Homeخبرونهیوناما د طالبانو پر نوي قانون اندېښنه وښوده

یوناما د طالبانو پر نوي قانون اندېښنه وښوده

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۴ مه) په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت، یوناما د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر پر نوي قانون اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا قانون د خلکو پر فردي چلند پراخ محدودیتونه لګوي او محتسبانو ته یې د اجرا کولو واک ورکوي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې، چې نن (یکشنبې) یې خپره کړې، د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت د مشري روزوا اوتنبایوا له قوله ویلي:

«دا د افغانستان د راتلونکي لپاره یو ځورونکی لیدلوری دی، چیرې چې محتسبین واک لري چې د پراخو او کله ناکله د ناڅرګندو سرغړونو د لست پر بنسټ هر څوک وګواښي او توقیف یې کړي.»

نوموړې همداراز ویلي، «دا د افغان ښځو او نجونو پر حقونو باندې د نه زغملو وړ محدودیتونه پراخوي، ان له کوره بهر د ښځو غږ په ښکاره ډول اخلاقي سرغړونه ګڼي.»

د طالبانو د امر باالمعروف دا نوی قانون چې د اګسټ په ۲۱ یې اعلان کړی ټول څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري.

د یاد قانون په بېلابېلو مادو کې ټول نارینه په ټاکلي وخت په جومات کې په جماعت لمانځه ادا کولو مکلف شوي او د نارینه د ږیرې پر خرېولو، د لنډو جامو، نېکټایي کارولو او د دې قانون په ټکو د “غربیانو او کفارو” په شان د وېښتانو پر جوړولو هم بندیز لګېدلی دی.

د دې قانون په ۲۴ ماده کې محتسبیو ته واک ورکړل شوی، چې د ځینو مواردو سرغړونکي له یو ساعت څخه تر ۲۴ ساعتونو پورې او ځني هم تر درې ورځو پورې په محابسو کې حبس کړي، خو مشخصه شوې نه‌ده، چې د کومو مواردو سرغړونوکو ته څومره حبس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...