Homeخبرونهبنګله دېش پاکستان ته په ټیستلوبه کې سخته ماته ورکړه

بنګله دېش پاکستان ته په ټیستلوبه کې سخته ماته ورکړه

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۴ مه) د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په ټیست سیالۍ کې سخته ماته ورکړه.

نن د دې سیالۍ په پنځمه ورځ پاکستان د بنګله دېش د لومړۍ پاڼۍ د ۵۶۵ منډو په ځواب کې یوازې ۱۴۶ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

بنګله دېشي لوبغاړو په دې ټیسلوبه کې چې د پاکستان په کوربه توب په راولينډۍ کې وشوه، په دوهمه پاڼۍ کې بې له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځېږي، د پاکستان د ۳۰ منډو هدف پوره کړ.

د بنګله ديش لوبډله د پاکستان د لومړۍ پاڼۍ د ۴۴۸ منډو په ځواب کې په ۵۶۵ منډو سوځېدلې وه او تر کوربه ټیم یې ۱۱۷ زیاتې منډې کړې وې.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې د راروانې جمعې په ورځ (د اګست ۳۰مه) په بله ټیست سیالۍ کې له یو بل سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...