مصور اتل؛ د پوهنتون استاد او د سياسي چارو شنونکی
د شانګهای د همکاريو سازمان، د يوې سيمه ييزې ټولنې په توګه د نفوذ د پراخولو په حال کې دی او په نړيوال سياست کې یې وزن او رول ورځ تر بلې ډيريږي. دغه سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چين، روسیې، قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان او ازبکستان په ګډون سره رامنځته شو. وروسته یې هند او پاکستان هم د رسمي غړو په توګه ومنل او ايران ته د غړيتوب تر ورکولو وروسته بیا د نفوس، جغرافیې او اقتصادي ظرفيت له پلوه پر لوی نړيوال بلاک بدل شو چې نږدې نيمه نړۍ یې تر چتر لاندې راوستې ده. د شانګهای د همکاريو سازمان په لومړيو کې د امنيتي همکاريو د پراخولو په موخه رامنځته شو، خو وروسته یې خپلې همکارۍ اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو برخو ته هم ور وغځولې.
افغانستان په ۲۰۱۲م کال کې په بيجينګ کې د ياد سازمان په سرمشريزه کې د ناظر يا څارونکي غړي په توګه ومنل شو خو د يو شمېر دلايلو له کبله یې، چې دلته یې د يادولو مجال نشته،لا تر اوسه نه يوازې دا چې بشپړ غړيتوب نه دی ترلاسه کړی، بلکې له ۲۰۲۱م کال راهيسې د افغانستان په استازيتوب څوک پکې ګډون هم نه کوي. د شانګهای په سرمشريزه کې د افغانستان د استازو نه ګډون په دې مانا نه دی چې د سازمان او افغانستان تر منځ اړيکې په بشپړ ډول شلېدلې او يا افغانستان د شانګهای سازمان د همکاريو له چوکاټه بهر شوی دی. د چين په تيانجين کې د ياد سازمان سرمشريزې وښوده چې افغانستان لا هم د شانګهای د همکاريو سازمان د کليدي شريک په توګه د سياستونو په محور کې واقع دی او د شانګهای سازمان ډير پلانونه، په ځانګړي ډول د اقتصادي او امنيتي سکټورونو اړوند هغه، د افغانستان له ونډې او ګډون پرته نيمګړي دي. افغانستان د خپل ځانګړي جغرافيوي موقعيت له پلوه د منځنۍ اسيا، سويلي اسيا او منځني ختيځ د وصل کړۍ ده. دغه راز د افغانستان ثبات نېغ په نېغه پر سيمه او ګاونډيو هېوادونو، چې مطلق اکثريت یې د شانګهای د همکاريو سازمان بشپړ غړيتوب لري، اغېز ښندي.
په سرمشریزه کې تمرکز پر څه و؟
د چين ولسمشر شي جين پينګ سرمشريزې ته په وينا کې وويل چې غواړي د کمربند او لارې نوښت د لوړ کيفيت پليتابه ته وده ورکړي. هغه دغه راز ټينګار وکړ چې له امنيتي ګواښونو او ننګونو سره د مبارزې لپاره د شانګهای د همکاريو سازمان نړيوال مرکز، له نشه يي توکو سره د مبارزې مرکز او دغه راز د شانګهای د همکاريو سازمان پراختيايي بانک دې ژر تر ژره جوړ شي. ولسمشر شي دغه راز د شانګهای د همکاريو سازمان غړو ته د ستر پور د برابرولو او په لږ پرمختللو هېوادونو کې د ګڼ شمېر پروژو د پلي کولو ژمنه وکړه.
د شي روسي سيال ولاديمير پوتين وويل چې هېواد یې د ۲۰۳۰م کال د ترهګرۍ او توندلارۍ ضد پلان ملاتړ کوي او پلي کولو ته یې چمتو دی. هغه زياته کړه چې په تاشکند کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د شانګهای د همکاريو سازمان د ګډ نړيوال مرکز جوړيدو او په دوشنبې ښار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د مرکز جوړيدو ته هم ارزښت ورکوي او تمه لري چې دغه مرکزونه ژر تر ژره فعاليت پيل کړي.
د پاکستان لومړي وزير د اګسټ په ۳۱مه له چين ميډيا ګروپ سره په مرکه کې وويل چې هيله لري څو د منځنۍ اسيا او سويلي اسيا د اتصال له لارې له اروپا سره متقابل اتصال پياوړی شي. د شهباز شريف په خبره چې چين او د شانګهای د همکاريو سازمان سرمشريزه په دې برخه کې د پام وړ رول لوبولی شي.
د هند لومړي وزير نريندرا مودي بيا د شانګهای د همکاريو سازمان په تړاو د هند ليدلوری چې پر دريو پايو، امنيت، اتصال او فرصتونو ولاړ دی وړاندی کړ. هغه وويل چې د ټوليزې سوکالۍ لپاره سولې او امنيت ته اړتيا ده او په وينا یې چې له ترهګرۍ او سازمان شويو جرايمو سره بايد بې پرې مبارزه وشي. د اتصالاتو په برخه کې یې د چابهار بندر او شمال – لويديځ نړيوال ترانسپورټي کوريډور څخه ملاتړ اعلان کړ.
د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان هم له کمربند او لارې نوښت سره د خپل هېواد د همکاريو پراختيا ته پر چمتووالي او په دې برخه کې د خپل هېواد پر اهميت ټينګار وکړ.
دا هر څه افغانستان ته څه پيغام لري؟
د شانګهای سرمشريزې ته د هېوادونو د مشرانو په خبرو کې که څه هم د افغانستان مستقيمه يادونه ونه شوه خو توافقات یې تر ډيره داسې دي چې افغانستان ترې اغېزمن کيږي، يا یې د پليتابه لپاره د افغانستان ګډون او همکارۍ ته اړتيا ليدل کيږي.
په افغانستان کې د ناامنۍ احتمالي پراختيا د شانګهای د همکاريو سازمان د ټولو غړو شريکه اندېښنه او د دغه ګواښ مهارول د ټولو ګډ مسووليت دی. سازمان د دې اندېښنې د رفع کولو په موخه دوه مهم اقدامات کړي چې په تاشکند کې د ترهګرۍ پر ضد د ګډ نړيوال مرکز او په دوشنبې ښار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د نړيوال مرکز له رامنځته کولو څخه عبارت دي. په تاشکند کې رامنځته کېدونکی نړيوال مرکز به د امنيتي خطرونو څارنه او ارزونه کوي، د سازمان د غړو تر منځ به د معلوماتو شريکول همغږي کوي، د سرحدونو د ثبات لپاره به کار کوي او د امنيتي ننګونو پر وړاندې به ګډ اقدام کوي. د تاجکستان په دوشنبې ښار کې رامنځته کېدونکی مرکز به بيا د نشه يي توکو د قاچاق مخنيوي کوي، په دې برخه کې به د پوځونو او پوليسو تر منځ همغږي ډيروي، د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې به ظرفيتونه لوړوي او له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره به نوې تګلارې جوړوي.
په افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور پر مهال د نشه يي توکو کرکيله خورا پراخه شوه. خو طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د نشه يي توکو پر کښت، توليد او قاچاق سخت بنديزونه ولګول. د بنديزونو تر لګېدو وروسته که له يوې خوا د نشه يي توکو کښت صفر ته نږدې شوی نو له بله پلوه بزګران، چې د ژوند چارې یې د نشه يي توکو پر کرکیلې روانې وې، له سختو اقتصادي فشارونو سره مخ شوي دي. دوی د بديل معيشت پروګرامونو د پليتابه غوښتنه کوي خو حکومت د ورته پروګرامونو د پلي کولو جوګه نه دی. په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د بديل معيشت پروګرامونو په پلي کولو کې همکاري د سيمې ټولو هېوادونو ته ګټه لري. نشه يي توکي نړيواله معضله ده او هواری یې هم نړيوالو همکاريو ته اړتيا لري. په دوشنبې کې له نشه يي توکو سره د مبارزې نړيوال مرکز په دې برخه کې د همکاريو له همغږي کولو سره د پام وړ مرسته کولی شي. له ترهګرۍ او توندلارۍ سره مبارزه د افغانستان او سيمې د هېوادونو تر منځ د همکاريو بل غوره فرصت دی.که څه هم طالبان دا ردوي چې په افغانستان کې دې ترهګرې ډلې فعالې وي او ادعا کوي چې د داعش خراسان څانګې فعاليتونه د افغانستان له پولو بهر تنظيميږي؛ خو د سيمې هېوادونه لا هم د افغانستان له خاورې د ور پېښېدونکو احتمالي ګواښونو په تړاو اندېښمن دي. په تاشکند کې له ترهګرۍ سره د مبارزې نړيوال مرکز د دغه اختلاف په هواري کې مرسته کولی شي.
د اقتصادي همکاريو په برخه کې د چين له لوري د کمربند او لارې نوښت د پراختيا ژمنه او په ياد نوښت کې ورګډېدو ته د سيمې د هېوادونو لېوالتيا د همکاريو غوره فرصت دی. افغانستان چې د سويلي او منځنۍ اسيا د اتصال تر ټولو غوره مسير دی، په ياد نوښت کې د ورګډېدو له لارې خپلې ټرانسپورټي زيربناوې ښې کولی شي. په دې سره نه يوازې د افغانستان اقتصادي ښېرازۍ او پرمختګ ته زمينه برابريږي، بلکې د سويل او منځنۍ اسيا د هېوادونو تر منځ شته ديوال هم پر اتصالي پله بدليږي. د چين له لوري د شانګهای د همکاريو سازمان په چوکاټ کې د سازمان په غړو هېوادونو کې د انکشافي پروژو د پلي کولو ژمنه د افغانستان لپاره بل غوره فرصت دی چې پر مټ یې انکشافي پروژو، په ځانګړي ډول د انرژۍ د لېږد سيمه ييزو پروژو ته د تمويل سرچينې موندل کېدای شي.
د شانګهای د همکاريو سازمان سرمشريزې ته د هېوادونو د مشرانو له ويناوو دا هم څرګنده شوه چې ټول د تقابل پر ځای همکاريو ته لومړيتوب ورکوي. د هند او چين د مشرانو تر منځ دوه اړخيزه ناسته او د چين د ولسمشر له لوري دا خبره چې هند او چين همکاران دي، نه سيالان؛ د افغانستان لپاره د خوښۍ بل زيری دی. د سيمې د هېوادونو تر منځ د همکاريو پراختيا او تفاهم د افغانستان پر ثبات مستقيم اغېز لري، ځکه افغانستان په داسې جغرافيوي موقعيت کې پروت دی چې په سيمه ييزو همکاريو او د يادو همکاريو په چوکاټ کې په پلي کېدونکو ټولو پروژو کې د ونډې د جذب باالقوه وړتيا لري.
د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشريزه کې د تمدني ډيالوګ او کلتوري تبادلاتو د ډيرولو هوکړې هم وشوې چې افغانستان د يادو هوکړو په چوکاټ کې په علمي او کلتوري برخو کې د پام وړ مرستې او همکارۍ جلبولی شي. خو له يادو ټولو امتيازاتو او شته فرصتونو څخه د استفادې لپاره د افغانستان اوسني واکمنان بايد لومړۍ په کور د ننه خپل کار بشپړ کړي. نړیوال بنديزونه، عدم مشروعيت او مشروعيت ته د رسېدو لپاره د لار نقشې نشتون د اوس لپاره پر افغانستان د فرصتونو ټولې دروازې تړلې دي. اوسني واکمنان بايد تر هر څه وړاندې د شانګهای د همکاريو په سازمان کې د افغانستان موقعيت بيا احيا کړي. د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسميت پېژندنه د شانګهای د همکاريو په سازمان کې د افغانستان د موقعيت له بيا احيا کولو سره مرسته کولی شي. د بهرنيو چارو وزارت بايد شته اندېښنو ته ځواب ووايي او د رفع کولو لپاره یې کوټلي اقدامات وکړي. له شک پرته چې د نجونو پر زده کړو بنديزونه، د ټولشموله حکومت او مشروعيت د تعريف پر سر د اوسنیو واکمنانو او نړيوالې ټولنې تر منځ شته اختلاف د ډيرو ستونزو اصلي لاملونه دي. یادو مسايلو د شانګهای د همکاريو له سازمان سره هم د افغانستان پر اړيکو سيوری غوړولی دی. د شانګهای د همکاريو سازمان د پراخو فرصتونو سرچينه ده، خو که د شته اندېښنو د رفع کولو لپاره پر وخت او کوټلي ګامونه پورته نه شي، نه يوازې دا چې شته فرصتونه به ضايع شي بلکې ياد سازمان به پر افغانستان او د افغانستان پر واکمنانو د فشار بله وسيله وګرځي.
ماشاءالله ، ډېره په زړه پورې تحلیلي او هراړخیزه لیکنه ده .
ټولو هغو کسانو ته چې له نړیوال سیاست ، نړیوالو سازمانونو سره علاقه او کار لري او د افغانستان د خارجه وزارت کارکونکو او مشرانو لپاره ډېره ګتوره ده .