پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهیو افغان په اتریش کې د خپلې ماندینې د وژلو په تور...

یو افغان په اتریش کې د خپلې ماندینې د وژلو په تور په جرمني کې د تېښتې په مهال ونیول شو

تاند (جمعه، د اسد ۱۲ مه) د اتریش په پلازمینه ویانا کې یو افغان د خپلې میرمنې د وژلو په تور د برلین په هوايي ډګر کې په داسي حال کې ونیول شو چې غوښتل یې له اروپا ته وتښتي.

دا ۳۱ کلن شکمن د پنجشنبې له سهار راهیسې، کله چې د کورنۍ غړو یې میرمن د پلازمېنې ویانا میډیلینګ کې په خپل اپارتمان پر فرش کې مړه وموندله، په تېښته کې و. پولیس وايي چې ښځه په غاړه او سینه په ځلونو په چړه وهل شوې ده.

د قرباني ملګرو د هیوت خبري اژانس ته وویل: “موږ تیره شپه اپارتمان ته راغلو او له پولیسو مو وغوښتل چې دروازه پرانیزي.” “اوس نو ډېر ناوخته دی هغه مړه شوی ده.”

دا معلومه شوې چې ملګرو یې وړمه شپه د قرباني او د هغې د میړه ترمنځ د شخړې راپور ورکړی و.

د اتریش خبري سایټ oe24.at راپور ورکړی چې قرباني یوازې دوې میاشتې په اتریش کې وه او په وروستیو کې یې واده کړی و چې ګومان کیږي یو ترتیب شوی واده و.

میړه یې له ۱۴ کلونو راهیسې په ویانا کې اوسېده او په ۱۷ کلنۍ کې یې له افغانستانه اتریش ته پناه وړې وه.

هغه په ​​اروپا کې له ۷۰۰ کیلومتره سفر وروسته د جرمني پلازمېنې ته ځان رسولی و چې تر نیول کېدو مخکې په الوتکه کې وتښتي.

د شکمن د قتل په اړه پلټنې روانې دي.

داسې ویل کیږي چې د جرمني پولیس به شکمن اتریش ته وسپاري.

دا ډول پر له پسې پېښې سبب شوي چې په یو شمېر اروپايي هیوادونو په ځانګړي ډول جرمني او اتریش کې د افغانانو په اړه د ځايي خلکو ذهنیت منفي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب