شنبه, مې 4, 2024
Homeکلتوریونلیکد کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)

لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک

(۲۱)

زه چي هروخت کندهارته ولاړسم، دوستان اوشاگردان مي په طبیعت راسره پوه دي چي زماله پخوانیوزړوچاپي اوخطي آثاروسره جوړه ده. نو دوی چي هره پخوانی چاپي اوخطي نسخه موندلې وي، ماته ئې د کتلوله پاره راوړي. داکارهم زماله پاره یوه مشغله وي اوهم که له دوی سره ددغوآثاروپه باب څه پوښتني وي، راسره مطرح کوي یې او زه ئې هم دخپل وس په اندازه جوابونه ورکوم. په همدې لړکي لکه وړاندي چي هم یادونه کړې ده، ښاغلي ارماني داسرارالعارفین درې پخواني چاپه راته راوړي ول اوداکتوبرپرپنځمه مي دادرې سره چاپه سرسري وکتل اویاداښتونه مي ځني واخیستل.

اسرالعارفین دملاشیرمحمدهوتک (۱۰۹۲ ــ ۱۱۷۵ هـ ق) تالیف دئ چي دامام غزالي رحمة الله علیه له ځینوکتابو او دغه راز دنورو علماوو له تالیفاتوڅخه ئې مطالب په پښتونظم ژباړلي دي.اول چاپ ئې دبمبئي په محمدي مطبع کي په ۱۳۲۹ هـ ق = ۱۹۱۱ع کي چاپ سوی دئ. شروع ئې داسي ده :

صدهــــــــــزارثناســــــــبحانه           پـــــــــــــه هزارهــــــــزارلسانه

چه ستاذات لــــــــره سزا وي           ستاخوښي پکښې پیداوي

ازلي و ابــــــــــــــــــــــــدي وي       لامقطوعه سرمـــــــــدي وي

……………………………    ………………………………….

هـــــــــــــــم لاحده وي لا عده          له غریبه شـــــــــــــیرمحمده

په پای (۴۱۲مخ) کې خاتمة الطبع راغلې ده. هورې ئې لیکلي دي :

” … کتاب مستطاب جامع احکام ومسایل دینی اعنی اسرارالعارفین که فی الحقیقت کنزیست ازکنوزاسرار رحمانی مترجم بزبان افغانی منتخب ازبعضی تصانیف امام همام حجة الاسلام محمدغزالی وغیره رحمهم الله ازعلماء ومؤلفان ذوی الافهام تالیف نموده مقبول بارگاه صمدجناب مولانامولوی شیرمحمدصاحب سلمه الله الواهب متوطن قندهار قوم هوتکی ….”

داسرارالعارفین په دغه چاپ (۳۶۸ ــ ۳۶۹مخو) کي دنکاح اوواده تر بحث وروسته دصحبت رموز راغلي دي چي دلهجې په صراحت کي ئې دخوشحال خان خټک لارپاللې ده.

له اسرالعارفین سره دهمدغه ملاشیرمحمد (تجویدالافغانی) او (بحث المیت)هم یوځای چاپ سوی دئ. دتجویدمخونه ئې ۵۲ دي اوپه دغه وروستي مخ کي ئې داسي راغلي دي :

” تمت تجویدالافغانی ملاشیرمحمداخوندزاده هوتکی قدس سره العزیز بتصحیح حقیرمیراحمدبن ملافضل احمدمرحوم کاکری پشاوری ….”

(بحث المیت) ترتجویدوروسته (له ۵۲ مخ وروسته)راغلی دئ اوپای ئې پر(۸۰ مخ) ولاړدئ چي په دې حساب ئې دمخونوشمېراته ویشت کېږي. اوپرهمدې ځای اسرالعارفین هم پای ته رسېږي. دټول کتاب

خاتمه داسي ده :

” تمت الکتاب بعون الملک الوهاب . الحمدلله که درین زمان کتاب مستطاب اعنی اسرارالعارفین مع رساله تجویدافغانی ورساله تجهیز وتکفین ارتالیف ملاشیرمحمداخوندزاده هوتکی قدس سره العزیز باهتمام تام علی بهائی وشرفعلی تاجران کتب ومالکان محمدی بمبئی درمطبع محمدی بزیور طبع آراسته گردید. پرنټر عبدالحسین ملا قمرالدین”.

داسرارالعارفین بل چاپ دپېښورپه قصه خواني بازارکي دمیان حاجي محمد و عبدالخالق په فرمایش چاپ سوی دئ. دتجویدکتابت ئې “محمدسعیدپشاوری” کړی دئ اودنورکتاب اصل کاتب داسي ښوول سوی دئ :” په قلم دبادشاه خان پښتون زبرخیل برسوات ارکوټ سره اولیکلی شه” ۵۰ ــ ۷ ــ ۱۷

دریم چاپ ئې دهمدغه” میان حاجی محمد و عبدالخالق تاجران کتب پشاور” له خوادئ چي کتابت ئې ” جمعه ۴ ماه الرجب المرجب ۱۳۸۰ هـ مطابق ۲۳ دسمبر ۱۹۶۰ع” کي سرته رسېدلی دئ.

دملاشیرمحمدنورآثارچي پرهمدغه اسرارالعارفین،تجویدافغاني او رساله میت برسېره موږته معلوم دي، عبارت دي له :

ــ شرح اشعارمستخلص الحقایق

ــ دقصیده بُرده پښتوترجمه

ــ شمایلنامه

ــ کشف الاستارفی حل مغلقات شرح وقایه

ــ معجزات

ــ مناجاتونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب