جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکونړ کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۴۵۷ ته لوړ...

کونړ کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۴۵۷ ته لوړ شو

تاند(چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۲مه) ‏له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې لپاره د طالبانو د حکومت مسوولان وایي چې، د دوشنبې شپې د زورورې زلزلې له امله په کونړ ولایت کې ۱۴۵۷ کسان مړه او ۳۳۹۴ نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې ویاند یوسف حماد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې زلزلې له امله ۶۷۸۲ استوګنیز کورونه هم په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.

حماد زیاتوي چې، دې زلزلې د کونړ د نورګل ولسوالۍ په مزار درې او د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې ډېر کسان اغېزمن کړي او لا هم د زیانمنو د ژغورنې عملیات دوام لري.

د دوشنبې شپې سختې زلزلې د کونړ سربېره د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمېر برخې هم ولړزولې چې، له امله یې لسګونه کسان او مړه ټپیان شول او سلګونه استوګنیز کورونه یې په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ کړل.

د کونړ غمیزې د نړۍ په لر او بر کې خلک خواشیني کړي او یو شمېر هېوادونو، نړیوالو مرستندویه بنسټونو او سازمانو د نغدي او لومړنیو بشري مرستو اعلانونه کړي چې تر اوسه د هند، ایران او خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت مرستې رسېدلې دي.

دغې زلزلې کابو ۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې ده.

2 COMMENTS

  1. هند د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په دوهمه نیټه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته چې په سیمه کې وشوه، افغانستان ته بیړنۍ بشري مرستې، خوراکي توکي، خیمې، درمل او د حفظ الصحې کټونه لیږلي دي.

    د افغانستان زلزله (د سپتمبر ۲۰۲۵)
    د مرستې رسول:

    هند د پام وړ مرستې مواد لیږلي دي، په شمول د ۲۱ ټنو اړینو توکو لکه خیمې، د خوب کڅوړې، خواړه، درمل او د حفظ الصحې کټونو.

    د رسولو طریقه:
    مرستې د هند د هوايي ځواک د یوې ځانګړې الوتکې له لارې مستقیم کابل ته لیږدول شوې، چې په وخت سره یې رسولو ډاډ ترلاسه کړ.

    د ۶.۳ درجې زلزلې کنړ او ننګرهار ولایتونه سخت اغیزمن کړل، چې سلګونه کسان یې ووژل او زرګونه یې بې کوره کړل. د هند چټک غبرګون د بشري مرستو لپاره د هغه ژمنتیا څرګندوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب