جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتوریونلیکد کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)

لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک

(۲۲)

خوزه چي کاناډاته راورسېدم، ښاغلي ارماني دغریبک په قلم دآمنت بالله دیوې پارسي شرحي یودوه مخه کاپي راولېږله چي دغریبک مرحوم په قلم خطاطي سوې ده او مؤلف ئې ” ملاشیرمحمد آخند هوتکی” دئ. ارواښادغریبک پردغه نسخه باندي پخپل یاداښت کي کښلي دي چي د۱۳۶۱ هـ ق کال دروژې پر اووه لسمه ددوشنبې په ورځ ئې د کندهارښارد کاکړو کوڅې (محلې) له “ملاحضرت آخندزاده هوتکی” څخه یوڅوقلمي رسالې راوړي وې چي ځانته ئې نقل ځني واخلي. په دغو رسالوکي یوه رساله همدغه دآمنت باالله شرحه شامله وه چي ” نورالحکم” نومیږي.غریبک لیکلي دي چي درسالوپراول مخ داسي لیکل سوي وه :

” مؤلفه ملاشیرمحمدآخندهوتکی وقرنیة المعلومیة العبارة فیها بعدُمِن وتحقیق بحث العلم مذکورفی الکتب الکلامیة وقدذکرت علی وجه التفضیل تعریفا وتقسیماً فی کتابناالمسمی بنورالحکم حاشیه علی شرح ایساغوجی لسیدشریف . انتهی”

ارواښادغریبک ددغه عبارت په توضیح کي دځان له خواپر زیاته کړې ده چي :

” واقعاًعبارةِ مذکوردرشرح طویل امنت بالله درین مجموعه موجود است حقیرراحاشیه طوفان نورالحکم برمیرازکدام مصنف معلوم نبود حالامعلوم حقیرشدوامادرعبارت شرح امنت ملاشیرمحمدذکر نشده شایدازدیگرجابکاتب مذکورتصنیف ملاشیرمحمدنورالحکم معلوم باشدپس شرح آمنت بالله هم ازمصنفات ملاشیرمحمد خواهد شد فقط”.

په دې ډول دملاشیرمحمدهوتک پرآثاروباندي د”نورالحکم” په نامه یوبل اثرهم زیات سوچي خطي نسخه ئې په کندهارکي له ښاغلي اسدالله ارماني سره خوندي ده.

+++++++++++

په دغه ورځ حاجي نذیراحمدتائي کورته راغی. دی دډاکټربشیرتائي کشر ورور دئ. ډاکټربشیرتائي په جرمني کي اوسي. حاجي نذیراحمد له ځانه سره دډاکټربشیرتائي شعري مجموعه دکتلو له پاره راوړې وه اوراڅخه وئې غوښتل چي سریزه پرولیکم. دامجموعه چي ماوکتله، نوپوه سوم چي داهماغه شعري مجموعه ده چي یووخت ښاغلي جهاني صاحب له ویرجینیاڅخه دایمیل له لاري رااستولې وه. ددې مجموعې ټولي غزلي دتوشیح په ادبي صنعت کي ویلي سوي دي او دهري غزلي دبیتودسرتوري که سره یوځای سي د”زبیده” نوم ځني جوړېږي. د مجموعې غزلي دالفبې پر ترتیب برابري ویلي سوي دي اوټول مخونه ئې ۱۶۴ دي. دترتیب کال ئې ۱۳۹۰ ش ښوول سوی دئ.ددغي مجموعې اغېزه به وه چي ما په هغه وخت کي ” دتوشیح ادبي صنعت په ختیځ او لویدیځ ادب کي” ترسرلیک لاندي یوه مقاله ولیکله اوپه ویبپاڼوکي مي خپره کړه[1].داسي ښکاري چي دغه اوسنۍ مجموعه دشاعرله خوا ښاغلي الحاج فضل محمدپنهان ته هم دکتلوله پاره سپارل سوې ده او هغه یوه لیکنه هم پرکړې ده چي دسرڅوجملې ئې ددغي مجموعې په (۶ مخ) سته او نوره لیکنه ئې ځني ایستلې ده. ددې مجموعې یو دوې غزلي به دشاعر له اجازې پرته له ښاغلو لوستونکو سره شریکي کړم :

زمـــــــــــــاربه په زړه مینه دجـــــــــــــانان را

دخوښۍ پیاله لبرېزه په جــــــــــــــــــهان را

بیماري مي دســــــــــــــــاقي له خُمه واخله

دسره می په شان په خوله مي سره لبان را

یارچي هــــم په خوش آمدپهلونشین سي

لاس مي بر پر رقــــــــــــــــیبانواوهجران را

دحباب په څــــــــــــــېردریاڅپه نوشي کړم

په هرموج کي مي ضعیف بدن ته توان را

هریوخُم چي ئې داســـــتادنورتصویر دئ

زلال څــــــــــاڅکی ئې (تائي) ته دایمان را

++++++++++

زمزمه چي زماشــــــــــــعرخوله په خوله سو

درباب پـــــــــــــــه تارکي ونغښت ترانه سو

بیائې خټه دتنورپه لــــــــــــــــــمبو داغ سوه

جوړمنگی سو ســــــــــم دپېغلوپراوږه سو

یورڼې سترگي مـــــاهی، تېلوکي پوخ سو

دحباب په څېرژوندون ئې پټه خـــــوله سو

داچي تاک زمـــــــــــــــــادزړه تڼاکي خاندي

خپل واښکی ئې دانگــــــــور دانه دانه سو

همېشه چې دســــــــــــــــرولبومی نوشي وه

(تائي) رگ په رگ دعشق په رنځ اخته سو

++++++++

حاجي نذیراحمدتائي دغه رازدمرحوم حاجي معشوق (حاجي ماشک) په باب یولړیاداښتونه هم راوسپارل اوزه ئې دې ټکي ته متوجه کړم چي ماپخپل کتاب (احمدشاهي کندهار) کي د (ماشک سرای) یادونه نه ده کړې. حاجي نذیراحمدتائي اوډاکټربشیراحمد تائي دواړه چي د مرحوم حاجي معشوق (حاجي ماشک) ورېرونه دي،دفضل محمد زامن دمحمدافضل لمسیان اودحاجي محمد ابراهیم هوتک کړوسیان دي. دغه فضل محمد دحاجي معشوق مرحوم ورور دئ. رشتیاهم زما څخه په ” احمدشاهي کندهار” نومي کتاب کي د (ماشک سرای) یادونه پاته سوې ده. دماشک سرای دحضرتجي بابا دسړک په خوله کي دقبلې خواته واقع وو چي وروسته په همدغه سرای کي د محمود طرزي منځنی ښوونځی جوړسوی وو[2]. ددغه ښوونځي یادونه ماپخپل کتاب کي کړې ده. حاجي ماشک په کابل دروازه کي یو کوچنی مسجد هم آبادکړی وو چي موږ دکلمې مسجدباله. دغه مسجد له فرش مسجد څخه لس دوولس دوکانه ختیځي خواته واقع دئ. اوس هم ولاړ دئ. د ماشک په سرای کي یووخت دبورې د توزیع کارهم سرته رسېدی. دغه وخت بوره کاخته وه او دیورازکوپون (ټکټ)له لاري پر خلکو وېشله. یوه محلي شاعر دبورې پر دغه توزېع باندي غزله جوړه کړې وه چي یوڅو بیته ئې زماپه حافظه کي داسي پاته دي :

رابه سي مـــــــــــــړونه دآخـــــــــــــــــــــــري زمانې څخه

دسرپوست بې جـــلاسي وابه نه وړي له بورې څخه

رابه سي مــــــــــــــړونه مېړه وویل ، مـــــــــــــــــــــاینې

پرلوی ســــهاربه غورځې دماشک سرای له به ځې

هــــــــرڅونه چي ئې درکــــــــــــــــړه برابربه ئې راوړې

و دلاک ته چي نـوکښېني نه شرمېږي له چړې څخه

رابه سي مــــــــــــــــړونه دآخــــــــــــــــــري زمانې څخه

دسرپوست بې جلاسي وابه نه وړي له بورې څخه[3]

[1] دغه لیکنه به که دخدای رضاوه، ښاغلي حاجي نذیراحمدتائي ته ورلېږم چي دخپل ورور ډاکټربشیرتائي پرشعري مجموعه باندي ئې دسریزي پرځای ومني.

[2] دمحمودطرزي لېسه اوس دکندهاردزړې عیدگاه محوطې ته نقل سوې ده او هورې ئې نوې وداني ورته جوړه کړې ده. دماشک دسرای پر ځای اوس دوه پوړېزه وداني ودانه ده اوتجارتي مارکېټ دئ.

[3] ددغي غزلي یو دوه بیته ښاغلي حاجي نذیراحمدتائي بل راز راته وویل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب