شنبه, جولای 27, 2024
Home+د مېرمن مهوش پر ژوند فلم جوړیږي

د مېرمن مهوش پر ژوند فلم جوړیږي

خبریال: دواود جبارخېل- د افغانستان د مشهورې سندرغاړې استاد مهوش په ژوند فلم جوړېږي.

دا خبره افغان سندرغاړي خلیل راغب پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلې ویلي، ټاکل شوې ده چې دا فلم په راروانه مارچ میاشت کې په کان فېستیوال کې نندارې او سیالۍ ته وړاندې شي.

مېرمن مهوش چې د افغانستان له لومړڼیو ښځیته سندعاړو ده، په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د سندرو ویل پیل کړي دي.

د دې اصلي نوم ګلالۍ فریده دی چې وروسته په مهوش مشهوره شوه، په ۲۱ کلنۍ کې یې په موسیقي غږول پیل کړل او په ۱۹۷۰ لسیزه کې یې د محمد داوودخان د صدارت پر مهال د «استادۍ» لقب ترلاسه کړ.

مهوش د ښوونځي له وخته سندرې ویلې. او د زده کړو له پای ته رسولو وروسته یې په رادیو افغانستان کې سندرې په رسمي ډول موسیقي ته مخه کړه. دې خپله لومړۍ سندره په ۱۳۴۶ کال کې د افغانستان د راډیو په یوه سټوډیو کې ثبت کړه.

استاد مهوش د خپل هنري ژوند په اوږدو کې ۱۵۰۰ صوتي او تصویري سندرې ویلي او په بېلابېلو هېوادونو کې یې کنسرتونه ورکړي دي. په ۲۰۰۳ کې، هغې د افغان ماشومانو لپاره د سندرو او هنري خدماتو په خاطر د اسیا پسیفیک نړیواله جایزه وګټله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب