سه شنبه, مې 14, 2024
Homeروغتیاڅنګه د سترګو د نظر د کمېدو مخنیوی وکړو

څنګه د سترګو د نظر د کمېدو مخنیوی وکړو

د سترګو د نظر ناروغي ظاهراًه دوه ډوله ده چې ځینې خلک د لرې شیانو په لیدو کې تکلیف لري او ځینې نور بیا د نژدې شیانو د لیدو په وخت کې د تکلیف سره مخ وي.

د نظر کمېدل ډېر لاملونه لري چې ځینې یې دا دي: مطالعه، دایمی سردرد، سخت زکام ، کمه رڼا، ډېره تېزه رڼا، دوړې، لوګي او یا ډېرغمونه.

موږ ته په کار دي چې تل د مطالعې په وخت رڼا له پاسه او یا هم د شا له لورې ځانته برابره کړو څو د رڼا وړانګې زموږ د سترګو ګاټو ته مخامخ نه شي. د سترګو ګاټو ته د وړانګې یا شعاع مخامخ کېدل له سترګو څخه د اوښکو د بهیدو باعث کېږي.

بله مهمه خبره دا ده چې د مطالعې په وخت باید کتاب ځانته د ۲۲ سانتي متره څخه ډېر رالنډ نه کړو، ځکه چې له ۲۲ سانتي متره لنډ کتاب مطالعه کول د سترګو درد پیدا کوي؛ دغه کار بیا د سترګو د نظر د کمېدو باعث کېږي. د دې ترڅنګ باید په کړوپه ملا مطالعه ونه کړو خکه چې د ملا درد ورسره پیدا کېږي.

د دې لپاره چې د سترګو د نظر د کمېدو د ناروغۍ څخه مو ځانونه ساتلی وي، باید هغه خواړه وخورو چې وېټامین ای لري.

وېټامین ای په خوږو مرچو، د هګۍ زیړو، حبوباتو، ګازرو او تازه سبو کې شته.

محمدمبین هڅاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب