دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د کابل د سقوط یوه خاطره | دوکتور ازمون

د کابل د سقوط یوه خاطره | دوکتور ازمون

ځه بچو ته به یې هم خوند واخلې
د ۱۳۷۱لمریز کال د حمل باد د ونو څانګې تخنولې، د شګوفو رنګونه د ونو پر مړندونو شرنګېدل، د غوټیو له چوپتیا د شیدو وږمه راخته، د تاکونو سر پرېکړو څانګو ورو ورو ځان غځونو ته برابراوه.
مرغیو د خټین دېوال پرهرونه ګنډل او د نوي ژوند د غږونو رنګونو ته یې ځالې جوړولې. توتکیو پخپلو پستو وزرونو د دالانه ستنې او لاړي د تورو سکرو له خوبه څنډل او د پسرلي سندره یې په خپله سره مښوکه کې نڅوله. د طبعیت مخونه رنګونو ته وږي تږي وو چې یو دم د اخبارونو پر تندي غټو غټو ټکو خولې را پرانستې او د نوی ژوند خبره یې کوله، روغه جوړه لکه نورسه پېغله د زمانې پر پوړیو ښکته پورته کېده. پر ټټر پروت د پالیو زنځیر یې عالمونه پر ځان خبر کړه. د پړکا د وړانګو شور یې د ناشناس په ژبه دا سندره وکرله:
دروند دی امېل
په غاړه یې ته وړې سنګین دی امېل
ټول د زمانې ددنګې د ښایست په غاړه د امېل ټالۍ ته را ټول وو، غاړې او د امېل درونوالي ته لاس تر زنې ناست وو، او ویل به یې چې:
دا غاړه به دا درون امېل وېسي که نه؟
د اخبار د تندي په لیکو کې دا لفظونه پړکېدل چې:
د وطن پر اسمان نوي ستوري پل ږدي، سرې لمبې وژني او پخپلې رڼا للمې خړوبوي، د سیاسیونو بازار تود و، همدا یوه نغاره یې غږوله: نظام بدلېدونکی دی، روغه وشوه.
دا وخت د ګوتو په شمار اخبارونه وو، د روغې جوړې له برکته یې د تورو ټکو پر خولو لګېدلې پټۍ لرې شوې وې، دولتي راډیو او تلویزون په ایکې یوازې سر د روغې جوړې ترانې غږولې.
له شاوخوا نه چې د شنو جنډو او بې ترنګه ترونګه مترنمو لفظونو باد را ولګېد، نو خریلي مخونه په وړیو ډک شول، د پکولونو، لنډو لنډو واسکټونو، امریکايي جمپرونو او برګو برګو دسمالونو بازار وغوړېد. په پیکوالو او شپو خولو د اور لمبې تازه شوې.
د تسبو لړونه اوږده او دانو یې یو بل ته په سیالۍ خوله ورکوله، نا اشنا نا اشنا کمیسونه او پرتګونه را ښکاره شول، څېرې بدلې شوې، هر سړي به ځان مجاهد، مجاهد کاوه …
د حمل باد نوی رنګونه را وټوکول، ددې رنګونو شور ځمکه پر سر واخسته، د غويي توپان د تاند فصل پر مرۍ خوله کېښوده، لړمانو او کربوړو سر را پورته کړ، د کابل په سترګو کې رنګین انځور ورو ورو تت شو، زه د ثور باد په مخه کړی وم چې ببۍ ( مور) له لاسه ونیوم:
ـ پاڅېږه!کاکا دې وویل، ده ته ووایه، یو څو ډاګې راوړه او انګورو ته څپره جوړه کړه چې دا غوړګې یې پاس وخېژي.
د چرتونو باد لکه بڼکه په مخه کړی وم، سر مې د تېمورشاه قبر ته ورسېد. دلته مې یو دم دا غږ تر غوږ شو:
مجاهدین ښار ته راننوتل. د خلکو په خولو کې همدا یوه خبره وه چې له خیره روغه جوړه وشوه، د تېمورشاه د ګومبدې شا ته د لغمانیو درزیانو هټۍ وې، له هغوی سره مې راشه درشه وه، ځان مې ور ورساوه، امین الله درزي را غږ کړه:
– نن دې تر پښو لاندې ځمکه سره ښکاري!
ـ څه پوه شوې؟
ـ له رنګه دې!
ما پر مخ لاس راښکه، هغه وپوښتلم:
څه خبرې دي؟
– نور نه یم پوه خو د مجاهدینو د راتګ آوازه ګډه ده!
هغه په مړاوي مخ را وکتل:
– دلته خو اوازه شوه چې د امنیت رییس “یعقوبي” وژل شوی دی او ډاکټر نجیب تښتېدلی.
– دا به هسې خبرې وي.
– هسې یې مه ګڼه آوازه دروازه ده.
له ښاره چاپېره تور، سره او شنه رنګونه را ټول شول، امین ته مې وویل:
ـراځه چې د ډاکتر مجاوراحمد زیار کور ته لاړ شوو.
دی له دې خبرې سره وغوړېد او نېغ را پاڅېد.
ـ درځه!
استاد زیار دا وخت په زړو مکرویانو کې اوسېده، د کابل سېلاو ځپلي سین په غاړه غاړه په خبرو خبرو د استاد کور ته ورسېدو.
له ښه مرغه استاد پر کور و، تر ستړي مشي خواره مشي وروسته یې چای راوویست، وړاندې تر دې چې موږ ترې حال وپوښتو، هغه را وړاندې شو:
– څه خبرې دي؟
ما ور ته وویل:
– دمجاهدینو د راتګ اوازې دي.
ده نه وېوړه نه راوړه، سر یې ښي او کیڼ ته وښوراوه:
– تاسې لږ ودرېږئ، د ډاکټر نجیب ارمان به خلک وکړي.
– ښه نو لکه چې خبره رښتیا ده؟
امین الله ترې د یعقوبي او ډاکتر نجیب پوښتنه وکړه، هغه وویل:
– یعقوبي د کارغل (کارمل) لعنتي ډلې وژلی او ډاکټر نجیب هم ژوندی ژړانده ورک دی.
ما وپوښت:
ـ دا کار به چا کړی وي؟
هغه د تندي ګونځې په ګوتو راټولې کړې:
ـ دا کار د لعین کارغل کسانو
ـ هغه څنګه؟
ـ هغوی له ډېرې مودې را په دېخوا د کودتا هڅه کوله.
د استاد چرت ګډ وډ و، مازیګر هم نور خپلې زلفې را ټولولې، امین ته مې د تګ اشاره وکړه. له استاده سره مو خدای پاماني وکړه.
هغه را ته وویل:
ـ ځانونه ژر کور ته ورسوئ.
ښار تش تور و، واټونو کې وېرې ګزمې کولې، د کابل سین ته څېرمه د ګړۍ څلی هیبت وهلی ولاړ و، زما او د امین الله له پلونو هم لاره وتښتېده، د استاد زیار وروستۍ خبرې په مخه کړي وو، امین الله ته مې مخ واړاوه:
ـ دا خو استاد زیار د کارمل ډله وښوده، ما و تا ترې د کسانو پوښتنه و نه کړه!؟
ده وویل:
ـ دا ډله به ژر رسوا شي، ښه خبره دا ده چې ځانونه کور ته ورسوو.
هغه د خپل کور لار ونیوه او ما د خپل.
د ماښام له آذانه سره سم، کور ته ورسېدم، ببۍ را ته وره کې ولاړه وه، زما لاسونه تش تور وو، هغې وویل:
ـ دا څومره ورځ دې تېره کړه؟
ما د حالاتو د رنګونو د بدلېدو خبره و نه کړه، پر دې مې ترې ځان خلاص کړ چې: یو ملګری مې دی، هغه به را سره لاړ شي، ارزانه به یې را ته واخلي، ډېر ګران وو.
کاکا هم ساه نیولی ساه نیولی را ورسېد، کونډه کونډه برېتونه یې پر شونډو مړاوي پراته وو، سمدستي یې تلویزون روښانه کړ.
تېر ماښام و چې د عبدالرحیم عاطف څېره د ګڼو کارملیانو په منځ کې د تلویزون پر پرده را ښکاره شوه، ډاکتر نجیب الله نه ښکارېده، عاطف ښه په نره د ډاکتر نجیب له دریځ او شخصیته ننګه وکړه. کاکا ور ته په برېتو کې موسکی شو:
ـ افرین رښتیا چې پښتون یې
په ده پسې د سلېمان لایق څېره په رنګونو کې راښکاره شوه، لایق مېک ته وارېده، د کارمل ډله ټپله ترې را تاوه وه، دی یې په منځ کې میر و.
لایق په کنایو کنایو کې د دوی له ګوند سره د ډاکتر نجیب الله بې وفایي، تېښته، تري تم کېده او د خپلې مشرۍ پګړۍ ځلوله.
کاکا مې چې د تلویزون پر پردې سترګې ګنډلې وې، په ساړه اسویلي یې د لایق خبرې وننګولې:
ـ ځه بچو ته به یې هم خوند واخلې!
۱۳۷۱/ ۶/ ۲ چهلستون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب