چا ته په لومړیو لیدنو کې د هغوی د قیافي په اندازه او د تللو پر وخت د هغوی د پوهې سره سم چلند وکړه.

۸ – « موسکا او خندا ژوند ښکلی کوي، خو په نورو خندل د بدمرغو کسانو کار وي، »
ځکه لويې او غرور د انسان سره نه ښايي.
وايې
قضاوت بینا سترګې، اوریدونکي غوږونه، وژونکې ژبه، پیاوړي ماغزه او پاک وجدان ته اړتیا لري.

۹ – « بې له تمې دوستې تلپاتې وي، ځکه تمه د انسان معقول غرور ماتوي او دوستۍ ته زیان رسوي.»
وايې
که غواړئ چې نیکمرغه وئ، په خپل ځان باور وکړئ او له هیچا څخه تمه مه کوئ.

۱۰ -« په جنت کې هر څه ښکلي دي, ځکه ښکلا د جنت نښه ګڼل کیږي.»
ښکلا د مینې نوم هم دی، ځکه بې مېنې سر تش کدو وي.

۱۱ – « طالع ته په تمه کښیناستل د لټانو او بې د موخو خلکو کار دی،»
ځکه تدبیر اؤ ټینګ هوډ انسان منزل ته رسولی شي.
وايې:
که دې ډیر عمر پکار وي را بیدار شه
په ویدو باندې ټول عمر یک زمان شي

۱۲ -« غوسه د انسان نیم قوت ختموي،»
ځکه د تورې څخه د تدبیر زور ډیر دی.
وايې
غوسه او ویره اسارت را منځته کوي او شجاعت ازادي.

۱۳ -« مینه د هغه چا سره کیږي چې د مینې کولو وړتیا ولري،»/
ځکه د درناوی ځواب درناوی دی.

۱۴ -« لومړی فکر بیا عمل»
ځکه بې له فکره او بشپړ پلان څخه د کار تر سره کول د شګو د بند په معنا وي.

۱۵ – «تدبیر اؤ پر ځان ټینګ باور د بریالیتوب لاره ده،»
ځکه بریا او ناکامي د انسان په وړتیا پورې اړه لري.

۱۶ -« د زړونو ګټل ډیر ستونزمن او له لاسه ورکول يې ډیر اسانه دي.»
ځکه وايې
زړونه مه ماتوه لعل د بدخشان دي
بیا مشکل دي روغول د شکستوو

۱۷ -« پوهه انسان ته د الوتو لپاره وزرونه ورکوي.»
ځکه چې د پوهې په کیلۍ هره تړلې دروازه خلاصیږي.

۱۸ – «که بېوزلي انسانان په خپله بېوزلې له ځانه لرې نه کړي، له نورو تمه کول په دې مانا ده، چې له سیلابه څوک ډوډۍ وغواړي، »
ځکه بېوزلې انسانان شیان په نغدو اخلي او هیڅوک ور باندې باور نه کوي
.
۱۹ – «پر ځان باور د ستونزو د حل لاره ده، »
ځکه له بل څخه تمه د ټولو بدیو مور ده.

۲۰ -« که زاړه د ژوند تجربه لري، خو د ځوانانو په څیر د کار کولو توان په کې نه وي،»
ځکه ځوانان کولای شي چې په ټینګ هوډ په ټولو ستونزو بریالي شي.

۲۱ -« تجربه ترخه وي خو د لارې تعقیبول يې بیا ډیر خواږه له ځان سره لري.»
ځکه چې بریالۍ تجربه له ډیرو ستونزمنو تجربو څخه لابس ته راځي.

۲۲ – « ښه دوست هغه دی چې د ستونزو پر مهال دې دوست پاته شي. د ښو ورځو دوستان د بدو ورځو دوستان نه وي.»
ځکه خو وايې
چې مې د تورو زلفو وار و
جهان مې یار وو بې پروا به ګرزیدمه
او وايې:
یار همغه یار چې د هندارې په څیر که ژاړې در سره وژاړې او که وخاندي در سره خندا بدرګه کړي.
۲۳ -« پوچ سوچونه انسان د تباهۍ کندې ته اچوي خو دا په دې مانا نه ده چې انسانان د فکرکولو څخه منع شي. »
ځکه د بریا لاره د ښه فکر کولو وروسته د منظم پلان جوړول دي.

۲۴ – « د ستونزو حل ډیر زیار ته اړتیا لري، خو ګټه يې د پخو تجربو حاصلول دي.

۲۵ -« ملګرتوب د دوه طرفه سرک په څیر دی،»
ځکه له یوه لاسه ټک نه خیژي.
او وايې
که غواړئ ښه ملګری ولري، په خپله ښه ملګری اوسه.

۲۶ – «که چیرې ټول کارونه د عقل له مخې وشي او خپل وجدان د خپلو اعمالو لپاره قاضي وګمارل شي، په هیڅ صورت انسان له خطاوو سره نه مخ کیږي. »

۲۷ -« انقلاب د سیلاب په څیر مړه او بې حسه څیزونه بې له کومې ستونزې له ځان سره وړي، هغه چې ژوندي او ویښ وي له انقلاب څخه ګټه پورته کوي.»

۲۸ – « ښه ښوونکی او پوه دوست خپلو زده کوونکو او دوستانو ته د فکرونو پر ځای فکر کول ور زده کوي.»
وايې:
به ما نشینی ما شوی با دیګ نشینی سیاه شوي.
او یا دا چې:
که خوشحال سره کښیني څو کاله
دا د غره خټک به واړه شاعران شي
د دې ټولو مانا دا چې:
که له عالم سره ګرځي، که عالم نه شی چړي خو به حتمي در څخه جوړیږي.

۲۹ – « ښه انسان هغه دی چې د نورو د زورولو فکر ور سره نه وي.»
ځکه وايې:
زړونه مه ماته لعل د بدخشان دي
بیا مشکل دي روغول د شکستوو

۳۰ – « نور وبخښه، لوی خدای ج به تا وبخښئ،»
ځکه بخښل د لویانو کار دی او انتقام اخیستل د شیطانانو کار وي.

۳۱ – «هوښیار او باتدبيره کسان بیلا بیل کارونه نه تر سره کوي، بلکې کارونه په بیلابیلو بڼو تر سره کوي.»
ځکه وايې:
په سیند کې په دوو جالو لاسونه کیښودل د تباهۍ سبب ګرځي.

۳۲ -« په سیاست کې هر څه هغسي نه وي، چې په ظاهر کې ښکاري،»
نو ځکه د سیاست په وړاندي ریښتینولي ساده ګي ده او بیا د ریښتینولۍ په وړاندي سیاست له خیانت څخه کم نه دی.

۳۳ -« عجیبه دنیا ده د لوږې به مړ وي، خو د خیرات لوګی به يې له کشمیر څخه ښکاری.»
ځکه وايې:
د خپلې بړستنې سره پښې غځول د هوښیارانو کار دی.

۳۴ -« بې کسه هغه څوک نه دی، چې پلار، ورور نه لري. تمبل او شوم کسان تل بې کسه وي.»

۳۵ – « په درد او غم کې زغم او د دوستانو نه خبرول یوډول مینې ته وايې،»
ځکه اب نادیده موزه کشیدن کار عقل نیست.

۳۶ -« د ستونزو سره ډغرې وهل او له ستونزو څخه نه ویریدل د لوړو انسانانو کار دی،»
ځکه واړه انسانان له ستونزو ویریږي او ډیر ژر خپله لاره ورکوي.

۳۷ – «د پورته تګ لپاره فکر ته اړتیا ده، »
ځکه کله چې منی ونې وځپي، ژمي او ارام ته اړتیا وي چې د پسرلي او نوي ژوند لپاره په بشپړ قوت راپورته شي.

۳۸ -« که غواړئ چې والوزئ ځانته د پوهي وزرونه کیږدۍ،»
ځکه لټ او بیکاره کسان الوتل څه چې د منډو وهلو توان هم نه لري.
وايې:
ډوډۍ چې خامه وي بیا پخیږي، خو انسان چې خام شي تل خام پاته کیږي. نو ځکه د ژوند په هره برخه کې باور جوړونه اړینه وي.

۳۹ -« ډیر کم څیزونه تصادف وي، نور ټول ژوند په زیار او کوښښ پورې تړلی دی.»
ځکه یو چاته د لاتري وتل به تصادف وي، خو بیا د هغو پیسو ساتل او پر ځای يې لګښت پوهي او زیار ته اړتيالري.

۴۰ – « په ځوانۍ کې د خپل شخصیت لپاره کار وکړئ، په سپین ږیريتوب کې بیا شخصیت د تاسو لپاره کار کوي.»
ځکه وايې:
ښه ده ښه ده دا دنیا
چې توښه ده د عقبا

۴۱ -« کوم څه چې په جبر تحمیل شي هغه تل دوام نه کوي، خو په ځینو حالاتو کې د زور کارول اړین وي.»
ځکه وايې:
کږې خولې په سوک سمیږي.
او یا دا چې:
سړي ته خبره خو خره ته کوتک.

۴۲ – « په غلطو دودونو پسې تګ که څه هم د پلار او نیکه څخه را پاتي وي، د جاهلانو کار وي.,»
ځکه همدغه غلط دود او دستور دی چې انسانان تباهۍ کندې ته ور ګذاروي.

۴۳ -« عقل دی چې انسان د تیارو څخه رڼا ته رهنمايي کوي.»
ځکه د انشان او حیوان تر منځ فرق هم یواځې په عقل پورې تړلی دی.

۴۴ -« د مور په پښو کې جنت دی، او مور ده چې د نړۍ ستر کسان روزي.»
ځکه په ټولو ټولنو کې د مور مقام ډیر لوړ دی.

۴۵ -« تر ټولو ښه کار پر ځان باور دی،»
ځکه د ښو انسانانو تر څنګ شیطانان هم شتون لوي.

۴۶ – « ټول ژوند همدغه نن دی، »
ځکه تیر بیرته نه راګرځي او راتلونکي معلومه نه وي. نو له تیر څخه زده کړه، نن ورځ ژوند کول او راتلونکي ته هیله مندي د هوښیارانو کار وي.
مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب