تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۲۶ مه) د جرمني د حکومت یوه جګپوړي ویاند په برلین کې وویل چې دا هېواد د هغو افغان کډوالو د ایستلو لپاره چې په جرمني کې یې جرمونه کړي، کوم مشخص پلان نه لري.
له هغه وروسته چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېدل، د جرمني حکومت د افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې په عملي کولو کې له ستونزې سره مخامخ دی.
له بلې خوا، په جرمني کې د ځینو افغان کډوالو له خوا شویو بریدونو د جرمني خلک سخت حیرانه او په عین حال کې غوسه کړي دي.
د مونشن تازه پېښه
په وروستي پېښه کې، په مونشن ښار کې یو ۲۴ کلن افغان کډوال خپل موټر د کارګرانو د اتحادیې د غړو پر غونډه ورروان کړ، ګڼ کارګر یې په موټر ووهل، چې په پایله کې یې د یو دوه کلن ماشوم په شمول ۳۶ کسان، ټپیان شول.
د جرمني د حکومت دریځ
د جرمني د حکومت ویاند ستیفن هیبشترایت (Steffen Hebestreit) د جمعې په ورځ وویل:
«که څه هم چارواکي هڅه کوي چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره لاره هواره کړي، خو د هغو کسانو لپاره چې باید وایستل شي، د الوتنو کومه کره نېټه نه ده ټاکل شوې.»
ده په عین حال کې وویل چې تر انتخاباتو مخکې دا احتمال نه ویني چې افغانان دې له جرمني څخه وایستل شي.
خو له نظرپوښتنو ښکاري چې د کډوالو مخالفان اکثریت ترلاسه کوي او هغوی خپلو خلکو ته ژمنه ورکړې چې د بریالیتوب په صورت کې به جنایتکاره کډوال له جرمني څخه وباسي او جرمني ته د نورو کډوالو د ورتګ مخه به ډب کړي.