یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهد م.م. د بندیزونو د څارنې ډله وايي، د داعش غړي د...

د م.م. د بندیزونو د څارنې ډله وايي، د داعش غړي د ترکیې او ایران له لارې افغانستان ته ځي

تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۲۶ مه) د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ډلې ویلي چې افغانستان ته د داعش نوي جنګیالي د ترکیې او ایران له لارې راځي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار د تحلیلیونو د ملاتړ ټیم په خپل تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۴ کال له جون څخه تر ډسمبر پورې موده رانغاړي، ویلي چې داعش د منځنۍ آسیا وګړي، په ځانګړې توګه د تاجکستان اتباع، جذب کړي دي. نویو جذب شویو کسانو ته د افغانستان په بدخشان ولایت کې روزنه ورکړل شوې، او په کونړ او نورستان ولایتونو کې هم د روزنې مرکزونه شته.

راپور زیاتوي چې په افغانستان کې تر شل ډېرې ترهګرې ډلې فعالیت لري، او له دغه هېواده امنیتي تهدیدونه د سیمې او له هغې هاخوا د بې‌ثباتۍ لامل ګرځي.

راپور څرګندوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) بریدونه پر پاکستان پراخ شوي، چې یوازې د دې راپور په موده کې یې له ۶۰۰ زیات بریدونه کړي، چې ځینې یې د افغانستان له خاورې ترسره شوي دي.

راپور زیاتوي:«طالبانو (افغان) تحریک طالبان پاکستان (TTP) ته د لوژستیکي، عملیاتي او مالي ملاتړ زمینه برابره کړې ده.»

د القاعده په اړه، راپور وايي چې دې ډلې هڅه کړې، د افغانستان دننه له غیرافغان الاصله سیمه‌ییزو ترهګریزو ډلو سره همکاري پراخه کړي، چې پکېTTP، د ازبکستان اسلامي تحریک، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک (ETIM/TIP) او جماعت انصارالله شامل دي، او هڅه یې دا ده چې خپل حضور ګاونډیو هېوادونو ته وغځوي.

راپور زیاتوي:«طالبانو (اسلامي امارت) لا هم داسې شرایط برابر کړي چې القاعده وکولی شي خپل فعالیتونه تنظیم کړي، چې پکې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خوندي استوګنځایونو او روزنیزو کمپونو شتون شامل دي.»

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو موجودیت رد کړی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

1 COMMENT

  1. داسې ګومان کیږي ، چې ملګري ملتونه د پنجاب په لودسپیکر تبدیل شوي وي . دا هغه خبرې دي چې منیر اکرم ، د پنجاب نماینده په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پرضد کوي .
    زه نه وایم چې افغان طالبان سم خلک دي . اما ټولې تروریستي او بشریت ضد ډلې ټپلې د پنجاب تر ولکې لاندې محکوم بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې روزل کیږي . هره مدرسه د هغو د روزلو رسمي او علني مرکز دی. د افغانستان د چارواکو د متهم کولو او ملامتولو ضرورت نشته .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...