Homeخبرونهپښتونخوا کې نا پېژانده وسله والو ۷ تنه ووژل

پښتونخوا کې نا پېژانده وسله والو ۷ تنه ووژل

‏تاند(چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۲مه) د خیبرپښتونخوا په کُرمې ولسوالۍ کې پر یوه موټر ناڅرګندو وسله والو ډزې کړې دي.

د راپورونو له مخې، په دغه وسله وال برید کې ۷ کسان وژل شوي چې هویت یې لا نه دی څرګند شوی.

په پښتونخوا کې ایالتي یا سیمه ییزو چارواکو هم تر اوسه رسمي څه نه دي ویلي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، تر اوسه د دغه وسله وال برید مسوولیت کومې

‏د خیبرپښتونخوا په کُرمې ولسوالۍ کې پر یوه موټر ناڅرګندو وسله والو ډزې کړې دي.

د راپور له مخې، په دغه وسله وال برید کې ۷ کسان وژل شوي چې هویت یې لا نه دی څرګند شوی.

په پښتونخوا کې ایالتي یا سیمه ییزو چارواکو هم تراوسه رسمي بیان نه دی ورکړی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، تراوسه د دغه وسله وال برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې کُرمه په وروستیو کې د سختو مذهبي او توکمیزو شخړو شاهده وه، چې لږ تر لږه قابو شوې وې.

د یادونې وړ ده، چې په کُرمې ولسوالۍ کې د انجمن فاروقیه او انجمن حسینیه، چې د سني او شعیه ټولنو استازیتوب کوي، دغه برید غندلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...