لیکنه: حمیدالله حمیدي
ډېری کسان سنګاپور د شتنمو خلکو د چکر ځای بولي. دغه کوچنی هېواد، چې اوس خورا شتمن او د پیاوړي اقتصاد خاوند دی، د لیده کاته او سیل لپاره ډېر ښکلي ځایونه لري، داسې چې هره برخه یې په دې ارزي چې سړی یې لیدو ته ورشي. دغه هېواد اوس په ټوله نړۍ کې د ښکلو ځایونو، هوټلونو او قیمته رسټورانټونو په درلودلو سره نړیول شهرت لري. درې اونۍ وړاندې دغه هېواد د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو د غونډې کوربه و. د رسینو د راپورونو له مخې د دې لیدنې له درکه سنګاپور میلیونونه ډالره ګټه وکړه.
د دې هېواد له مشهورو سیمو څخه له ځینو یې دلته یادونه کوو:
۱- مارینا بې سندرز
مارینا بې سندز (Marina Bay Sands) د دې هېواد یو ښکلی او مشهور ځای دی، ګڼ پلورنځي لري، چې نړیوال برانډونه په کې پلورل کېږي. د دې درېیو لوړ پوړیزو ودانیو پر سر کښتۍ ته ورته لوی بازار جوړ شوی، چې د ګڼو حوضونو په درلودلو سره یې ښکلا څو برابره شوې ده. د ویلو ده چې له دې ځانګړي ځای څخه هر څوک لیدنه نه شي کولی، خو د زیاتو پیسو په بدل کې یې بیا لیدل ممکن دي. ډېری فلمي لوبغاړي له دې ځای څخه د خپلو نویو فلمونو د جوړولو لپاره کار اخلي.

۲- بوټاني باغونه
د نبات پېژندنې باغونه (Botanic Gardens) هم په لیدلو ارزي، خو پام مو وي، چې له ګاردنز بای سیمې سره یې غلط نه کړئ. د نبات پېژندنې باغونه لومړنۍ سیمه وه چې د دغه هېواد په نامه په یونسکو کې ثبت شوې ده. په دې سیمه کې داسې ونې هم شته چې سلګونه کاله تاریخي مخینه لري.
۳- د چینایانو کلی
که کوم وخت چین ته تللي یاست او په سنګاپور کې د چینایانو کلی (Chinatown) په نوم دغه کوچنی ښار ووینئ، فکر به وکړئ یو ځل بیا چین ته راغلي یاست. په دغه سیمه کې ټول دوکانونو، هوټولونو او رسټورانټونو کارونه د چینایانو له خوا پر مخ وړل کېږي او سور رنګونه ودانۍ او ګلان یې د چینایي اصیل فرهنګ ښکارندویي کوي.
۴- کوچنی هند او د عربو کوڅه
د سنګاپور یو ښایست په دې کې دی، چې په بېلا بېلو بڼو رنګینې ودانۍ په کې جوړې شوې دي. دغه هېواد د ښو او خوندور خوړو په درلودلو سره نړیوال شهرت لري، خو دغه څه بیا په کوچني هند او د عربو په کوڅه کې ځانګړي دي. هندي ټولنه په سنګاپور کې پخوانۍ مخینه لري. په دغه سیمه کې په هندي سبک جوړه شوې ودانۍ د ۲۰۰ کالو مخینه لري. د سنګاپور اصلي نوم د سانسکرېت د کلمې معادل دی چې د ښارونو د زمري مانا ورکوي. لیدونکي کولی شي په دغه سیمه کې د هندوانو د عبادت مراسم، عبادت ځای او په پراخه کچه هندي پلورل کېدونکي توکي ووني. دغه راز د عربو په کوڅه کې بیا کولی شی د سلطان له جومات څخه هم لیدنه وکړئ، چې په ۱۸۲۵ کال کې جوړ شوی دی. دغه جومات ته د غیر مسلمانو ورتلل منع دي.
۵- اورچاد واټ
ځینې هغه کسان چې ډېر ستمن دي، یوازې د توکو د اخیستو لپاره سنګاپور ته ځي، ځکه په دغه هېواد کې هر ډول توکي او هر ډول برانډ پیدا کېږي. د اورچاد واټ د هر ډول توکو د پېرلو لپاره مناسبې پلورنځي لري. په دې واټ کې ۲۲ لوی او مجلل سوداګریز مرکزونه او ۶ لویې مغازې شته، چې د نړۍ هر ډول محصولات په کې موندل کېږي. دغه هېواد د سیل او ساعترۍ لپاره ګڼې نورې سیمې هم لري، چې په یوه لیکنه کې یې ځایول ستونزمن دي. سنګاپور اوس د نړۍ په کچه یو پرمختللی او پر ځان بسیا هېواد دی.
په نولسمه پېړۍ کې سنګاپور د بد بختۍ اوج ته رسېدلی و.
د فقر، ناروغیو، فساد او جرمونو لپاره بېلګه وه.
دولتي منصبونه هغه چاته ورکول کېدل، چې تر ټولو ډېرې پیسې په یې درلودې، ضوابط پر راوبطو حاکم و.
هغه ځمکې چې وریجې په کې کرل کېدې چارواکو غصب کړې وې.
قاضیانو به خپل حکومونه په پیسو خرڅول.
ټولو به ویل، په سنګاپور کې اصلاحات ناممکن دي.
خو د نوي سنګاپور بنسټ اېښودونکی (لي کي وان یو) وایي ما ښوونکو ته مخه کړه.
ښوونکو په غربت کې ژوند کاوه، د هغوی تنخوا مې لوړه کړه او ورته ومې ویل ((زه دولتي ادارې جوړوم او تاسو راته انسانان جوړ کړئ.))
همغه و، چې سنګاپوره په یوه پرمختللي او متمدن هېواد بدل شو.