جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد افغانستان سپینرانو د پاکستان د منډو مخه ونیوله

د افغانستان سپینرانو د پاکستان د منډو مخه ونیوله

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۲ مه) د افغانستان د کرکټ لوبډلې د سې شنبې په ورځ پر سپینرانو یا ورو باولرانو تکیه وکړه او پاکستان ته یې ماته ورکړه.

ابراهیم ځدراڼ او صدیق الله اټل پرله پسې نیمه سلیزې ووهلې، تر دې چې د افغانستان سپینرانو د پاکستان د ژورې توپوهنې لیکه وځپله او د درې اړخیزو سیالیو په دې مسابقه کې یې پاکستان ته په ۱۸ منډو ماته ورکړه.

کپتان راشد خان، محمد نبي او کیڼ لاسي سپینر نور احمد درې واړو یو ځای شپږ ویکټې واخیستې او پاکستان یې په ۹ ویکټو د ۱۵۱ منډو تر حده محدود کړ. دا په دغه ټورنمنټ کې د نور احمد لومړۍ لوبه وه.

ځدراڼ (۶۵) او اتل (۶۴) منډې وکړې. دوی یوه ورځ مخکې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې هم نیمه سلیزې کړې وې، دا ځل یې د ۱۱۳ منډو ښکلې ملګرتیا وکړه. افغانستان په دې سیالۍ کې د ۵ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۹ منډې جوړې کړې.

دا د درې اړخیزو سیالیو څلورمه پرله پسې لوبه وه چې پکې لوبډلو خپلې ټاکلې منډې په بریالیتوب وساتلې. د اماراتو لوبډلې دواړه لوبې د پاکستان او افغانستان پر وړاندې د هدف په تعقیب کې وبایلې.

د حارث رؤف څلور ویکټو پاکستان ته په لومړۍ لوبه کې د افغانستان په وړاندې د ۳۹ منډو بری په برخه کړی و، خو د سې شنبې په ورځ نوموړی ۱۰م نمبر توپوهونکی و چې په ۱۶ توپونو یې ۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې چې دا د پاکستاني لوبغاړو په منځ کې تر ټولو ډېرې منډې وې. د رؤف چټکه توپوهنه ډېره ناوخته پیل شوه، ځکه د افغانستان سپینرانو لوبه تقریباً ګټلې وه او پاکستان یې په ۱۷ اورونو کې په داسي حال کې چې ۹ ویکټونه یې له لاسه ورکړي وو، په ۱۱۱ منډو پورې محدود کړی و.

چټک توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي په پیل کې د لوبې بڼه د افغانستان په ګټه واړوله او د لومړیو اورونو (Powerplay) دننه یې دوه ویکټې واخیستې. نوموړي په خپل لومړي توپ سیف ایوب په صفر کې وسوځاوه.

صاحبزاده فرحان (۱۸) دوه شپږیزې ووهلې، خو د فاروقي په یوه توپ چې له ښي لوري د توپوهونکي لور ته تاو شو او پر آف‌سټمپ ولګېد، کلین بولډ شو.

فخر زمان د ۱۸ توپونو پر مټ د ۲۵ منډو له ښه پیل وروسته نورې منډې ونه کړای شوې، ځکه د افغانستان سپینرانو له دواړو خواوو توپ اچونه کوله. زمان د نبي په توپ اسانه کیچ ورکړ او وروسته کپتان سلمان علي آغا د راشد خان په کمال رن آوټ شو.

حسن نواز د نور احمد په لومړي توپ (چې یو ټیټ فُل ټاس و) توپ ښه نه ولوباوه او په شارټ فاین لیګ کې کیچ شو. محمد حارث بیا خپله د خراب فارم لړۍ روانه وساتله او د نبي پر توپ یې په ډیپ سکوایر کې کیچ ورکړ، چې له دې سره پاکستان په ۱۲م اور کې په ۶ ویکټو ۸۲ منډو ته محدود شو.

راشد خان بیا د محمد نواز ویکټ د پاکستاني توپوهونکي د نیمګړي شاټ په پایله کې واخیست او وروسته یې د شاهین افریدي سټمپونه هم ولړزول، خو رؤف یې د هیټ ټرېک مخه ونیوله. نوراحمد بیا په وروستي توپ اشرف کلین بولډ کړ.

له دې وړاندې، ابراهیم ځدراڼ او اتل د سلو منډو ملګرتیا وکړه، خو د اشرف څلور ویکټې (۴-۲۷) اجازه ورنه کړه چې افغانستان په وروستیو اورونو کې په ازادۍ سره منډې وکړي.

دواړه توپوهونکي هغه مهال یوځای شول کله چې ایوب په پاورپلې کې درې اقتصادي اورونه وکړل او په خپل لومړي اور کې یې د رحمان الله ګربز (۸) ویکټ هم واخیست.

ځدراڼ او اتل له پاورپلې وروسته ملګرتیا ښه پرمخ یووړه، ځکه رؤف او دوه سپینرانو (نواز او صوفیان مقیم) په ګډه اته اورونه بې له ویکټو ترسره کړل او ۹۵ منډې یې ورکړې.

اشرف په وروستیو دریو اورونو کې خپلې ټولې څلور ویکټې واخیستې، چې ځدراڼ او اتل یې په آوټ فیلډ کې کیچ شول او وروسته یې عمرزی او نبي وسوځول، ځکه افغانستان په وروستیو پنځو اورونو کې تېزوالی نه شو راوستلی.

له دریو لوبو وروسته پاکستان او افغانستان دواړه څلور-څلور پواینټونه لري، خو امارات چې د پنجشنبې په ورځ له پاکستان سره لوبېږي، لا هم هیڅ پواینټ نه لري.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو له سیالۍ یوه ورځ وروسته به د پاکستان او اماراتو لوبډلې مخامخ شي او بیا به دوه مخکښې لوبډلې په پایلوبه کې مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب