جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملاندیم: که ثابته شوه د نجونو تعلیم روا دی، اجازه به ورکړو

ملاندیم: که ثابته شوه د نجونو تعلیم روا دی، اجازه به ورکړو

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۴ مه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم وايي، د دې ډلې مخالفان د نجونو زده کړې “د فرض درجې” ته لوړوي او د زده کړو مخنیوی یوه لویه بې عدالتی بولي.

ندامحمد ندیم وویل چې د طالبانو مخالفان د ښځو د ورځې په مناسبت د ښځو د تعلیم له موضوع څخه “شر جوړوي.”

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر نن یکشنبې د خپل وزارت د حساب ورکولو په پروګرام کې د نجونو د زده کړو د بندیز په اړه وویل، څوک چې مذهبي صلاحیت نه لري باید له ځانه مفتي جوړ نه کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر وویل، “موږ ثابته کړې چې په هره برخه کې زموږ پرېکړې له اسلام او شریعت سره سمې دي.”

ده زیاته کړه چې د ښځو د ښوونې او روزنې په برخه کې د دې ډلې دریځ او پروګرام هم “د اسلام له اصولو او د افغانستان له دودونو” سره په ټکر کې نه دي.

ندامحمد ندیم دا هم ومنله چې د ښځو د زده کړې مسله حساسه ده او مختلف اړخونه لري، او په دې اړه سمدستي پرېکړه ممکنه نه ده.

ندیم وویل چې پوهان په دې اړه څیړنې کوي، او که د دوی څیړنې ثابته کړي چې په ځانګړو شرایطو کې میرمنو ته تعلیم ورکول اجازه لري، موږ به اجازه ورکړو. که نه نو دا به ځنډول شوی وي.

دا په داسي حال کې ده چې طالبانو په خوست کې د راډیو له لارې هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره خپرونې منع اعلان کړي دي.

18 COMMENTS

  1. تاسی خپلو اولادو ته تعلیم مه ورکوی بیا چی ستاسو ښځه یا لور مریضه شوه بیا یی د سپین بولدک په لار پاکستان ته بوځه چی اول یی د سرحدی کسان درته معاینه کړی او بیا هم پاکستانی ډاکټران. ستا په ښځی غیی له پوهانو سره دی ـ ټول جاهله خرکُس ټپوسان یاست. بی 52 به په هر صورت یو وار بیا ستاسو پر سر راځی دا ځلی به پاکستان کی هم انشاءالله تاسو مردګاوو ته ځای نوی ـ د پښتنو او د اسلام نوم تاسو په ټوله نړی بد کړی ـ په داسی اسلام کی زه غیڼ ووهم چی هغه کی ښځینه ډاکټره، ښځینه معلمه نوی ـ بیسواده ښځی به څه رقم اولادونه ستر کړی؟ جاهله لکه ملا ندیم ـ

  2. ندیم جانه؛
    ته به لدی وروسته ګوری چي مسئله څه ډول ده حال دا چي الله متعال فرمایی ـ فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون،
    ولی تاریخ اسلام او علمای امت نه استفاده نه کوی ، له وخت سره لوبې زیان دی ،ایمان او عمل صالح د علم له لارې تر لاسه کیږی ؛نو ستاسو مسئولیت دا دی چي زمینه او محیط مساعد کړی او خپل د نڼ او سبا میندې په عزت خپل کور کی وروزی او استخباراتی نقشو ته دینی لباس مه جوړوی ،دین کی داسی څه ندی پاتی چي هغه د اُمت علماوو نه وی روښانه کړی او د تا مجهول الهویه شیوخ هغه روښانه کړی شی ولا تلبسوا الحق بالباطل
    حال دا چي تر اوسه نه دِ ملت او نه دِ اُمت اعتماد مو تر لاسه کړی او دا دریځونه شکوک نور هم زیاتوی او د اعتماد ګراف مو نزولی سیر لری ځکه د انسانیت او اسلامیت لار روښانه او کافر و مسلمان پری آګاه دی الله ج فرمایی؛الله ولی الذین آمنوا یخرجهم من الظلمات الی النور
    نو تاسی ولی د نور مخه بندوی ؟
    د عزت عوامل ولی نه پیژنی ؟ که تاسی د ملت د ذلت او ظلمت نقشه د دین په لباس کی تحمیلوی؟
    حال دا چي دا ملت پنځوس کلنه جهادی تجربه لری او هر دښمن په هر لباس کی دقیقاََ پیژنی نور ځان مه شرموه ؛دینداری او پای لُچی مه ګډوه

  3. دا تربیه شوی وحشی قادیانی چړیان د غلیسی امریکا او شیطان انګلیس په رهنمائی د قادیانی پنجابی چټلستان ( جعلی پاکستان ) له خوا رهبری کیږی او دوښمن چټلستان ته ثابته شوی دی چی د خپلو قادیانیو چړیانو په وسیله بیا هم پر افغان ملت باندی تامه حکمرانی نشی تر لاسه کولای لدی کبله د شیطان انګلیس چوچه قادیانی پنجابی چټلستان له خوا قادیانیو چړیانو ته امر شوۍ دی چی جلکۍ ، پیغلی د تعلیم څخه او میرمنی د کار څخه منع کړی او له بلی خوا ټول مکتبونه او پوهنتونونه پر قادیانیو مدرسو او قادیانیو شرعیاتو بدل کړی او دی قاتلو وحشیانو قادیانیو چړیانو د شیطان انګلیس چوچه پنجابی چټلستان خائینو پلانو عملی کولو باندی شروع کړی دی قادیانی پنجابی چټلستان غواړی ددی له لاری افغان ملت تام بی سواده کړی تر څو قادیانی چټلستان د افغانستان ټول دفتری او داخلی او بهرنی سیاست تر لاسه کړی او ددی ملی خائین اقدام لپاره به د چټلستان پښتو ژبی خائینین مؤظف کړی !!!!
    دا چټل خائین پلان جریان لری ددی افشا ګیری په افغانستان کښی د سپیڅلو اصیلو افغانانو له خوا صورت مومی !!!!
    ډیر امید موجود دی چی د سپیڅلو او اصیلو افغانانو په وسیله افغان ملت د شیطان انګلیس چوچه چټلستان خائین پلان باندی اګاه کړی او افغان ملت په اتحاد سره ددی قادیانیو خائینینو چړیانو پر ضد راپورته او ملی قیام شروع شی ، ددی په امید !!!!!

  4. دا اسلام يواڅي به افغانستان کي ده که په نوره نړي کي هم شته؟
    که په نوره نړي کي اسلام وي زه خو وايم چي يوعشاريه څلور مليارده انسانان شته اول پاکستان وګره چي هلته پيدا ،روزل شوي کوم حقوق ښځوته نه دي ورکړ شوي چي موږ يي له زورواکي غواړو:
    په پاکستان کي ښځينه مکتبوته ازاده ځي که نه؟
    په پاکستان کي ښځينه پوهنتون ته ازاده ځي که نه؟
    په پاکستان کي ښځينه ما موريت کوي که نه ؟
    په پاکستان کي ښځينه پيلوټي دي که نه؟
    په پاکستان کي ښځينه ډاکتراني دي که نه؟
    په پاکستان کي ښځينه پوليسي دي که نه؟
    نو ته ځاينه دروغجنه ته ولي انکار کوي او له خيټي اسلام تعبيره وي.

  5. ملا صاحب له ږیرې دې قربان شم، دا ستونزه د اسلام او شریعت نه ده، دا ستونزه ستا د محلي دود او کلتور ده. زما په یاد دي، زمونږ دوه خویندې وې چې مونږ تعلیم پرې نه کاوه او ښه مو نه ګاڼه ځکه د تعلیم او مکتب په رابطه بد تبلیغ مو اورېدلی و، لاکن کله چې زمونږ لوڼې او ورېرې را پیدا شوې دا داسې وخت و چې مونږ پخپله مکتبونه ویلي وو او سترګې مو روښانه شوې وې، له دې امله مونږ خپلې ټولې نجونې هم مکتب ته ولېږلې او هم مو پرې دیني درسونه وویل. زمونږ د کورنۍ نجونې اوس داسې دي چې هم د قرانکریم په ترجمه او تجوید پوهېږي او هم له پوهنتونونو څخه فارغانې شوي دي، لاکن ته نه یې ملامت ځکه تا په خپل ټول عمر کې یوه ورځ نه د پوهنتون دروازه لیدلې او نه د مکتب، یوازې مدرسې ته تللی یې او هغه هم داسې مدرسې ته چې نوم یې د دیني مدرسې وي او نور په کې هر ملا استاد اخوند د «العوام کالانعام» مقوله هره ورځ لره بره کوي نو ته به څه له علم سره اشنا شې او څه یې له فرضیت سره. بله دا چې ستا ټول علم وړه دوره او غټه دوره دي چې ټول په ۶ کالونو کې ختمېږي یعنې ستا د فکر محصول صرف شپږ کاله درس او د شپږم صنف د شاګرد د عقل په څېر دی بلکې له هغه نه هم کم دی.
    بدبخته، د قران اول ایت بلکې اول لفظ چې ځمکې ته را نازل شوی هغه د اقرأ ولوله لفظ دی، د خدای امر دی، او امر عام دی، داسې نه ده چې یوازې تا غوندې ببرخولی هندو به یې لولي او نور څوک نه. دا لوست عام دی.

    • نه د دین ستونزه ده نه د کلتور ده. ستونزه د پنجاب په دالو کې ده. دا کمبخته هلته خامخا دوسیه لري.

  6. خدایه خیر کړي. که عالمانو ته دا ثابته شوه چې د نجونو مکتبونه ناروا دي. دا تر شپږم صنفه پورې چې یې اجازه ورکړي دا ګناه به د چا په غاړه وي. یو وخت د بتانو نړول هم روا و.د تلویزیونونو ماتول او عکسونو اخیستل هم ناروا وو. دا دواړه اوس روا دي ایا دوئ څیړنه وکړه که څنګه؟

    • افرین د خرکار زوی دې ښه را ګیر کړی دی ، دا جاهلان کله په منطق پو هیږي ، دوی ټول کیفي روان دي !!

  7. ملا نديمه،
    که تا او ستا نورو هم ورته ملګرو جوته کړه چې د نجونو تعليم ناروا دی، نو له شک پرته چې موږ به يې درسره ومنو، خو جوته يې نه شې، نو ښه دا ده چې هسې له ځانه خر مه جوړه او بېځايه مه هونګېږه.
    په دې هيله چې نظام مو په خير سره ژر تر ژره در ټول او په ټولنه کې مو د تل لپاره نور ځای او منزلت ورک شي. له همدې سرنوشت سره خامخا اخته کيږئ او لمن به مو درټوليږي.
    دا مو ستاسې او د پاکستان د ازلي زوال نښې دي او پاکستان نور دلته عملاً د افغانستان په سياست کې ناکام شوې او ورځ تر بلې درسره د ولس خواخوږي او ملاتړ کميږي. الله تعالی مو نور دې د جهالت واکمنۍ ته د پای ټکی کښېږده.

  8. طالبانو حق لرئ چې موسیقي او تفریح او تر لادو پورې مو د خندا او ساتیري ټول اسباب منع کړو. ځکه چې ستاسې تر خبرو د خندا د پاره ښه او ارزانه شی بالکل نشته. دا دوه ساعته کېږي چې د ندیم خيرې ته خاندم چې د نجونو د تعلیم په روا بودن باندې لګیا یوو تحقیقات کوو…..ههههههه

  9. یانې ملا ندیم په قران او حدیث نه پوهیږي نو د پنجاب نه ثبوت غواړي. اوس سړی دې د خره او سپي اولاد ته څه ووایي.

  10. ما ته همیشه دا د چلینج څخه ډکه پوښتنه پیدا ده چی:
    زموږ د وولس عامه ذهنیت داسی عیار سوی ؤ او دئ چی په کلیوالی ( خصوصاً لیری کلیوالی) سیمو کی د مُلا او خان نفوذ ډیر ژور او پراخ خو مدنی افکار پکی سرکوب وه ( دا واقعیت یقیناً چی د منلو وړ دی ) خو اصلی خبره دا ده چی کلیوالی وولسونه د دینی زړه کړو او تعلیم څخه هم بی برخی وه. په کلیوالی سیمو کی د اذان او مسجد او لمونځونو بازار تود ؤ خو د مُلا په شمول د ۵ % وګړو صحیح لمونځ او صحیح تلاوت لا څه چی د جنابت غسل ئی هم په صحیح توګه نه ؤ زده.
    نتیجه:
    په کلیوالی ماحول کی زیږیدلی او لوی سوی د دین د اصولو څخه بی خبر مُلا او بی خبره مقتدیان به حتماً د دین د بنسټیز عنصر ( دنیا ) د اصالت له درک څخه عاجز وی.
    راسئ چی په ګډه د حاکم طالب سره دا ګړی د ښځو د زده کړو او کار او نورو حقوقو د تأمین د ضمانت په هکله و نه ږغیږو بلکه د طالب د حاکمیت څخه په کلکه وغواړو چی د هلکانو تعلیم ته خو جدّی پاملرنه وکړی.
    ځینی وخت د یو معامله ګر یا دوکاندار سره ډیری چنې وهل د جنس د کیفیت په هکله د څیړنی مخه نیسی. موږ د طالب جان سره د نجونو د تعلیم د دوام د جواز پر سر چنې وهو خو اصلی مسائلو ته مو ډیر پام نه دی یعنی د هلکانو او ځوانانو د تعلیم د کیفیت ښه والی او پلرنو ته ئی د کار او اقتصادی فعالیت د شرائطو د را منځته کیدو جدّی غوښتنی.

  11. تف لعنت په دغه سوډر کوم ثبوت ؟ ثبوت دغه سي له تانه پنجابي اورته یرغمل کړې او ته اوس درۍ نورې کوې ؟ ای حرامي ای د مدرسې لوطي ! ته خنزیر له ښځې پیدا یې او که ځناوره ؟ 😡🤮🐖

  12. کولال ګیه بهتره دی چی د کولالی دندی باندی ځان محدود کړی د دینی ، سیاسی او اجتماعی مسائلو او تحلیل کولو باندی ئی نه توان لری او نه پوهیدای شی !!!
    د شیطان انګلیس چوچه قادیانی پنجابی چټلستان کښی جلکیو لپاره د مکتبونه ، پوهنتونونه موجود دی حتی میرمنی د لوړو تحصیلاتو لپاره شیطان انګلستان ته هم لیږل کیږی او همدارنګه د میرمنو لپاره بهر کښی د کار زمینه فوق العاده موجوده دی څه موده وړاندی د شیطان انګلیس چوچه چټلستان یوه میرمن د خارجی وزیری په حیث د خپلو غلامو قادیانیو چړیانو غوږو تاؤولو لپاره کابل ته تللی وه اما دا قادیانۍ پنجابۍ چټلستان د قاتلو غلامو کمونستانو (دا کمونیستی کودتا د روس جاسوس ملی خائین حسن شرق په لمسون او د ملی خائین لیونی او خود خواه محمد داؤد تر رهبری له کبله اوس د رنګا رنګو قاتلانو او اجنبیو غلامانو اور کښی سوزی حتی د وطن خرڅوونکیو غلامو کمونیستانو ( خلق + پرچم ) له برکته اوس د افغانستان واکداری د شیطان انګلیس چوچه قادیانی پنجابی پاکستان کوی او شک ددی موجود دی چی کولال دده پښتو نوشته ښکاره کوی چی دا کولال ناموونکۍ د بی غیرتو پنجابیو غلامو تش په نامه پښتنو څخه مؤظف شوۍ نه وی ؟؟؟؟

  13. ګران او محترم غروال صاحب!
    د ګران کولال ورور تبصره منطقی ده، نه پوهیږم چی تاسی ولی د نوموړی د تبصرې په هکله د سوء تفاهم سره مخامخ یاستئ. هیله ده ګران کولال ستاسی سوء تفاهم درک او د منفی غبرګون څخه ډډه وکړی.

  14. محترم غلام حضرت صاحب ډیره مننه چی تاسی د ما سوء تفاهم ته د کولال تبصری باره کښی اشاره کړیدی بلی زه دده پنجابی پاکستان میرمنو باره کښی د څو مجهولو سوالونو د ما سوء تفاهم د کولال باره کښی پیدا شوۍ دی دا چی تاسی محترم زه د خپلی ستری اشتباه ته متوجه کړم نو د تاسی څخه زیاته زیاته مننه کوم او امید دی چی کولال صاحب د ما داستره اشتباه راته وبخشی ، محترم کولال صاحب د تاسو محترم څخه دما ستری اشتباه بخشنه غواړم !!!!!

    محترم غلام حضرت صاحب کور د ودان شه !!!!!

  15. ښاغلي وروره غلام حضرته ستاسو له توجو نه ډيره مننه
    ښاغلي غروال تاسي ماته ګران ياسته او احترام مو لرم په تاسف سره بايد ووايم چي خپل اموشن مي کنترول نه کړ و
    له تانده خواهش کوم چي زما مخکني غبرګون خپور نکړي.
    خوښنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب