پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+له بهرامه ښادي حرامه | عبدالباري جهاني

له بهرامه ښادي حرامه | عبدالباري جهاني

د طالبانو د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت د خوست په ولایت کي رسنیو ته ویلي دي چي د نجونو لپاره له شپږم ټولګۍ پورته د زده کړو پروګرامونه ودروي. د تاند ویبپاڼي د شنبې په ورځ لیکلي دي چي په خوست کي د راډیوګانو چلوونکو د تاند په شمول بېلابېلو رسنیو ته ویلي دي چي دوی ته د امربالمعروف کسانو د پنجشنبې په ورځ وویل چي نور له خپلي راډیو څخه له شپږم ټولګۍ پورته د زده کړو پرو ګرامونه خپاره نه کړي.

طالبانو واک ته له رسېدلو سره سم د نجونو لپاره له شپږم ټولګۍ پورته تعلیم بند کړ؛ او کله چي له پوښتنو سره مخامخ سول نو دوی وویل چي د نجونو لپاره له شپږم ټولګۍ څخه پورته ښوونځي بیرته پرانیزي خو تر امر ثاني پوري به دا ښوونځي تړلي وي. د بشري حقوقو او د نن عصر د تمدن د دې ضد اقدام درې کاله پوره سول او څلورم کال را نوی سو خو امرثاني لا نه دی را رسېدلی او که یې  څوک لا هم تمه لري نو تمه یې بېځایه ده.

له مدني آزادیو څخه د ښځو د مطلق محرومیت او له زده کړو څخه د نجونو د بې برخي کېدلو ترڅنګ، د ملګرو ملتونو د احصاییو له مخي، د افغانستان تر نیمايی زیات نفوس بېکاره او له لوږي سره مخامخ دي. د تاند ویبياڼي د شنبې په ورځ د طالب چارواکو له قوله لیکلي دي چي د ننګرهار ولایت د سرخ رود په اولسوالي کي شاوخوا شپږ زره ماشومان په سخت کار بوخت دي. ویبپاڼه لیکي چي دا ماشومان د سرخ رود اولسوالی د خښتو په بټیو کي کار کوي او ډېری یې ډېر لږ معاش ترلاسه کوي. ویبپاڼه زیاتوي چي د دې ماشومانو یو شمېر له لسو کلونو کم عمرلري او له خپلو کورنیو سره د مرستي لپاره له زده کړو څخه بې برخي دي.

افغانستان ته له امریکا او اروپا څخه تللي افغانان، چي جېبونه یې له یورو او ډالرو ډک وي، میاشت نیمه په مېلو او سات تېریو او بامیان، هرات، بدخشان، نورستان، کنړ او پنجشیر ته په سفرونو تېري کړي او کله چي بیرته غرب ته ستانه سي نو بیا اکثر د طالبانو په صفت نه مړیږي. وايی په هر ځای کي د شپې او د ورځي آزاد ګرځېدلو او لا به طالبانو هر ځای پوښتني راڅخه کولې چي انشاءالله په تکلیف سوي خو به نه یاست. ما ځینو ملګرو ته د اُردو ژبي هغه متل تېرکړی دی چي ( هاتي کي دانت دیکانې کېلیې اور کانې کې لیې اور هېن) یعني پیل د ښکاره کولو لپاره بېل غاښونه او د خوړلو لپاره بېل غاښونه لري. طالبان پوهیږي چي له خارج څخه ورغلو افغانانو سره څرنګه سلوک وکړي او په داخل کي اوسېدونکو افغانانو سره څرنګه سلوک وکړي. طالبان چي له خارج څخه ورغلو افغانانو باندي پوښتنه کوي او هغوی ته وايي چي چا خو به تکلیف نه وي درکړی؛ د پوهنتون پر هغو سپین ږیرو استادانو یې هم پوښتنه کړې ده ؟ چي خوشبخته کسان یې رېړۍ چلوي او بدبخته کسان یې جوالي ګري کوي. دوی پر هغو متقاعدو مامورینو، صاحب منصبانو او معلمینو باندي هم پوښتنه کړې ده چي له دریو کالو راهیسي یې د هغوی پر حق باندي پښه ایښې او تقاعد یې ورڅخه قید کړی دی او دا سوال یې په زړه کي نه ورګرځي چي دا بېچاره ګان خو عیال داره دي هغوی او ماشومان به یې څه خوري. خو چي له هر طالب څخه پوښتنه وکړې وايی دا ټول مشکلات به حل سي. کله به حل سي؟ په دې یوازي خدای تعالی پوهیږي. خو زموږ عقل راته وايي چي که دامشکل تر اوسه حل نه سو تر قیامته به ځکه حل نه سي چي څوک یې د حلولو خیال نه لري.

زموږ ځیني غرب نشینه افغانان او پوهان لا هم په دې عقیده دي چي له طالبانو سره باید تعامل وسي. هغوی باید تجرید نه کړل سي او هغوی باید کرار کرار خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کړل سي ځکه چي د افغانستان زاړه دښمنان او جنګ سالاران په کمین کي ناست دي او له خدایه غواړي چي طالبان کمزوري او دوی ته بیرته د راتګ ،جنایاتو ، غلاوو  او غصبونو زمینه برابره سي. دا پوهان او غرب نشین کسان یا ځانونه غولوي او یا ریشتیا هم په دې عقیده دي چي طالبان بېچاره ګان نه پوهیږي. موږ په اصطلاح منورین ( چي طالبان یې اصلاً په انسانانو کي نه بولي او که یې په سړیو کي وشېمري نو لږترلږه په مسلمانانو کي یې نه بولي) باید طالبان خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کړو.

ماته خپل یوه ډېر پوه ملګري پرون سهار ټلفون وکړ او ماته یې وویل چي هغه پخپله کابل ته تللی وو او له ملایعقوب، ملامجاهد، ملاسراج الدین حقانی او ځینو طالب مشرانو سره یې وکتل. هغوی ورته وویل چي دوی د نجونو له زده کړو سره هیڅ مخالفت نه لري خو په کندهار کي یوه وړه حلقه ده چي د مولوی هبت الله پر شاخوا را ګرځېدلې ده او هیڅ ډول اصلاحات نه مني. زما ملګري زما څخه وغوښتل چي که زه د یوه هیات په رأس کي افغانستان ته سفر وکړم او هلته له طالب مشرانو سره وګورم او که امکان ولري چي ملاهبت الله هم ووینم او خپل نظریات ورته ووایم دا کار که ډېره ګټه ونه کړي نو تاوان خو هیڅ نه لري. ما ورته وویل چي زما ګرانه دوسته! طالبان ټول له یوې چینې اوبه چښی. طالبان ټول یو رنګ دي. په طالب کي ښه او بد نسته. هغه کسان چي تا ورسره لیدلي او ستا یې تود هرکلی کړی دی هغوی له ټولو هغو کسانو سره چي له غرب څخه ورغلي وي همدغه راز ښه سلوک کوي. که طالبانو د قدرت له لومړۍ ورځي څخه، چي دوی وايی موږ په توره نیولی دی او بل چا ته د ګډون حق نه ورکوو، بیا تر نن پوري یو اصلاحي ګام پورته کړی وي نو سړی به د خیر تمه ورڅخه وکړي او که چیري دوی هره ورځ یو او دوه ګامه شاته ځي نو سړی ولي د اصلاح په نیت ورسي؟

ما پخوا هم لیکلي دي او بیا هم لیکم چي « الحکم یبقی معی الکفر و لا یبقی مع الظلم» د کفر حکومت دوام کوي مګر د ظلم حکومت دوام نه کوي. خلک تر قیامته د بېکارۍ، لوږي او بې عدالتی تاب نه لري. یوه ورځ به طالبان د اولسونو له قهر سره مخامخ کیږي. له اولسونو سره، د بشرپه ټول تاریخ کي، هیڅ قدرت مقاومت نه دی کړی او دوی به هم د اولسونو په زور سقوط کوي. او لکه پخوا چي مي ویلي دي یو ځل بیا وایم چي قهري سقوط د هیچا په ګټه نه دی بلکه د ټولو په تاوان دی.

1 COMMENT

  1. وا وروره وا جهاني صاحب خو همدا تاسو ورته شعر لیکلی و، درې نیم کاله یې لا نه دي پوره چې ستاسو شعر خپور شو. ولې تاسو ته نه و معلوم چې څه رقم ځناور دي؟ همدا خپله تاسو یې په تېره دوره کې په څاپېړه نه وي وهلي؟!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب