پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه جرمني کې له برید وروسته د افغان او سوري کډوالو د...

په جرمني کې له برید وروسته د افغان او سوري کډوالو د نه منلو غوښتنې وشوې

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۴ مه) د جرمني په لویدیځ ښار سولینګن کې د چړې په وسیله له وژونکي برید وروسته په دغه هیواد کې د کډوالو د یو شمېر مخالفانو غبرګونونه پارېدلي دي.

په عین وخت کې قضایي چارواکو د دې برید په اړه د “ترهګرۍ ضد” تحقیقات پیل کړي دي.

د جرمني د اپوزیسیون مسیحي دیموکرات اتحادیې مشر په حکومت غږ وکړ چې جرمني ته د افغان او سوري کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

ویل کیږي چې په دې برید کې ښکېل کس، چې درې تنه یې وژلي او اته ټپیان کړي، پولیسو ته اعتراف کړی چې هغه دا کار کړی دی.

د جرمني د تروریزم ضد قضایي چارواکي وایي، پر دغه ځوان سوري (د سوریې تبعه) د اسلامي دولت ډلې یا داعش د غړیتوب شک دی او هغوی مستقیم شواهد موندلي چې هغه له دې برید سره تړاو لري.

راپورونه وایي چې هغه په سولینګن ښار کې د پناه غوښتنې په یوه مرکز کې اوسېده.

په همدې حال کې د جرمني د مسیحي دیموکراتیک اتحادیې (CDU) مشر فریدریش مرڅ جرمني ته د افغانانو او سوریه والو د ورتګ د مخنیوي غوښتنه وکړه.

ګومان کېږي چې په جرمني کې د دې ډول بریدونو یو اصلي هدف دا دی چې په دغه هیواد کې، چې تر بل هر اروپايي هیواد زیات کډوال مني، د مسلمانو کډوالو مخه ونیول شي.

داعش یا اسلامي دولت ډلې، د شنبې په ورځ په خپل ټیلګرام چاینل کې د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست، خو د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره یې شواهد وړاندې نه کړل.

له بلې خوا ښاغلي مرڅ د هغو کډوالو ایستلو ته هم اشاره وکړه چې له سوریې او افغانستان څخه جرمني ته ورغلي وو او زیاته یې کړه: “موږ به نور د دغو هیوادونو هیڅ کډوال ونه منو.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب