Homeخبرونهپاکستان افغان محصلینو ته ۴۵۰۰ تحصیلي بورسیې ورکوي

پاکستان افغان محصلینو ته ۴۵۰۰ تحصیلي بورسیې ورکوي

تاند(چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۲مه) د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمیسیون افغانانو لپاره د «علامه محمد اقبال» د درېیم پړاو تحصیلي بورسونو د پیل خبر ورکړی.

دغه کمېسیون نن چهارشنبه، وږي ۱۲مه» په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دې پروګرام له لارې به ۴۵۰۰ افغانان د طب، انجینري، کرنې، مدیریت او کمپیوټرساینس په ګډون بېلابېلو څانګو کې د پاکستان پوهنتونونو ته جذب شي.

د سرچینې په وینا، په دې بورسونو کې محصلانو ته د ژوند بشپړ لګښت، د کتابونو بیې او د لیلیې مصرف ورکول کېږي.

دغه بورسیې په درېوو بېلابېلو کچو لیسانس، ماسټري او دوکتورا کې زده‌کړیال مني.

سرچینه وایي، چې د دې پروګرام موخه د افغانستان د بیارغونې لپاره د بشري سرچینو روزنه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم پراخول بلل شوي دي.

کمیسیون ټینګار کړی چې، دغه طرحه نه یوازې افغان ځوانانو ته د زده‌کړو زمینه برابروي، بلکې د پاکستان د علمي او اکاډمیک مقام د لوړولو لپاره هم یو مهم فرصت دی.

دا بورسونه داسې مهال اعلانېږي، چې بل پلو هند پرون سه شنبه افغانانو ته تحصیلي بورسونه اعلان کړل.

3 COMMENTS

  1. چرګ کم غول یې کم هلته به له دغو کسانو د ای ایس ای جاسوسان جوړ کړي. بس سوډر طالب ضمیر نه لري سي د خپلو لوڼو خوندو په مخ د علم دړې پرانیزي. 😭 یوازي لوطي مدرسې سي ناولتوب جهالت پکې ویل کیږي.

  2. یوه موربازارته د سودا اخستلولپاره وتله نولورته ئي وویل چي ګوره دکوره ونه وزي اوها که چیري دبخت بی بی مور راغله چي کوریوازي پرینږدي ښه په ظیر ئي څاره ، کله چي موردبازارخواته ووتله سمدلاسه دبخت بی بی مورراپیداسوه انجلي ته ئی وویل ولاړه سه دباندي بازي وکړه زه کور ګورم انجلی ورته وویل مورمي راته وویل چي کور ګوره او دبخت بی بی دموره څخه ګوره . اوس نویوښه اوبیېرفه قضاوت په کار دی دیوي خوا انجوني اوهلکان دمکتبونوڅخه باسي قلم ،کتابچه اوکتابونه ئی په مرداروولوکي وراچوي اودوي دمندواوپلرونوڅخه جلاپه لاریوکي اچوي اوپر سرحدئي وسره اوسوځونکي لمر ته بي سرپرسته ایله کوي اواوس دافغانستان برخلګوزړه سوي کوي او(۴۵۰۰ ) تحصیلي بورسونه ورکوي ،که علامه اقبال صاحب دقبرڅخه راپورته سو هغه به هم دخنداشین سي داسي معنی لري لکه قصاب چي پرپسه ترحم کي اوس ئي نه حلالوی خودلاندي وخت ته ئي ساتي یاره زماپه اندچي تر دي ګټي تیرسوپه ګټه به مووي .والله عالم

  3. په پاکستاني ښوونځیو او پوهنتونونو او تعلیمي ادارو کې کې جنسي ځورونه هم یوه پراخه مسله ده، چې په عامه سکتور کې د سروې شویو ۵۰٪ میرمنو د داسې تجربو راپور ورکوي. او د کار ځای کې د ښځو د ځورونې پر وړاندې د ساتنې قانون، ۲۰۱۰ په څیر قانوني چوکاټونو سره سره، پلي کول یې متضاد پاتې دي، ډیری پوهنتونونه د اجباري پالیسیو په غوره کولو کې پاتې راغلي دي. قربانیان ډیری وختونه د قرباني ملامتۍ، ټولنیزې پلټنې او د راپور ورکولو ویره سره مخ کیږي، چې ډیری وختونه د چوپتیا لامل کیږي.
    مهمې مسلې او موندنې
    خپریدل: جنسي ځورونه په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ډیری وختونه پیښیږي، ډیری وختونه عادي کیږي، او ځینې وختونه د قرباني ملامتۍ سره مل وي.
    اداري ناکامۍ: پداسې حال کې چې د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون (HEC) د ځورونې ضد پالیسۍ امر کوي، ډیری د لوړو زده کړو موسسو (HEIs) په بشپړ ډول یې نه دي پلي کړي. د ۲۰۲۵ کال تر وروستیو پورې، یوازې ۸۵ پوهنتونونو د پلي کیدو تایید کړی و، پداسې حال کې چې له ۱۲۵ څخه زیاتو یې نه و پلي کړی.
    کلتوري او ټولنیز عوامل: د کورنۍ عزت، ټولنیزې پلټنې، او د دندې احتمالي ضایع کیدو ویره د ښځو د پیښو راپور ورکولو مخه نیسي.
    د تګ راتګ خطرونه: نجونې ښوونځي ته د تګ راتګ پرمهال له ځورونې سره مخ کیږي، کوم چې د خوندیتوب ویره سره یوځای، د نوم لیکنې کمښت او د زده کړې پریښودو لوړ نرخ کې مرسته کوي.

    په اکاډمیکو باندې اغیزه: جنسي ځورونه یو دښمنانه چاپیریال رامینځته کوي چې د ښځینه زده کونکو او کارمندانو رواني هوساینې او اکاډمیک پرمختګ باندې سخته اغیزه کوي.

    پالیسي او محافظتي اقدامات
    قانون جوړونه: د 2010 قانون امر کوي چې ټول کاري ځایونه او تعلیمي ادارې د شکایتونو د حل لپاره د تحقیقاتو کمیټې رامینځته کړي.

    تنظیمي اقدام: HEC ټینګار کړی چې د دې پالیسیو سره نه اطاعت کولی شي د ادارو په وړاندې تنظیمي اقدام ته لار هواره کړي.

    ډیجیټل خوندیتوب: د پنجاب د ښځو پراختیا څانګه د ځورونې راپور ورکولو لپاره سرچینې وړاندې کوي، په شمول د مرستې لاین (9911).

    د موجوده قوانینو اغیزمن پلي کول او د ټولنیزو چلندونو بدلول د خوندي تعلیمي چاپیریال ډاډمن کولو لپاره خورا مهم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...