تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۲ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورتر د افغانستان په ختیځ کې له مرګوني زلزلې وروسته له اسلاماباده وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو پلان شوی بهیر وځنډوي او پر ځای یې تمرکز د دغه هېواد پر بشري مرستو وکړي.
ریچارډ بینیټ دا غوښتنه په داسي حال کې وکړه چې د افغانستان په ختیځ کې له شدیدې زلزلې سره هممهاله پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو نوی پړاو پیل کړ.
ریچارد بېنټ، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی، د دې هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستي ویجاړونکي زلزلې په غبرګون کې له پاکستانه وغوښتل چې لږ تر لږه په موقتي ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.
نوموړي په ایکسپاڼه کې په خپل پیغام کې ټینګار کړی: «په اوسنیو شرایطو کې د یوه خواخوږي او مسوول ګاونډي نښه دا ده چې خپل تمرکز د افغانستان د بشري هڅو ملاتړ ته واړوي.»
ریچارد بېنټ زیاته کړه، د افغان کډوالو د ایستلو ځنډول یوه عاجله اړتیا ده څو د افغانستان پر اغېزمنو خلکو فشارونه کم شي.
د یکشنبې او دوشنبې د شپو ترمنځ د ریښتر شپږ درجې زلزلې د افغانستان ختیځ، په ځانګړې توګه د کونړ ولایت او شاوخوا سیمې ولړزولې او پراخ زیانونه یې واړول. د طالبانو د چارواکو په وینا تر اوسه لږ تر لږه ۱۴۱۱ تنه مړه شوي او تر ۳۱۲۴ زیات کسان ټپیان شوي دي. همداراز په کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان کې زرګونه کورونه وران شوي او یا سخت زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ (UNHCR) د په شمول نړیوالو سازمانونو او موسسو دا زلزله د افغانستان د نورو کړکېچونو، لکه وچکالۍ او د کډوالو د بېرته ستنونې په منځ کې یو بل بحران بللی دی او ټینګار یې کړی چې بېړنۍ مرستې د ګاونډیو هېوادونو جدي همکارۍ ته اړتیا لري.
اسلام او انسانیت څه وایی او زموږ ګاوڼډی حکام څه کوی ؟
ګاوڼډی، مسافر ،مهاجر ،مسکین او فقیر ،محتاج او بی کوره مسلمان او په ټوله کی انسان په نورو څه حقوق لری ټولو ته واضح او کتابونه پرې ډک دی خو مع الاسف زموږ ګاوڼډی جاهل او منافق حکام د ټولو انسانی ارزښتونو پر خلاف احکام صادروی چي :
۱-کور په کرایه مه ورکوی او له کورونو یی وشړی .
۲- اوبه او ډوډۍ مه ورکوی .
۳- پولیس چي د غلو او مفسدینو مجموعه ده په ډیره بی ناموسی او پستی سره ددې منکر اطاعت او خپل دنائت ثابتوی ، غاپی او داړی .
۴- دلته د لوټ شوو مهاجرینو د عودت تر څنګ ،مرګونې زلزلی نور هم د ملت او حکامو مسئولیت او امتحان یی دروند کړ؛ امیر او رئیس الوزرا تر اوسه ندی توانیدلی چي حتی یو پیام د تسلیت ورکړی .
۵- د نجات لپاره فنی پرسونل ،ډاکټران او اهل کار ځای د ندیم په پټاویانو ډک شوی حال دا چي اوس د تعمیر،اصلاح ، خدمت او شفقت دور دی .
۶- څنګه چي ښکاری مفسدو حکامو او خصوصا والیانو په تیره نیمه پیړۍ او بیا خصوصا افسدالناس د جمهوریت د کنړ مومن ملت ته نه خامه لار جوړه کړی او نه د ژوند نورو اهمو اړتیاوو او پوهاوی ته توجه کړی د غلا متخصصینو پروژی او شوکی کړی یا عزیز ذو انتقام خذهم باخذ عزیز مقتدر !
۷- اوس متخصصین او اهل کار پکار دی چي پاتی ګوډ او مات ته په علمی اصولو په مناسب ځایونو کی سرپناه جوړه کړی او مساعدات ضایع نشی.
۸- انحصارګرو باید درس او عبرت اخیستی وی او نور په استغفار او بغارو سره کار اهل ته وسپاری او دوی منحیث خادم خپل ځای وپیژنی او له پیښو په تعقل سره درس او عبرت واخلی او د انحصار ،جهالت او تعصباتو حمر خپل غوجل ته ورستانه ورنه اقرب للتقوی به دا وی چي مردانه وار استعفا ورکړی
۸- تیرو څلورو کلنو وښوده چي د ملت خدمت ایمانداری ،اخلاق او عالی انسانیت غواړی چي کار د ملت ،اهل ته یی وسپاری ؛دا غاصب شیوخ د انسانیت هغه مشخصات ،سالم فهم او سالم تربیت له قلت سره مخ دی کوم چي د یو خادم حکومت عناصر یی غواړی نو فاقد شی به بل ته څه ورکړی یا ایهالمومنون ؟