تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۲۶ مه) د پاناما ولسمشر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له امریکا څخه ۱۱۹ پناه غوښتونکي دې هېواد ته استول شوي دي.
هغه وویل چې دا پناه غوښتونکي د افغانستان، پاکستان، چین او ازبکستان اتباع دي او وروسته به خپلو اصلي هېوادونو ته واستول شي.
د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، خوزې رایول مولینو وویل چې په دوو نورو الوتنو کې به ۳۶۰ نور “غیرقانوني” پناه غوښتونکي هم له امریکا څخه وایستل شي.
تېره اوونۍ د پاناما ولسمشر د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره د کتنې په مهال ژمنه وکړه چې د امریکا له حکومت سره به د اخراج شویو پناه غوښتونکو د منلو او بېرته ستنولو په پروسه کې همکاري وکړي.
د پاناما او امریکا چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي چې پاناما ته څومره افغانان استول شوي او یا ولې استول شوي دي.
امریکايي چارواکو ویلي چې له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم د ورته هوکړو پر سر خبرې روانې دي، چې غیرقانوني پناه غوښتونکي بېرته واستول شي.