Homeخبرونهد سمنګان په یوه جومات کې چاودنې لږترلږه ۴ تنه ټپیان کړي

د سمنګان په یوه جومات کې چاودنې لږترلږه ۴ تنه ټپیان کړي

تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۲۶ مه) په سمنګان ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي چې د سمنګان ولایت د مرکز ایبک په یوه جومات کې د لاسي بم چاودنه شوې ده. حشمت‌الله رحماني رسنیو ته وویل، دوو تنو، چې د سمنګان اوسیدونکي دي، د «شخصي دښمنیو» له مخې په «جوی زندان جومات» کې په داسي حال کې چې خلک په لمانځه ولاړ وو، لاسي بم غورځولی او څو تنه یې ټپیان کړي دي.

د رحماني په وینا، په دې پېښه کې لږ تر لږه څلور لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.

ده دا هم وویل چې حمله کوونکی نیول شوی دی.

حشمت‌الله رحماني همداراز تائید کړه چې دغو دوو کسانو «چره‌یي وسله» لرله. هغه وویل چې دا پېښه تر څېړنو لاندې ده او ټپیان د درملنې لپاره د مزار شریف ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر دې مخکې ځینو رسنیو ادعا کړې وهپه جومات کې لومړی چاودنه شوې او بیا ډزې شوي.

رسنیو د پېښې په نتیجه کې د لسګونو کسانو د ژوبلېدو او وژل کېدو ادعا هم کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...