جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د پولیسو له لیکو یې تر ۶۰۰ ډېر بدچلنده کسان...

طالبان وايي، د پولیسو له لیکو یې تر ۶۰۰ ډېر بدچلنده کسان ایستلي

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۴ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې له ۶۰۰ څخه ډېر کسان د پولیسو له لیکو څخه د ناوړه چلند به کبله شړل شوي دي.

قانع نن وویل: “دا کسان نه یوازې له خپلو دندو لیرې شوي بلکې قضایي اورګانونو ته معرفي شوي دي.”

ښاغلي قانع زیاته کړه، د افغان پولیسو په لیکو کې د بد چلنده او ناوړه چلند کوونکو کسانو شمېر د تېر پرتله کم شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ، هغه کسان چې د «اسلامي امارت» له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي، نیول کېږي او له قانوني چلند سره مخامخ کېږي.

تر دې مخکې د طالبانو د امربالمعروف ادارې ویلي و چې ۲۸۰ تنه دولتي مامورین یې په دې خاطر چې ږیرې یې نه وې پرېښي، له دندو ګوښه کړي دي.

همداراز د طالبانو د تصفیې د کمیسیون مشر لطف الله حکیمي د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې ویلي و چې د طالبانو له لیکو څخه یې ۱۳۵ کسان ایستلي او د تصفیې لړۍ به دوام لري.

1 COMMENT

  1. کوم ۲۸۰ تنه چي امر بالم ۰۰۰ منفک کړی د هغوی مسلکی سوابق ،صداقت او وظیفه شناسی پوښتنه شوی که یواځې د ږیری په بهانه د هغوی وظیفه غصب شوی ؛که داسې وی دا ږیره بیا اسلامی ارزښت نلری هسی فارم دی دِ وړیو ، یا صورت دی بلا سیرت او اهلیت
    قانع ورور، ما ته مکتبی یا پوهنتونی طالب معلومیږی ؛ نو د الله متعال دا امر هیڅکله هم مه هیروه
    اعدلوا هو اقرب للتقوی
    پدی باندی عمل فرد ، ټولنه او صف مرصوص د اعلای کلمت الله لپاره جوړیدی شی و الا ملا ستړی خو ملت او ملک به تباه وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب