چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeروغتیاله جنسي اړيکو وروسته د مېرمنو غوښتنې څه وي؟

له جنسي اړيکو وروسته د مېرمنو غوښتنې څه وي؟

ژباړن: ساحل منګل –

يادونه:جنسي اړيکې هغه څه دي چې هر انسان ورسره نه شلېدونکې اړيکه لري او په دې مسايلو پوهېدل د ژوند ضرورت دی. د خلکو د پوهاوي لپاره دا ډول ليکنې پکار دي څو په دې برخه کې په هغه څه پوه شي چې له امله یې ستونزې راولاړيږي .(ژباړن)

په اروپا کې د يوې سروې یا نظرپوښتنې په تر څ کې له څو ډلو مېرمنو څخه پوښتنه وشوه چې له جنسي اړيکو یا کوروالي وروسته کوم کارونه خوښوي. په دې څيړنه کې بېلابېلو مېرمنو خپل نظرونه ورکړي چې له يو بل سره توپير لري خو زيات ځوابونه په لاندې برخو کې ورکړل شوي وو.

۱ – په غېږ کې نيول:

تقريبا ټولې ښځې دا غواړي چې له جنسي اړيکو وروسته د خپل خاوند له خوا په غيږ کې ونيول شي. په غيږ کې نيول، لاس اچول او لوبې کول ښځو ته ډير ښه احساس ورکوي. مګر که ډېر ستړي ياست او د دې کارونو د کولو توان نه لرئ نوصرف د خپلې مېرمنې لاسونه وموښئ او څو خبرې په مينه ورته وکړئ او بيا ویده شئ.

۲ – یوازې پرېښودل

يو شمېر مېرمنې داسې هم دي چې له جنسي اړيکو وروسته هيڅ دول جسمي او عاطفي احساس نه لري. دغه مېرمنې وايي چې دومره تحريک شوې چې له هغې وروسته هر ډول تحريک ته ليوالتيا او امادګي نه لري. دوی غواړې چې له جنسي اړيکو وروسته يوازې پرېښودل شي، نو لازمه ده د هغوی دغه غوښتنه درک کړئ.

له دا ډول ښځو څخه تر جنسي اړيکو وروسته وپوښتئ (حالت مو څنګه دی؟ کومه ستونزه خو به نه وي؟ کوم څه ته به اړتيا نه لري؟ او له دې وروسته یې د نيم ساعت لپاره ارامه پرېږدئ څو نورمال حالت ته راشي .

۳ – خبرې کول:

ډير خلک له جنسي اړيکو وروسته ډير ستومانه شوي وي او د بل کار د کولو توان نلري، خو ځينې مېرمنې غواړي چې له جنسي اړيکو وروسته ورسره خبرې وشي. مېرمنو ته هغه خبرې په زړه پورې وي چې د جنسي اړيکو نيولو په وخت کې تېرې شوې وي او ښه به دا وي چې د مقابل لوري خبرو ته ډير غوږ ونيول شي.

ټول خلک له انزال وروسته دا خوښوي چې ویده شي. دا يوه طیيعي خبره ده. ولې مقابل لوري ته هم پاملرنه وکړئ چې ستاسو خوا ته پريوځي څو د دې فکر ونکړي چې تاسو يوازې د ځان په فکر کې ياست نه د هغو په فکر کې.

۴ – دوهم ځلي لېوالتیا

ځينې وخت دا هم امکان لري چې له جنسي اړيکو څخه وروسته د دوهم ځل لپاره د مېرمنې ليوالتيا راپورته شي نو هغې ته اجازه ورکړئ چې ستاسو سره ولوبيږي او ستاسو ليوالتيا هم راپورته کړي.

مګر که چېرې د عمر د زياتوالي او يانورو ستونزو له امله نه شی کولای د دوهم ځل لپاره کوروالي وکړئ نو لږ استراحت وکړئ او مقابل لوری په ډير هنر سره پوه کړئ.

7 COMMENTS

  1. پر دې موضوع زه کومه تبصره نه لرم.مګر نه پوهېږم له کومي لاري مي دغه پوښتنه تر ډاکتر صیب سباوون پوری ورسوم ترڅو چي ځواب دهمدي سایت له لیاري ترلاسه کړم.
    پوښتنه:دخولې بدبویي یو ځوروونکی مرض دی چي هم مصاب شخص او هم یې متعلقین ورڅخه ځوریږي. عوامل او علاج یې؟
    دتاند عزتمنو! هیله ده چي دا پوښتنه مي تر قدرمن داکتر صیب پوري ورسوئ. بریالی اوسئ.

    • وروره زه یو نظر لرم، هیله درته مفید تمام شی.
      د خولی د بد بویی لپاره سهار وروسته له ډوډۍ او ماخښستن مخکی له بیده کیدو د غاښونو برس استفاده کړه او بله ډیره مفید طریقه هغه هم د مسواک استعمال دی چی حتی د معدی د امراضو لپاره هم ډیره فایده لری.

  2. د خولی بوی لپاره
    لومړی باید لاړ شی د غاښو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ته او غاښونه. ورته وښایه وروسته د کتلو نه. که کوم سوری وی باید تداوی شی هغه نه وروسته په هرو شپږو میاشتو کی باید چی ‌‌‌‌‌‌ډاګتر ستا غاښونه پری مینځی.
    دوهم دا ‌‌‌‌‌‌ډیر ضرور دی.
    دریم مسواک
    څلورم سبایی وروسته د چایو او د شپی د پریوتو وخت کی.
    پنځم ژاوله
    شپږم هرواری د ښځي سره د نږدیوالی وخت کی باید چب غاښونه بورس شی هغه هم په صحی توګه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب