د حمزه بابا لاندې بیت مې یوه ورځ ولوست. هغه ورځ مې ټوله ورځ په همدې بیت فکر وکړ، په ډېرو پايلو پسې مې پل واخیست. اخر مې د خوشال بابا په خبره قناعت وکړ.
یو ملګري په یو مجلس کې ویل چې هر مین د خپلې مینې کیسه کوي نو ډېر عاجز وي او مظلومیت یې ډېر په اسانه محسوسېږي. که د هرڅومره سخت سړي له خولې هم د مینې کیسه واورې زړه دې پرې خوږېږي.
زه چې د خپل ملګري خبرې ته وګورم او د مینې اورېدلې داستانونه مې را یاد شي نو فکر کوم هر انسان د واقعي مینې په دنیا کې مفتوح وي او ټول هغه څه مني چې په ده کې شته. په تروړلېدلې مینه ډېر ډبره زړونه موم کېږي او له عاشق سره د خواخوږي دروازې خلاصېږي. شاید همدا وجه وي چې حمزه بابا د میین محبوبې ته وایي:
سپک به وي، شاید چې وي په تا میین
نور دې ووایه وخندل په څه پورې؟
د استاد اجمل ښکلي له خولې مې دا خبره اورېدلې وه چې “کومه ټولنه کې بندیزونه ډېر وي هلته ریا او فریب زیات وي او کوم ځای کې چې بندیزونه او قویدات کم وي هلته صدق او ریښتینولي وي.”
د میین او محبوبې تر منځ په ولاړو دیوالونو کې یو دا هم دی چې زموږ په ټولنو کې مېنه تر توبیخ لاندې ده او مینه کول په ملامتیا کې حسابېږي. د مینې په ډېرو داستانونو کې لولو چې میین له میین کېدو سره له ټولنې لاره جلا کوي او کلي ته شا کوي. قیس هم له مینتوب وروسته په صحرا کې مجنون شو. یا د پسرلي صاحب په خبره:
پېغورونه راځه نور کړو، دستور نوی
مین کله په رفتار د زمانې ځي
سقراط چې په عقلي علومو کې د اخلاقو لومړی معلم بلل کېږي، اخلاق افاقي وبلل او د اخلاقو لپاره یې پنځه اصول وټاکل چې پاکي یا عفت، حکمت، زړورتیا، نیاو او د الله بنده ګي کول دي. دی وایي فرد ته پکار ده چې صادقه او ريښتینی وي. څوک چې ریښتینی او د حقیقت په لټه وي هغه په رواني او عیني ډول د نورو انسانانو حقوق مني.
عاشقان چې د مینې سواحلو ته داخل شول نو ریښتیني شي؛ زړه، خوله او اعمال سره یو کړي او ځان مظلومیت ته وسپاري. په ښکاره د هغو حدودو تېری وکړي چې په ټولنه کې ټاکل شوي وي، ټولنیز پوښلی شخصیت له لاسه ورکړي او رټلی شي. په دې سره معشوقې مخ ترې اړوي او د سپکو ملګرتیا خو نو سپک کوي. معشوقې ځان د ټولنیزو نورمونو سره عیاروي او لا کوشش کوي چې عاشقان یې په هغو کې نغښتي وویني او د دوی سپېڅلتیا ورښکاره شي. سقراط د اخلاقو وچ تبلیغ نه کاوه، هغه دلایلو ته په کتو پدېدې تشریح کولې. ده دا باور درلود چې بدعملي انسانان قصداً نه کوي، که پوه شي چې ښه او حقیقت څه دي نو په غلطه لاره به ولاړ نشي. حمزه بابا هم د معشوق خندا ځکه محکوموي چې عاشق په خپل اصلي شکل ویني او پوهېږې چې عاشق له حقیقت سره ټولنې ته ولاړ دی. که عاشق د خپلې مینې په دنیا کې ولټول شي او یا یې د مینې په لار ټولنې ته راولې نو دی به تر ټولو صادقه انسان وي او اصلي حیله د معشوقې خندا ده چې له څو پردو شاته له حقیقته پټه ده او په معشوق پورې خاندي. عمر خیام هم دا حالت محکوموي او وایي کېدای شي چې تاسې په خپل اصلي شکل ځان راښکاره کړئ نو تر موږ به څو چنده بدتر یاست:
گر می نخوری طعنه مزن مستان را
بنیاد مکن تو حیله و دستان را
تو غره بدان مشو که می مینخوری
صد لقمه خوری که می غلام است آن را
خیسرو چې کله له فرهاد سره مناظرې ته کېنوست نو ترې ویې پوښتل:
نخستین بار گفتش کز کجایی؟ بگفت از دار ملک آشنایی
بگفت آنجا به صنعت در چه کوشند؟ بگفت انده خرند و جان فروشند
بگفتا جان فروشی در ادب نیست بگفت از عشق بازان این عجب نیست
بگفت از دل شدی عاشق بدین سان؟ بگفت از دل تو میگویی، من از جان
بگفتا عشق شیرین بر تو چون است؟ بگفت از جان شیرینم فزون است
فرهاد چې په زړورتیا سره خیسرو ته هغه دلایل وړاندې کړل چې د مینې په نړۍ کې شته او د ریا په پردو کې ندي نغښتي او دا یې ورته ثابته کړه چې ټول هغه څه چې په ټولنه کې شته حیقیقي ندي او حقیقتونه په زړونو کې پیدا کېږي، نو له خیسرو یې برات ترلاسه کړ. خیسرو خکه برات ورکړ چې د ټولنې په تله یې نه وتله. خیسرو د فرهاد په دنیا ور ګډ و نو پوهېده چې حقیقت څه دی. د حمزه سپک مین هم د ټولنې تړون سپک کړی کنه اصله خندا خو په هغو خبرو کې ده چې معشوقې برات پرې وړي.
له سقراط وروسته کانت هم د ټولنې په اخلاقو پسې تله را اخیستې او وایي چې اخلاق (نېکه اراده) ده. که هر کار په نېک نیت وکړې یانې د کار پایله ښه عمل وي نو اخلاق ورته ویلی شو. دی وایي مېړانه، سخاوت، ذکاوت، عزم او حوصله په خپله نېک کارونه ندي، بلکې دا کارونه په نېکه اراده کول اخلاق دي. مثلاً یو جنایتکار به خپل هدف ته د رسېدو لپاره له حوصلې کار اخلي، بل به بیا په پوره عزم سره د یو نا خوښه عمل کولو ته ملا تړي. دلته د دوی اراده مهمه ده نه عمل.
کانت هم میین ته حق ورکړی. د ده نیت مینه ده خو د معشوقې په خندا کې د ده په شخصیت پورې د ملنډو اراده وینو. نو حمزه بابا په حقه دی چې تر وپوښتې ((نور دې ووایه وخندل په څه پورې؟))
خو نیتچه چې هم په اخلاقو خبرې کړې په دې اړه میین ته پوره اختیار ورکړی. دی وایي اخلاق هغه څه ندي چې موږ یې په ټولنه کې وینو او یا ټاکل شوي دي. اخلاق هسې یو تش مفهوم دی، خبره په زور او قوت کې ده. نیتچه اخلاق د غلامانو او بادارانو په اخلاقو وېشلي دي. وایي چې زور درسره وي د اخلاقو معیارونه خپله ټاکلی شې. معشوقې ځکه په میین پورې خاندي چې زورورې دي. د دوی زور دی چې ټولنیز اخلاق هم له دوی سره دي. دی میین ته وایي چې کله د معشوقې دیدن یا صحبت ته ځې نو د ګلانو پرځای لوی ډانګ درسره واخله. ګلان دې د کمزوري نښه ده او په دې ډول دې د مینې سرحدات ندي خوندي.
د نیتچه نظریه مو دلته په ساده ډول راوخیسته. دی د خپلې نظریې د اثبات لپاره ډېر تشریحات او دلایل لري. موږ به بېرته لومړنۍ خبرې ته ور وګرځو او له دې ټولو نظریو سره سره به خبره د خوشال په دي بیت راغونډه کړو:
که د ښکلیو دیدن، مینه ګناه وي
سکه خوشال درست عمر جنایت کا