دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+مقدس سفر / عزت الله شمسزی

مقدس سفر / عزت الله شمسزی

پنځلسمه برخه

بیت لحم کې د عیسی علیه السلام د زیږېدو ځای

عفواً عفواً وقعت شئ منک…

شاته مې وکتل. اندېښنه مې شوه چې دوی خو چا سره کار نه لري. چې ور وګرځېدم اردني ځوان د غرفې له کړکۍ لاس را وویست او ځمکې ته یې اشاره وکړه.

کیلي مې راپورته کړه:

  • شکراً، شکراً.

په الاقصی جومات کې د سهار تر لمانځه وروسته زموږ د کاروان امیر فیصله وکړه چې سهار چای به ټول ملګري یو ځای وڅښو او بیا به بیت لحم او الخلیل ته لاړ شو. زه تر ملګرو لږ وخته ووتم چې د سهار چای لپاره جلبۍ واخلم.‌ د باندې هوا لږه سړه وه نری جمپر مې له بیک نه راوویست. د جمپر له جیبه د کوټې کیلې لویدلې وه خو ما یې ترنګ وانه ورېد. د الاقصی جومات د دروازې مخې ته د اردن هېواد موظفینو غرفې ایښي دي چې د انګړ دننه امنیت وساتي. لکه دمخه چې مې یادونه کړې ده، پر ۱۹۹۴ کال د اردن او اسرائیلو ترمنځ د سولې تړون وشو چې د هغه تړون له مخې یهودان نه شي کولی د الاقصی جومات انګړ ته د عبادت لپاره راشي‌ خو د ژړا دیوال سره که ګریوان شکوي او که ږیره د چا ورسره کار نه شته.‌ د همدغې پرېکړې په اساس د الاقصی جومات د اردن د وقف په نامه یو بنسټ له خوا اداره کېږي او اسرائیلي‌ عسکر د دروازې د باندې مسوولیت لري، خو  له بده مرغه دوی دغه تړون ته چندانې اهمیت نه ورکوي او زیاتره وخت د جومات انګړ کې هم ګزمې او نیونې کوي. د اردن د وقف اداره بیا له چا سره کار نه لري، خو که څوک ورته مسلمان غوندې ښکاره نه شو له هغوی نه پوښتنې ګرویږنې کوي. په لومړي ورځ چې موږ له طلایي ګنبدې نه راووتلو د الاقصی جومات خواته روان وو چې همدغو امنیتي موظفینو زموږ یو افریقایي ملګری ودراوه، قل هوالله یې پرې تېره کړه. خو هغه غریب قل هوالله دومره په تکلیف او داسې ګډه وډه وویلې چې دوی یې هم هک حیران کړل. که زموږ شاهدي نه وای د یهودي په ټېل کې تللی و. زموږ دا ملګری جیمز نومیږي شاوخوا ۶۵ کلن دی، د عمر په وروستیو کلونو کې مسلمان شوی او داسې ښکاري چې ژبه یې لا هم پر فاتحه او سورتونو نه ګرځي. سره له دې چې موږ سره په دې سفر او د مقدسو اماکنو په لیدلو ډېر خوشحاله ښکاري، خو په خپل تېر عمر هر وخت ژاړي.

خبره لکه چې رانه بله خوا لاړه. زه د لغمانیانو په اصطلاح «ځلوبیو» پسې د زاړه ښار کوڅو ته ووتم، خو هغه دوکان بند و، یو چا راته وویل یوه کوڅه وړاندې بل دوکان دی هغه هم ډېرې ښې جلبۍ پخوي.‌ د کوڅې په خوله کې اسرائیلي‌ عسکر ولاړ وو، زما خورجینې ته یې برګې برګې وکتلې. زړه کې مې ویل که غم نه وي غم به راوړي کرمی دی. دا خورجینه به اخر راته کوم غم راوړي. دا دوه ورځې کېږي زه له ځان سره یو بیک ګرځوم چې په هغه کې مې د اړتیا وړ شیان لکه یو جمپر، چارجرونه، د غاښونو برس او کریم، پاسپورټ، د یاداښت کتابجه او کله کله چې مې بازار کې څه خوښ شي هغه هم بیک ته واچوم. بیک کله کله لږ وپړسېږي او ماته لانجې پیدا کوي.

هوټل کې تر سهارنۍ وروسته د هوټل مخې ته راښکته شوم. ټول ملګري دوه بسونو ته وختل او سهار ۸ بجې مو د بیت لحم پر لور حرکت وکړ. بیت لحم له بیت المقدس یا جیروزلېم نه تقریباً ۱۰ مایله لرې دی، خو د موټرو د ګڼې ګوڼې او چیک پواینټونو له امله نیم ساعت لاره ده. دا ښار د فلسطیني ادارې په ساحه کې دی او هلته چې ځې باید له ډېرو اسرائیلي چیک پواینټونو تېر شې. کله کله په دې چېک پواینټونو کې موټر تالاشي کوي او د قانوني اسنادو پوښتنه کوي. دې وطن کې خلک بیخي سره ویشل شوي دي. د یهودانو قلمرو معلوم دی چې کوم ځای ته تللی او کوم ځای ته  نه شي تللی. همداسې فلسطیني مسلمانان هم دوه ډوله دي. یو شمېر فلسطینیان هر ښار ته سفر کولی شي خو د یو شمېر ښارونو لکه غزه او رام الله اوسېدونکي بیا اجازه نه لري چې ځینو ښارونو ته لاړ شي. له همدې امله پر لارو چیک پواینټونه دي چې د یهودو او مسلمانانو اسناد ګوري. له بیت المقدس نه چې بیت لحم ته ځې پر لاره هر څو کیلومتره کې سرې لوحې لګوي شوي، مساپرو ته یادونه کوي چې دوی به په دومره فاصله کې د اسرائیلو له قلمرو وځي او د فلسطیني ادارې ساحې ته به داخلیږي. بیت لحم ته نږدې د فلسطیني مهاجرو څو کمپونه دي چې له جنګ ځپلو ښارونو دلته کډوال شوي. ددې کمپونو مخې ته ماشومان، ښځې او نارینه لیدل کېږي چې ژوند خراب دی او په مخونو کې یې له ورایه د مایوسیو او نهیلیو نښې ښکاري. د سړک دواړو خواو ته پر شاوخوا غونډیو او دښتو نوي ښارګوټي جوړ شوي چې زیاتره په کې اسرائیلیان دي. مسلمانان په خپلو زړو ابادیو کې دي. زموږ دیو لارښود په وینا چې په تېرو څو کلونو کې دلته په چټکۍ سره ابادي روانه ده او د مسلمانانو ساحه ورځ په ورځ محاصره کېږي. کله چې د فلسطیني ادارې ساحې ته رسېږې یو لوی کانکړیټي دیوال وینې چې د فلسطیني ادارې او اسرائیلو کرښه یې سره بېله کړې ده. زما لپاره پردې دیوالونو هغه نقاشۍ انځورونه او پوسټرونه ډېر جالبه وو چې د جګړې پرضد یې پیغامونه وړاندې کول. که مبالغه ونه کړم دا اوږد دیوال ټول ګرافیکو انځورونو ښایسته کړی دی. پر دیوال داسې نقاشۍ او انځورونه شته چې د فلسطینیانو د ناخوالو او غمیزو لنډې لنډې کیسې کوي. هره نقاشي او شعر یې یو عالم پیغامونه لري او لاروي خبروي چې دې کرغېړن دیوال څنګه کورنۍ سره جلا کړي دي او اوس ددیوال هغې بلې غاړې ته خپل خپلوان نه شي لیدلی.

په بس کې زما شاته صبرینا چې  پاکستانی الاصله امریکایۍ او فاطمه چې د کاناډا اوسېدونکې وه د همدې انځورونو پر ارزښت خبرې کولې. د فاطمې خبرې مې واورېدې چې ویل یې مظاهره، جګړه او ډزې هېڅ یو هم د هنر هومره زورور نه دي. پر دیوالونو دغه انځورونه او شعرونه چې لارویو او لیدونکو ته کوم احساس لېږدوي ددې اغېز که سملاسي ښکاره هم نه شي خو یو وخت به دلیدونکي ذهن کړنګوي. دا د هنر ښکلا او زور دی.

د فلسطینې ادارې ساحې ته چې کله ورسېدو زموږ موټر د دیوال څنګ ته مارکیټ او دوکانونو سره یوه شېبه ودرېدل. ما ځینې لاسي صنایع بیه کړې، پر دوکانونو ډېر رش نه و. دوکاندار راته وویل د رام الله او بیت لحم ترمنځ واټن یوازې ۲۵ کیلومتره دی، خو ډېر داسې خلک شته چې له دې ځایه رام الله ته نه شي تللی او له هغه ځایه دلته نه شي راتللی. یو بل تن راته ویل چې درې کاله کېږي چې بیت المقدس ته نه دی تللی. ویل یې بیت المقدس خو څه کوې چې شاوخوا کلیو ته هم نه شو تللی.. سړکونه پرې شوي دي. حبرون یا الخلیل یوازینی ښار دی چې موږ ورته تللی شو. رام الله ته پر لاره یې دومره تالاشۍ او چیک پواینټونه چوړ کړي چې هلته رسیدل یوه ورځ وخت نیسي. اسرایل لویدیځه غاړه په دریو برخو شمال، مرکزي او سویل ویشلې او د سیمو ترمنځ یې ترانسپورتي لارې هم کمې کړي دي.

تر دې ځای لږ مخکې یو مارکیټ ډوله ځای کې زموږ بسونه ودرېدل. مخامخ کتار دوکانونه وو چې بیکونه، تسبیح جاینمازونه او نور ډول ډول شیان په کې خرڅېدل. دوه درې ځایه مې بیکونه، دستمالونه او ښځینه جامې بیه کړې نرخونه یې لوړ و. د دوکانونو اخر سر کې خلک کتار ولاړ وو. چې پوښتنه مې وکړه ویل یې تشناب دی، که ننوځې پنځه شکله یا معادل یې دوه ډالره باید ورکړې. شکل د اسرائیلو کرنسي‌ ده چې سل ډالره ۳۵۰ شکله کېږي. ماته داسې اندازه ولګېده چې بیت المقدس او دلته که هغه نا مسلمان دي او که مسلمان ټولو سیلانیانو ته دامونه غوړولي دي. هر یو کوښښ کوي تر خپله وسه پرې جنسونه قیمته خرڅ کړي. د دوکانونو مخې ته یوه زینه دویم پوړ کې یو عصري مارکیټ ته پورته شوې ده. دلته د فسټ‌ فوډ یو رسټورانټ هم و چې زموږ ځینو ملګرو په کې برګر واخیستل. ما د مارکیټ‌ په یوه صرافۍ کې پیسې بدلې کړې او بېرته له ملګرو سره یو ځای شوم. ددې لپاره چې سره ورک نه شو او یا په ګڼه ګوڼه کې د لارښود خبرې واورېدلی شو،‌ نو یو ډول ګوشکۍ  headsets یې پر ټولو ملګرو ووېشلې. هغه کلیسا ته چې عیسی علیه السلام په کې زیږېدلی له همدې لارې ورغلو. د یوه اټکل له مخې هر کال شاوخوا دوه میلیونه زیارت کوونکي همدې ښار ته راځي ځکه خو ددې خلکو د عاید سرچینه سیلانیان یا زیارت کوونکي دي. د ځایي خلکو د معلوماتو پر اساس د بیت لحم د نفوسو اویا سلنه مسلمانان او دېرش سلنه يې عیسویان دي، خو شاوخوا ځایونو او نویو ښارګوټو کې بیا اوس تر دوه لکو پورې یهودان میشت شوې دي. دوی هغه ځمکې نیولي چې پخوا د عربانو ملکیت وې. په دغه کوچني ښار کې تر ۳۰ ډېر هوټلونه، تر ۳۰۰ ډېر کورني صنعتونه، هستوګنځایونه او د کډوالو درې کمپونه دي. دلته ۳۱ ښوونیز مرکزونه فعال دي، د لوړو زده کړو لپاره د «بیت لحم پوهنتون» هم شته چې د مختلفو علومو او هنرونو د تدریس لپاره ځانګړي کالجونه لري.

د بیت لحم بازار کې که څه هم موږ ډېر ونه ګرځېدو، خو داسې معلومه شوه چې ډېر لوی بازار نه دی. یوه کوڅه ده چې منځ کې یې پوخ سړک او شاخوا یې دوکانونه او کورونه دي. چېرته چې بسونه ودرېدل هغه ځای ټیټ و. موږ پر سړک پورته غونډۍ ته وختلو چې د عیسی علیه السلام د زیږېدلو ځای وګورو. پر کومه لاره چې دا دوکانونو جوړ شوي ویل کېږي چې دا لاره هم د یونسکو له خوا په کلتوري میراثونو کې شمېرل شوې ځکه بي بي مریم پر دې لاره بیت المقدس ته ډېره تللې او راغلې ده. په دغه بازار کې د جامو او بوټانو څخه نیولې تر خوراکي توکو او سوغاتونو پورې هرڅه پیدا کېږي. ما په کې د کور او دفتر د ډیکوریشن لپاره ځینې واړه واړه زینتي‌ شیان واخیستل. دلته هم دوکانداران لکه د پاکستان او افغانستان دوکانداران جنسونه یو په دوه بیه کوي او که چنې مو ورسره ووهلې نیمایي ته راښکته کېږي. یو بیک راته دوکاندار په درې سوه شکله بیه کړ خو بیا دوه سوو ته هم راښکته شو چې ماته یې دې کار خوند رانه کړ او ترې روان شوم.  دا خو بیا هم دومره بد نه و د بیت المقدس د زاړه بازار یهودان دکندهاریانو خبره ډېر اره مونیان دي هغوی بیخي یو په درې بیه کوي. د سړک پر غاړه پر یوه لوحه Starbacks لوګو وه. زموږ ډېرو ملګرو یې عکسونه واخیستل او ټولو خندل. تر یوې شېبې زه پوی نه وم چې ولې نجونې او هلکان د دوکان د لوحې عکسونه اخلي.‌ وروسته مې پام شو چې دوکاندار په ډېر مهارت سره د سټار بکس نوم په لږ توپیر لیکلی چې د چا خبره ماهرانه درغلي یې کړې وه. ددې لپاره چې ځان د برانډ له لانجې او حقوقي دعوې خلاص کړي Starbucks نوم کې یې له B وروسته A لیکلی و، حال دا چې په اصلي نوم کې له B وروسته د U توری دی. سټار بکس په نړۍ کې مشهوره قهوه خانه ده چې مرکزي دفتر یې د واشنګټن ایالت په سیاټل ښار کې دی. دا بازار که څه هم وړوکی دی خو ګڼه ګوڼه په کې ډېره ده، لامل یې دادی چې بیت لحم د اسلام او عیسویت دواړو دینونو د لارویانو لپاره سپېڅلی ځای دی. د عبراني انجیل په وینا، دا کنعاني ښار د اسراییلو پاچا رحبعام ته منسوب شوی دی. ما په ماشومتوب  کې د بیت لحم نوم د عیسی علیه السلام د زیږون ځای په توګه لوستی و. اوس چې مې بیت لحم په خپلو سترګو ولید په زړه او ذهن کې مې یو ډول عجیب احساس راڅرګند شوی دی. د دې ښار تاريخ د مسيح له پيدايښت څخه شاوخوا ديارلس سوه کاله وړاندې ښودل شوی. کله چې دا سيمه د بني اسرائيلو په دولسو قبيلو وېشل شوې وه، دا سيمه بني بنيامين (د يوسف عليه السلام د کشر ورور بنيامين اولاده) ته ورسېده، نو په همدې سيمه کې د حضرت يوسف عليه السلام د مېرمنې حضرت راحيل او د بنيامين د مور قبرونه هم شته. بیت لحم ته د داود ښار هم ویل کیږي. ځکه یو روایت دادی چې حضرت داود علیه السلام هم په بیت لحم کې زیږیدلی و. د ښار په شمالي څنډه کې هم حضرت داود ته منسوب څاه شته او دلته يې يوه ستره ماڼۍ هم جوړه کړې وه. په همدې پېړۍ کې د دې داودي ماڼۍ نښې هم کشف شوې دي. موږ سره د دې ټولو تاریخي ځایونو د لیدو لپاره کافي وخت نه و، یوازې بیت لحم کې هغه کلیسا ته ورغلو چې عیسی علیه السلام په کې پیدا شوی او د هغه جومات دیدن مو وکړ چې  حضرت عمر (رض)  په وخت کې او د هغه په نامه جوړ شوی دی.

پر غونډۍ چې پورته وخېژې تر څو سوه متره فاصلې وروسته ښی لاسته یوه لویه لاره تاوه شوې چې مخې ته یې د فلسطیني ادارې د امنیتي پولیسو چیک پواینټ دی. تر دې لږ مخکې بیا چپ لاس ته د Church of Nativity یا د زیږون کلیسا ده چې له لویو لویو تراشل شویو تیږو څخه جوړه او دنګ دیوالونه لري. مخې ته یې یولوی میدان دی. د ننوتلو لپاره کومه لویه دروازه نه لري. ټول زیارت کوونکي که هغه عیسویان دي او که مسلمانان په دیوال کې دیوه سوري له لارې کلیسا ته ننوځي. دننه په کې ارامه ارامي وي. مسلمانان او عیسویان ټول په یوه کتار کې او اوږه پر اوږه هغه ځای ته ځي چېرته چې په یوه غار کې عیسی علیه السلام زیږیدلی. د کلیسا دهلیز کې چې لږ مخکې لاړ شې، کیڼې خوا ته یوه وړه زینه لاندې تاکاوۍ غوندې ځای ته ښکته شوې ده. دا په اصل کې هماغه غار دی چې اوس یې د یوې کوچنۍ څلور کونجه تاکاوۍ شکل غوره کړی. په همدې کوچنۍ کوټه کې ښي لاسته دیوه کټ په اندازه ځای دی چې تت څراغونه په کې بل کړل شوي او ویل کېږي پخوا دلته د خرما یوه ونه هم وه، همدغه ځای د عیسی زیږیدنې ته منسوب شوی دی. یو کار چې ماته جالب و هغه دا چې دلته عیسوي ښځو هم د ننوتو په وخت کې سرونه پټول او په ډېر احترام ښکته تلل. عیسویانو دلته سجده کوله او هغه ځای به یې ښکل کړ چېرته چې عیسی مسیح زیږیدلی. ځینې نورو بیا د کوټې کونج کې غلی عبادت کاوه، چا عکسونه اخیستل او ځینې بیا بېرته د وتلو په حال کې وو.

زه په همدې ځای کې یوه شېبه ودرېدم. د قران کریم ځینې ایتونه مې تلاوت کړل. په قرانکریم کې فرمایي: “او کله چې عیسی د مریم زوی وویل: ای بني اسرائیلو! زه تاسو ته د الله جل جلاله له لوري د رسول په توګه راغلی یم او له ما وروسته به د یو داسې نبي زیری ورکوم چې نوم به یې احمد (صلی الله علیه وسلم) وي.”  حضرت عیسی مسیح وروستی پیغمبر و چې بني اسرائیلو ته لیږل شوی و. هغه خپل ملت ته د اخري پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د راتلو زیری ورکړ. ابن جریر په ابن کثیر کې لیکلي دي چې کله پر عیسی علیه السلام باندې انجیل نازل شو نو عمر یې دېرش کاله و او له نبوت څخه درې کاله وروسته یعنی په درې دېرش کلنۍ کې الله تعالی جنت ته پورته کړ.

د قران کریم په دیارلس سورتونو کې عیسی علیه السلام په مختلفو نومونو یاد شوی دی، په ۲۶ ځایونو کې عیسی، ۲۳ ځایونو کې ابن مریم، ۱۱ ځایه مسیح او یو ځای عبدالله. د قرآن کریم نولسم سورت “مریم سورت” د عیسی علیه السلام د مور په نوم نومول شوی چې په هغه کې له ۱۶ څخه تر ۳۵ آیتونو پورې د حضرت عیسی د زیږون کیسه بیان شوې ده. دی هغه الهي‌ پیغمبردی چې خدای پاک له موره پرته له پلاره پيدا کړ. دغسې یوه معجزه خلکو ته عجیبه او د تصور وړ نه وه، نو پر مریم بي‌ بي یې تهمتونه ولګول تر هغې چې عیسی علیه السلام په زانګو کې د خدای جل جلاله په قدرت خبرې وکړې او د مور له لمنې یې د تهمت داغونه پاک کړل.  له هماغې زانګو یې اسرائیلو ته خبر ورکړ چې دې دخدای جل جلاله پیغمبر دی او خلک یې د واحد خدای منلو او عبادت ته دعوت کړل. کله چې ځوان شو خدای جل جلاله تورات ور وښود او انجیل یې پرې نازل کړ. د مړو ژوندي کولو قدرت یې ورکړ چې خپله پیغمبري په ازبات ورسوي، مګر سره له دې ټولو معجزو او ښېګڼو هم بني‌ اسرائیلو دده پر حقانیت سترګې پټې کړې او هڅه یې وکړه چې ویې وژني.

په بیت لحم کې د Church of Nativity یا د زیږون کلیسا  تاریخ ډېر پخوانی دی.  دا کلیسا په ۳۹۹ میلادي کال کې جوړه شوې وه، خو په شپږمه پیړۍ کې د اور لګیدو وروسته خرابه او له سره جوړه شوه. دا په عیسویت کې یو له مقدسو ځایونو څخه شمیرل کیږي. د روم پاچا قسطنطین چې کله یهودیت پرېښود او عیسویت یې قبول کړ نو مور یې هیلین چې یوه مذهبي ښځه وه ډېرو هېوادونو ته په سفر لاړه او د عیسویانو لپاره یې په مهمو او سپیڅلو ځایونو کې کلیساوې جوړې کړې.‌ بیت لحم کې د زیږون کلیسا او بیت المقدس کې د سپېڅلي‌ قبر کلیسا دواړه د عیسی علیه السلام تر زیږېدو څه باندې درې سوه کاله وروسته دهیلن له خوا جوړې شوي دي. کله چې پر ۶۳۷ میلادي کال د اسلام د دویم خلیفه حضرت عمر (رض)  په وخت کې بیت المقدس فتح شو نو هغه عیسویانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی حقوق او امنیت به تامینیږي. حضرت عمر فاروق د بیت المقدس په څېر په بیت لحم کې هم ټول بندیزونه لرې کړل. په دې کلیسا کې یې لمونځ هم ادا کړ، چې تر هماغې ورځې وروسته په ځینو شرطونو سره د غیر مسلمو په عبادت ځایونو کې د لمانځه ادا کول جواز لري. له کلیسا څخه تر وتلو وروسته، موږ د میدان المهد نږدې چوک ته لاړو، چې د منجر چوک په نوم هم یادیږي، بیا د ښار زاړه او تاریخي جومات مسجد حضرت عمر ته ورغلو. دا هغه سپېڅلی جومات دی چې بیت لحم ته د اسلام د دویم خلیفه تر راتګ وروسته په دې ښار کې د هغه په ویاړ جوړ شوی دی.

دلته د اسلامي‌ خلافتونو په وخت کې ډېر جوماتونه او مدرسې جوړې شوې دي‌ او لکه  بیت المقدس تر یوولسمې پېړۍ پورې د اسلامي دولت یوه برخه پاتې شو. پر ۱۰۹۹ میلادي کال صلیبیانو بیت لحم ښار هم د بیت المقدس په څیر ونیو او ډېر مسلمانان یې ووژل. بیا سلطان صلاح الدین د بیت المقدس تر فتحه کولو وروسته د صلیبیانو ناوړه نفوذ پای ته ورساوه او بیت لحم یې هم د بیت المقدس په څېر یو سوله ییز ښار اعلان کړ چې ټول مذهبونه پکې له ازادۍ برخمن وو.

د اروپایی هیوادونو د سازشونو له امله دغه سیمه پر ۱۹۱۷ میلادي کال د بریتانوي ځواکونو تر ولکې لاندې راغله. خو بیا د دویمې نړیوالې جګړې تر پایته رسیدو وروسته د دوی له کنټروله ووتله. پر ۱۹۴۸ میلادي کال د عرب – اسراییلو د جګړې په پایله کې اردن ددې سیمې کنټرول ترلاسه کړ، خو د ۱۹۶۷ میلادي  کال د شپږ ورځنۍ جګړې په پایله کې اسرایلو دا سیمه ونیوله. وروسته د ۱۹۹۵ کال د اوسلو د تړون له مخې بیت لحم د فلسطین ادارې ته وسپارل شو چې تر اوسه یې واک او اختیار ددوی په لاس کې دی.

لکه د مخه چې مې یادونه وکړه دلته ډېر داسې مذهبي او تاریخي ځایونه دي چې باید ولیدل شي خو زموږ ګروپ ډېر ګڼ او مهالوېش مو هر ځای کې د ډېر پاتې کېدو حوصله نه لري. ماته په دې سفر کې معلومه شوه چې له غټې ډلې سره ګرځېدل ډېر وخت ضایع کوي. هر انسان په کې د بېل فکر او سوچ خاوند وي، هر کس د خپلې خوښې ځای کې درېږي، لنډه دا چې د سفر مشر او تنظیموونکو ته هم ددومره خلکو د یو ځای ساتلو کار اسانه نه وي. یو کار چې زه یې لږ خواشینی کړی یم هغه داده چې په یوه ځای کې مو وخت ډېر ضایع کېږي، ځکه زموږ په ډله کې ښځینه، سپینږیري او اوس خو لا یو دوه ناروغان هم شته. که پر لاره ځې نو د هغوی د پلونو په اندازه قدم به اخلې، که کوم ځای دې تر نورو مخکې ولید، نورو ته باید صبر وکړې چې هغوی یې هم وګوري او بیا به یو ځای روانېږې. په هر صورت موږ بیت لحم کې د عیسی علیه السلام د زیږون تر کلیسا وروسته ورو ورو د بسونو خواته وخوځېدو چې الخلیل ته ولاړ شو، خو پر لاره له بیت لحم نه په لږه فاصله کې د مسلمانانو یوه رسټورانټ کې د ډوډۍ فرمایش ورکړل شوی و.‌

دا رسټورانټ په یوه کوچني بازار کې و. د لارې په سر یوه پلازه وه چې ډول ډول توکي په کې خرڅېدل او په دویم منزل کې رسټورانټ او یو کوچنی موزیم و.‌ زه چې کله ورغلم هماغه شوله ډوله مغلوبه وه چې ماته یې پخوا هم چندانې خوند نه و راکړی. د نورو ملګرو نه غلنی لاندې دوکانونو ته ښکته شوم چې د خلکو د ژوند ژواک حال واخلم. د بسونو ترڅنګ یوسف ولاړ و له چا سره یې پر موبایل خبرې کولې. که مو په یاد وي یوسف مې یو ځل مخکې درته معرفي‌ کړی و. دا زموږ هغه فلسطینی لارښود دی چې د اردن او اسرائیلو پر پوله ورسره مخ شوم او له هماغه راهیسې سره ملګري شوي یو. یوسف چا سره په موبایل خبرې کولې،‌چې وزګار شو، ما ورنه پوښتنه وکړه چې ډوډۍ ولې نه خورې؟‌ ویل یې موړ یم. ما ویل زه هم اشتها نه لرم.‌

موږ چې کله په اوله ورځ‌ مسجدالاقصی ته تللي‌ وو، هلته زه د اوداسه لپاره تشنابونو ته لاړم. پر یو دیوال د محمود عباس نوم سره یوه لنډه جمله لیکل شوې وه. د محمود عباس نوم خو مې وپېژند خو په نور متن مې سر خلاص نه شو. ما ته یې د بېښور او لاهور تشنابونه یاد کړل چې هلته هم خلکو پر دیوالونو او دروازو جالب شیان لیکل.‌ له ځان سره مې وویل هر څه چې لیکل شوي خامخا به جالب وي نو راځه یو عکس یې واخله او کله یې پر چا ترجمه کړه. نن چې مې یوسف یوازې او وزګار وموند دا یې راته ښه موقع ښکاره شوه.‌ یوسف ته مې وویل دا څه مانا؟‌

  • ههه دا چېرته و؟
  • دا مې مسجداالاقصی سره خوا ته تشناب کې عکس واخیست.
  • ډېر بلا خلک دي،‌ وایي‌ محمود عباس یو فاسد انسان دی.‌
  • نو دا ولې؟ هغه د فلسطینیانو رهبر دی؟
  • د ټولو نه دی.
  • رښتیا زه هم خبر شوم چې د فتح او حماس ترمنځ‌ له کلونو اختلافات روان دي او دوی کله کله خپلو کې جګړې هم کوي. ددې علت څه دی؟

یوسف یو سوړ اسویلی وکړ. ویل یې دا اوږده کیسه ده او تا راته بیت المقدس کې ویلي‌ وو چې یو بکس دې په کار دی، دلته به ارزانه وي. ما ویل بکس عربستان کې اخلم خو دا اوږده کیسه راته لنډه کړه. یوسف سره چې دا څو ورځې زه غږېدلی یم یو هوښیار او کاکه ځوان دی.‌ په ډېرو مسایلو کې یو ناپېیلی نظر لري‌ او زما په همدې کار خوښ شوی دی.

یوسف سګرټ ولګاوه او یوه توره لوخړه یې له خولې نه فضا ته خوشې کړه. لکه ژبه چې یې پر دې خبرو نه ګرځي.‌ لږ یې هاخوا دیخوا وکتل:‌ فتح او حماس د عقیدې له مخې دوه مخالف قطبونه بلل کیږي. حماس یوه مذهبي ډله او د اوسني انقلاب سمبول دی، چې د بیت المقدس د نیواکګر رژیم پر وړاندې د دوی د جنګیالیو فکر او مقاومت ته اعتبار ورکوي، او فتح یوه سیکولر ډله ده چې له اسراییلو سره د جوړجاړي، ډیپلوماسۍ او لویدیځ سره تعامل ته ترجیح ورکوي. له همدې امله د دغو دوو فلسطيني تنظيمي واحدونو تر منځ د اړيکو شل کلن تاريخ په سياليو او جګړو کې تېر شوی او د تصور پر خلاف د وخت په تېرېدو نه يوازې دا چې د دواړو ګوندونو د اړيکو یخۍ نه ده اوبه شوې، بلکې ورځ‌ په ورځ لا ګنګل کېږي. فتح او حماس د فلسطین د دوو سترو غورځنګونو په توګه په سیاسی ډګر کښې د ستونزو د هواری لپاره د همکارۍ زیات ظرفیتونه لری او په ۲۰۲۲ کال کې یې یو کوښښ هم وکړ خو ځینې داسې مسایل شته چې دغه دوه غورځنګونه یې له یوه او بل نه لرې کړي او د اختلافاتو د نه ختېمدلو لامل دي.

ما ویل دا نو څنګه اختلافات دي چې دوی یې نه شي ختمولی؟‌ د اسرائیلو حکومت ورځ‌ په ورځ‌ قوي کېږي او دوی خپلو کې ځانونه خوري. څه فکر کوې ښه به نه وي چې فتح او حماس دې پر خپلو محاسبو له سره غور وکړي او د فلسطین وېش دې پای ته ورسوي؟

یوسف بیا خپله پخوانۍ خبره په بل رنګ تکرار کړه. د فتح او حماس تر منځ اصلي توپیر د ماهیت توپیر دی، په داسې حال کې چې فتح د تېرې پېړۍ په شپاړسمه لسیزه کې د کیڼ اړخو له قوي نظریاتو څخه راڅرګند شو او د مارکسیستي افکارو تر اغېز لاندې دی. حماس یو مذهبي او ټولنیز خوځښت دی چې له فلسطین څخه راوتلی او له غربي او شرقي افکارو سره هېڅ‌ تړاو نه لري،  بلکې د اخوان المسلمین له فکر سره چې په عربي نړۍ کې اغېزمن دی تړاو لري،  له همدې امله حماس او فتح د یو بل په ژبه نه پوهیږي. بله مسله داده چې د فتح ګوند زیاتره مهم غړي هغه خلک دي چې یا له فلسطین نه بهر اروپایي‌ هېوادونو کې اوسېږي او یا نږدې ګاونډیو هېوادونو کې مهاجرین دي.‌ د دغه غورځنګ ډېری غړي چې په تېره لسیزه کې له خودسرو سازمانونو سره یوځای فلسطین ته ننوتلي، په حقیقت کې په فلسطین کې نه دي زېږېدلي او د وطن پالنې روحیه نه لري. خو حماس د فلسطيني ولس له منځ څخه جوړ شو. دغه غورځنګ د الاقصی جومات په سیوري کې راڅرګند شو او په دې وتوانید چې د فلسطیني ټولنې په کچه ځان معرفي کړي. دوی له ماشومتوبه دښمن له نږدې احساس کړی او له ماشومتوبه یې ورسره مبارزه کړې ده.‌

ما او یوسف خبرې کولې چې یو بل تن هم زموږ خواته راغی. دی د یوسف ملګری دی او  نن له موږ سره یو ځای شوی دی. د یوسف خبرو ته یې غوږ نیولی و. دی هم په خبرو کې راګډ شو. ماته یې مخ راواړوه:

د حماس مشران د هوښیارۍ، فعالیت، فکر او چلند له مخې د فتح له مشرانو سره ډېر توپیر لري. د حماس مشران، هغه که په فلسطین کې ژوند کوي او یا بهر مهاجر دي، د اوږدې مودې زندانونه، شکنجه او تعذیبونه یې زغملي او په مبارزه کې پاخه شوي دي. له مالي او اقتصادي لحاظه دوی د فتح له مشرانو څخه ډېر پاک او ښکلي خلک دي، په داسې حال کې چې د فتح مشران د مالي او اخلاقي فساد جدي قضیې او نورې بې شمېره کمزورتیاوې لري. په یوه ساده مثال کې به درته ووایم، د فتح د مشرانو هیڅ یوه اولاد هم جنګ، وسله او مرګ نه دی لیدلی او د اروپا او امریکا په غوره پوهنتونونو کې یې زده کړې کړې دي، په داسې حال کې چې د حماس اکثرو مشرانو د اسراییلو سره جګړه کې د خپلې کورنۍ یو غړی له لاسه ورکړی دی. د بېلګې په توګه، د محمود عباس دوه زامن په لویدیځه غاړه کې د سوداګرۍ لوی کاروبار لری، په داسې حال کې چې د حماس د مشر محمود الزهار دوه زامن له اسراییلي ځواکونو سره په مستقیمه نښته کې وژل شوي دي.

ددې ځوانانو خبرو خپل وطن ته بوتلم. ماته یې جمهوریت او امارت مخې ته ودرول او تر هغوی دمخه د تنظیمونو مشران، کورنۍ جګړې او هغه بدې ورځې مې ذهن کې وګرځېدلې. زړه مې و چې د خپل وطن ناشولته کیسه ورته تکرار کړم، خو نور ملګري‌ له رسټورانټ‌ نه راووتل او زموږ بسونه د الخلیل خواته روان شول.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب