جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد هالنډ یوې محکمې حکومت ته امر وکړ چې په کابل کې...

د هالنډ یوې محکمې حکومت ته امر وکړ چې په کابل کې د خپل سفارت افغان ساتونکي راولي

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۲ مه) د هالنډ محکمې حکومت ته حکم کړی چې ۴۲ افغان ساتونکي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنېدو پر مهال یې په کابل کې د هالنډ سفارت ساتلی و، د کورنیو له غړیو سره هالنډ ته ولېږدوي.

د NOS د راپور له مخې، دا ساتونکي د یوه بهرني امنیتي شرکت له لارې ګومارل شوي وو.

د هالنډ حکومت استدلال کړی و چې د دوی د امنیت مسوول نه دی، ځکه چې دولت دوی په مستقیم ډول نه و ګومارلي. خو محکمې دا دلیل ونه مانه. له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، هالنډ په افغانستان کې خپل سفارت بند کړی او بیا فعاله کړی نه دی. افغان ساتونکو بیا بیا غوښتنه کړې چې هغوی دې هالنډ ته ولېږدول شي.

محکمې په خپل حکم کې ټینګار وکړ چې ساتونکي له دوامدارو ګواښونو سره مخامخ دي، ځکه طالبان هغوی د هالنډ همکاران ګڼي. محکمې همداراز د هالنډ پر حکومت نیوکه وکړه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د سفارت د هنګري ساتونکو د ایستلو پرېکړه وکړه، خو افغان ساتونکي یې پرېښودل او دا یې یو “ممنوع توپیر” وباله.

محکمه دې پایلې ته ورسېده چې د هالنډ حکومت د ساتونکو د ساتنې په اړه د پاملرنې دنده نه ده ترسره کړې او “غیرقانوني عمل یې کړی دی.”

اپوزیسیون ګوندونو د حکومت دا پرېکړه ناعادلانه بللې او ویلي یې دي چې هالنډ اخلاقي مسوولیت لري چې افغان ساتونکي خوندي کړي.

پخوانيو ساتونکو په جولای میاشت کې ویلي وو چې لا هم هره ورځ له خطر سره مخامخ دي. یوه تن NOS Nieuwsuur ته ویلي: “اوس چې موږ په خطر کې یوو، تمه لرو چې ژر تر ژره موږ خوندي ځای ته یوسي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب