پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeروغتیامصنوعي هډوکي جوړ شول

مصنوعي هډوکي جوړ شول

تاند- په بریتانیا کې څېړونکو له بنیادي حجرو څخه په استفادې په لابراتوار کې طبیعي هډوکي جوړ کړل.

د ګلاسکو پوهنتون څېړونکي استادان وايي، د کوچینیو وړانګو په مرسته یې بنیادي حجرې په هډوکو بدل کړل.

دا هډوکی په لابراتوار کې جوړ شوی او په درو کلونو کې به د انسان په بدن کې تجربه شي. او ښايي په ۱۰ کلونو کې د نړۍ په ټولو سیمو کې د جراحانو لاس ته ورشي.

حاضردمه د هډوکو د پیوند لپاره د زیانمن شوي انسان له شاتنۍ برخې (خاصره لګن) څخه ټوټې اخیستل کېږي. دا کار ډېر درد لري او ځینې وخت د عفونت سبب کېږي.

 په مصنوعي ډول د هډوکو جوړېدا په دې خاطر ډېره مهمه بریا ګڼل کېدای شي چې ځیني وخت په ترافیکي پېښو کې د انسانانو خورا حساس هډوکي مات مات شي او درملنه یې نه شي کېدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...