پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeمقالېچاپیریالد هوا په ککړتیا کې د خامه سړکونو او موټرونو ونډه! |نورګل...

د هوا په ککړتیا کې د خامه سړکونو او موټرونو ونډه! |نورګل شفق

ژمی که یو خوا له ځانه سره د واورې سپين زيری راوړي نو بلخوا د لویو او ګڼ ميشته ښارونو فضا لوګزنه کوي. په ژمي کې که څه هم د واورې له اورښت سره هوا پاکیږي خو ساړه ماښامونه او سهارونه يې د ساه د اخيستلو ځکه نه وي چې هر څوک تر خپله وسه د خپلو کورونو د تودولو لپاره یا لرګي سوځوي، یا د ډبرو سکاره، یا زاړه ټېرونه، هډوکي، پلاستيکونه او یا هم کاغذونه، چې دا ټول زهرجن دُود فضا ته لیږي. ځکه خو د کابل د ځینو سيمو اوسېدونکي له دې وضعیته شکایت کوي. په هستوګنيزو سيمو کې ماښام مهال لوګي د سړي سترګې سوزوي او تنفس يې په سينه او سګو پورې تور زنګ پورې کوي. دا د دې ښکارندويي هم کوي چې کوم ځای د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي په هماغه کچه به يې هوا هم ککړه وي، ځکه چې فعالیتونه يې پر چاپېریال اغېز پرېباسي.

خو یوازې له کورونو، کارخانو، د خښتو له بټيو، نانواييو او حمامونو وتوونکي لوګي نه دي چې هوا او چاپېریال ککړوي بلکې د خامه سړکونو او لارو کوڅو ګردونه، زاړه موټرونه په ځانګړي ډول ډيزلي موټر چې ډېر لوګی کوي او د غيرمعیاري نفتي توکو سوځول هم هغه څه دي چې هوا ته زهرجن ګازونه لېږدوي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې NEPA یوه ارزونه ښيي چې د پلازمېنې کابل ٪۴۰ سلنه هوا د خامه سړکونو، لارو کوڅو او د لویو موټرنو د خامه سرایونو ګردونه ککړوي، ٪۱۰ سلنه نقلیه وسایط، ٪۱۲ سلنه د  خښتو بټۍ او٪۳۰ سلنه د کورنیو او تجارتي ساحو فعالیتونه.

2د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال عبدالولي مدقق د دې ادارې لخوا د یوې شوې څېړنې پر بنیاد وايي چې د همدغو لوګیو، ګردونو او زهرجنو ګازونو له کبله د کابل د هوا په ترکيب کې د PM10 په نوم هغه معلق زرات زیات شوي چې د روغتیا برخې د کارپوهانو په نظر د انسانانو تنفسي سيستم زیانمنوي او په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان له ډول ډول انتاني ناروغيو سره مخ کوي.

د چاپېریال ساتنې یو افغان کارپوه ریاض درمل هم وايي، چې د خښتو په بټيو، موټرونو، کورنو او کارخانو کې د کاريدونکو سون توکو له کبله ګلخانه يي ګازونه او د ډیاکسين په نوم یو زهرجن ګاز توليديږي چې د پوستکي د سرطانونو او تنفسي ناروغيو سبب ګرځي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي وايي، داسې پلان يې طرحه او له اړوند دولتي ادارو سره شریک کړی، چې په ګډه به د یو شمېر بیارغونې چارو او زرغونتیا پروګرامونو سره د لویو ښارونو په ځانګړي ډول د کابل اوسنی وضعیت بدل کړي. دا چې کابل میشتي به د دې وضعيت بدلون په حقيقي ژوند کې کله تجربه کړي، لا یوه پوښتنه ده!…

په پاسنۍ ارزونه کې د خامه سړکونو او کوڅو د ګردونو له کبله د هوا په ککړتیا کې ونډه ۴۰ سلنه او د نقلیه وسایلو هغو کچه ۱۰ سلنه ښودل شوې، چې په ټولييز ډول پنځوس سلنه کیږي. د کارپوهانو په خبره څومره چې سړکونه خام وي،  ترافيکي بېروبار او ګردونه به ډېر وي او نقلیه وسایط به ورو تګ راتګ کوي؛ د دوی همدغه ورو تګ راتګ د دې په پرتله چې په سرعت لاړ شي، ډېره هوا ککړوي.

په پرمختللو هېوادونو کې د دې لپاره چې پر سړکونو د موټرونو بېرو بار کم وي، د پیاده تګ لپاره بېل، د بایسکل او موټر سایکل لپاره جدا، د تېزرفتاره وړو او غټو موټرونو او اورګاډو لپاره بېلې لارې او سړکونه جوړ شوي. خو د افغانستان ترافيکي سيستم که د پخو سړکونو له پلوه وي او که د نقلیه وسایلو د تګ راتګ له پلوه، له ګڼو ستونزو ډک دی او د هغو هېوادونو په څېر د یوه منظم ترافيکي سیستم څرک تر اوسه دلته نه لګیږي. دا به کافي وخت ونيسي چې په هغو معیارونو برابر یو ترافيکي سيستم په افغانستان په ځانګړي ډول په کابل کې جوړ شي او نه هم تر اوسه د عامه ټولګټو، ټرانسپورټ وزارتونو او یا کومې بلې اړوند ادارې داسې کوم پلان په ډاګه کړی دی. خو په دې وروستيو کې د کابل په ځينو سيمو کې د سړکونو او کوڅو د پخولو چارې تر سره شوې دي چې د هغو سيمو ګردجنه هوا او خاورې دوړې اوس کمې شوې دي. که څه دا چارې محدودې دي او کافي نه دي او لا هم د دغه ښار ګڼ سړکونه او کوڅې خامې پاتې دي خو د سړکونو او کوڅو د پخولو چارې به که یو خوا ګردونه کم کړي نو بلخوا به د ترافيکو په سرعت سره تګ راتګ هم د دې لامل شي چې لوګی کم اخراج او هوا کمه ککړه شي.

په همدې حال کې د کابل د ترافيکو ریاست چارواکي وايي، هغه موټرونه څاري چې ډېر لوګی کوي. د ترافيکو ریاست د یوه چارواکي اسدالله په وینا دوی د داسې موټرونو اسناد قیدوي، چلوونکي يې جریمه کوي او د عوارض د سمون سپارښتنه ورته کوي. د ښاغلي اسدالله په وینا د داسې نقلیه وسایطو چلوونکو ته وروسته له هغه بېرته د ګرځېدو جواز ورکول کیږي چې د دوی د ادارې لخوا له یوې تخنيکي ازموینې تېر شي او په هغه ازموینه کې دوی ته دا ثابته شي چې موټر يې نور په هغه کچه دُود نه کوي.

په دې وروستيو کې د چاپېریال ککړتیا او د اقلیم د بدلون موضوع په نړيواله کچه د انديښنې وړ بلل شوې، همدا علت دی چې د نړۍ په کچه دې برخې ته د سايسنپوهانو او د چاپېریال برخې کارپوهانو پاملرنه ډېره شوې ده.

په افغانستان کې هم د چاپېریال ساتنې اړوند ادارو تر څنګ وخت نا وخت یو شمېر مدني ټولنې هم د خپلو سيمو د هوا د ککړتیا د مخنيوي لپاره غږ پورته کوي او په ځانګړي ډول په پسرلي کې د نیالګیو کینولو ته ورته نور کمپاینونه کوي.

د ټولنیزو چارو شنوونکی او افغان ژورنالېست عاشق الله یعقوب وايي چې په لویو ښارونو کې د نفوس او د نقلیه وسایلو ډير والي زموږ چاپېریال زیانمن او بېروبار يې زیات کړی دی. دی خلک د ځینو هغو نقلیه وسایلو لکه بای سيکل کارولو ته وربولي چې چاپېریال نه زیانمنوي او وايي، هر څوک دې پخپله سيمه کې نیالګي کینوي، تر خپله وسه دې هڅه وکړي چې د هوا د ککړتیا مخنیوی وکړي او خپل چاپېریال پاک او زرغون وساتي.

—- —–

یادونه: دغه مقاله د منځنۍ آسیا په کچه د چاپېریال او د غرونو د ساتنې ادارې ICIMOD د Story Grant Program for Atmosphere Initiative په لارښوونه، د هوا د ککړتیا په برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي کچې د لوړاوي په موخه لیکل شوې ده.

لیکوال: نورګل شفق

1 COMMENT

  1. اصل کی د خامه سړکو ترڅنګ د نوری فایبر د ځمکی لاندی د لاین غځولو او بار بار د هغی د ترمیم په خاطر د کابل کوڅی تل ورانیږی او سوری سوری کیږی او بیا یی بیرته په وران پریږدی ، نو که ددی لپاره کوم اساسی لار د حل پیداشی ښه به وی او ښار به هم د خټو او دوړو نه یو څه پاک وساتل شی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب