شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکلتورسینماافغان لوبغاړې د مراکس فلم فیستول جایزه وګټله

افغان لوبغاړې د مراکس فلم فیستول جایزه وګټله

تاند- یوې افغان ښځې د مراکش د فلم فیستوال د خورا ښې لوبغاړې جایزه وګټله.

فرشتې حسیني ته دا جایزه د مراکش د فلم په نړیوال فیستوال کې ورکړای شوه.

نولس کلنې فرشتې حسیني د افغان او ایراني فلم جوړوونکو په ګډ فلم (تګ) کې کار کړی دی.

دا، چې په دغه فلم کې یې مرکزي رول لوبولی، د شنبې په ورځ د مراکش د شپاړسم فلم فیستوال د غوره لوبغاړي د جایزې ګټونکې اعلان شوه.

تګ فلم، چې نوید محمودي دایرکټ کړی، د دوو افغانانو، چې پر یو بل مینان دي، د ژوند کیسه ښيي.

په دې فلم کې د افغان مهاجرو ژوند هم تصویر شوی او داسي کسان انځوروي چې په یوه بل هیواد کې پاتې کېدو ته مجبورېږي او یا له دغه هیواده اروپا ته د تګ لپاره د انتظار شپې ورځې تېروي.

دا فلم د یوې افغان جوړې (ښځې او مېړه) ناڅرګند وضعیت بیانوي چې د ښه وضعیت په هیله له افغانستانه وځي او د ترکیې له لارې اروپا ته رسېږي.

د افغانستان ناامنیو په لکونو افغانان د خپل هیواد پرېښودو ته اړ ایستلي او دا کسان عموماً په خورا خطرناکو لارو اروپايي هیوادونو ته ځي او په دې لاره کې حتي سر له خطر سره مخامخوي.

په وروستیو کې مهاجرت په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې دا ترخه تجربه یې لیدلې ده، پر یوه جدي مشکل بدل شوی دی.

د راپورونو له مخې (تګ) فلم د افغانستان د استازي په توګه د اسکر د بهرنیو فلمونو برخې ته معرفي شوی و خو وروسته د اسکر له فهرسته وایستل شو.

د مراکش فلم فیستوال په ۲۰۰۱ م کال په دغه هیواد کې د فلمي صنعت د ودې په هدف پیل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب