جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+‎ورزش که سیاست؛ آیا يو څو انځورونه د یو ورزشکار سیاسي لیدلوری...

‎ورزش که سیاست؛ آیا يو څو انځورونه د یو ورزشکار سیاسي لیدلوری ټاکلی شي؟ / آمنه عزيزي

په خواله رسنیو کې دا څو ورځې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر له ورور، انس حقاني سره د راشد خان او نورو لوبغاړو انځورونو او وېډیو ګانو لاس په لاس کېدو پر راشد خان او لوبغاړو مینه وال او یو شمېر هېوادوال غوسه کړي، دوی وایي د کرېکټ لوبغاړو ولې د زرګونو پخوانیو امنیتي ځواکونو او بې ګناه ملکي وګړو له قاتل سره لیدلي او انځورونه اخیستي دي.

دا چې تل د ورزشکارانو د بې طرفۍ او د سیاست او ورزش د جلاوالي خبره کیږي ولې له یوې بدنامې سیاسي څېرې سره د راشد خان په څېر د یو ورزشکار په انځورونو نیوکې کیږي؟په پیل کې خو دا چې په افغانستان کې د وخت له حاکمې هرې څېرې سره د هر چا انځور اخیستل سیاسي رنګ اخلي، مخاطبین تل دا تمه لري، هغه څه چې د دوی نه دي خوښ او نه یې غواړي باید د دوی د خوښې کس یې ونه کړي.
راشد خان او نورو لوبغاړو په جمهوریت کې هم له ولسمشر او چارواکو سره لیدل او انځورونه یې اخیستل او نن هم مجبور دي چې کله په وطن کې اوسي، هغه څه وکړي چې د وخت حاکمان یې غواړي او وایي.
که راشد په جمهوریت کې له چارواکو سره لیدل او اوس ونه ګوري دا هم د ده طرف او لوری ښیي او که نن له چارواکو سره ګوري او پرون یې نه لیدل دا هم د ده لوری او طرف ښیي، بیا ولې ټول چغې وهو چې ورزش او سیاست جلا دي؟
راشد خان ورزشکار دی کومه سیاسي څېره نه چې له یو بدنام سیاسي کس سره لیدل او انځور اخیستل د ډیپلوماسۍ له مخې کوي.
او بیا دا چې انځورونه او وېډیو د راشد خان او لوبغاړو له شخصي پاڼو نه دي خپاره شوي کله چې خپله لوبغاړو داسې یو کار وکړو بیا کولی شئ د نوموړي د سیاسي لوري په روښانه کولو او اعلانولو سره یې مخالفت او ملاتړ وکړئ، که نه نو پرته له دې هېڅوک د انځور اخیستو لپاره په لوبغاړي د نیوکې یا یې د سیاسي لیدلوري ټاکلو حق نه لري.
راشد خان او یو شمېر لوبغاړي په لوبیز سفر وطن ته راغلي، د کوم شخصي یا سیاسي سفر او نه خاص کر انس حقاني سره د لیدو لپاره راغلي چې اوس یې انځورونه حاشیې جوړې کړي.
کله چې راشد په سل توپیز لیګ کې ټپي شو او نوین د ملا جراحي کړې وه، ټولو ویل دوی له شپږیزې ځان پټوي، پلمه جوړوي، وطن، وطنوال او د وطن لوبې ورته مهمې نه دي. څومره وښکنځل شول خو چې پرون راغلي او نن ورسره حقاني انځور اخیستی بیا هم موږ له لوبغاړو پوښتو چې ولې؟
دا خو افغانستان دی او موږ ټول پوهیږو چې څوک په واک کې دي، که سبا هبت الله وغواړي له راشد او لوبغاړو سره انځور واخلي، هم لوبغاړي اړ دي چې ورسره وګوري، کیني انځور اخیستو ته نه مه که ونه وایي.
په هر هېواد کې هره ډله چې په زور یا د خلکو په خوښه واک ته رسېدلې، اوسېدونکي یې مجبور دي چې د خپل حکومت په خوښه په خپل هېواد کې وګرځي، ژوند وکړي او ورزشکاران هم د همدې اوسېدونکو او عامو خلکو له ډلې دي.
کلونه وشول چې هندۍ لوبډله د خپل حکومت په امر له پاکستان سره د سیاسي کړکېچ له امله د دې هېواد له لوبډلې سره لوبې نه کوي او نه ورځي خو که همدا نن یا سبا په دې هېواد کې داسې حکومت رامنځته شو چې له پاکستان سره ښې اړیکې ولري، لوبډله یې هم محبوره ده چې د خپل حکومت په امر پاکستان ته لاړه شي یا ورسره لوبې وکړي.
راشد خان او یو شمېر لوبغاړو هم په کافي اندازه د خپل هېواد، وګړو، ملت او ملي ارزښتونو لپاره غږ پورته کړی د یو څو انځورونو اخیستل او خپرېدل د دوی طالبېزم نه ښیي نه دا په دې معنا ده هغه څه چې طالبانو په تېرو شلو کلونو کې وکړل یا اوس څه کوي راشد خان او نورو لوبغاړو ورسره منلي او تایید کړې دي.
موږ تل دا وایو چې ورزشکاران او ملي لوبغاړي د ټول افغانستان او افغانانو استازیتوب کوي، په افغانیت کې له عامو خلکو نیولې تر ملا، طالب او جمهوریتي پورې د افغان په نوم هر کس راځي، موږ د افغان په نوم هېڅوک او هېڅ ډله له افغانیت نه شو ایستلی که ملا، طالب او هر څوک وي د افغان په توګه به حتمي له ملي لوبغاړو سره ګوري، کیني او انځور اخلي.
ممکن په طالبانو کې هم ډېرې داسې څېرې وي چې د ملي لوبغاړو مینه وال دي او غواړي ورسره وګوري نو لوبغاړي انکار نه شي کولی.
دا چې طالبانو په تېرو شلو کلونو کې بشري حقونه نقض کړي، او لا یې هم تر پښو لاندې کوي، موږ یې غندو، مخالفت یې کوو خو بشري حقونه هغه وخت ورزش او کرېکټ ته رادننه کوو چې خپله لوبغاړي له بشري حقونو سرغړونه وکړي.
سمه ده چې پر انس حقاني د کړنو له امله یې نړیوال بندیزونه دي او په تور نوملړ کې دی خو دا چې حقاني خپله لوبغاړو سره ګوري او انځورونه اخلي د لوبغاړو له خوا د بشري حقونو د نقض یا پښو لاندې کولو په معنا نه ده.

1 COMMENT

  1. Salaamalaikum!
    The players have the right and they have to see and meet Taliban, because they are not what you think they are, but they are government of Afghanistan now and Team Afghanistan is also a part of Afghanistan’s population.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب