Homeخبرونهد طالبانو د کلیو د پراختیا وزیر وايي، د واخان سړک کار...

د طالبانو د کلیو د پراختیا وزیر وايي، د واخان سړک کار دوام لري

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۴ مه) د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محمدیونس اخوندزاده وايي، په واخان کې د چین تر پولې د ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې دوام لري.

د واخان پر دهلیز د تېر جمهوري حکومت په مهال کار پیل شوی و خو د تحولاتو له کبله نیمګړی پاته شو. تېر کال طالبانو وویل چې د دې سړک د جوړولو چارې یې پیل کړي او ډېر ژر به بشپړې شي.

خو اوس اخوندزاده وايي، په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو وروسته د واخان چین دهلیز د ۳۶۰ میلیون افغانیو په قرارداد سره بیا پیل شوی دی.

اخونزاده دا هم وویل چې نړیوال بانک ژمنه کړې چې په افغانستان کې د دې بانک نابشپړې یا نیمکاره پروژې به بیا پیل کړي.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر یادونه وکړه چې بهرنیانو په افغانستان کې نژدې ۲۰ زره نیمه بشپړې شوې پروژې پرېښي دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په خپل یو کلن راپور کې ټینګار کړی چې د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (MRRD) خپله داخلي بودجه او مرستې د هیواد په ټولو برخو کې په مرستو مصرفوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...