Homeخبرونهبلوچستان کې چاودنې ۵۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

بلوچستان کې چاودنې ۵۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۲مه) د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په کوېټه ښار کې د ځانمرګي برید له امله ۱۷ کسان ووژل شول او ۳۶ نور ټپيان شول.

دا چاودنه د بلوچ یو ځايي مشر د تلین نمانځنې په مراسمو کې شوې ده.

سرچینو دا چاودنه ځانمرګی برید بللی او په وینا چې په دې مراسمو کې د بلوچو د سیاسي ګوند مشر، اختر منګل او د خیبر پښتونخوا یو بل سیاسي مشر، محمود خان اچکزی هم وو، خو دوی ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې یا کس په غاړه نه دی منلی.

بلوچستان د پاکستان یو له هغو سیمو دی چې وخت ناوخت پکې پر پاکستاني پوځیانو بمي چاودنې او وسله‌ول بریدونه کېږي.

د یادونې وړ ده چې، څو ورځې وړاندې هم په بلوچستان کې د چاودنې له امله ۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې وسله‌وال بریدونه، بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه په بې‌سارې توګه زیات شوي او په خیبر پښتونخوا کې یې د نا امنۍ په تړاو اندېښنې پیدا کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...